کور / z_buitenland_news -- 5 / ” د پاکستان سره پر مرستو دي له سره غور وشي”

” د پاکستان سره پر مرستو دي له سره غور وشي”


 

 دامريكا په سينټ كښې د ډيموكراټيك جماعت غړو جوزف بډن د ولس مشرۍ كانديد باراك اوبا ما او  او ونوروسناتورانو يو قرارداد وړاندې كړيدي چې په ترڅ كښې يې د امريكا د ولس مشر بوش څخه  غوښتنه شويده  كه چرته  پاكستان دبنسټپالو له منځه وړلو او ډيموكراسۍ د غښتلى كولو لپاره اقدامات ونكړي نو دپاكستان پرمرسته دي پاملرنه وشي امريكائي سناتورانو د بې نظير بوټوو ژنه باندې ددې له كورنۍ او دپاكستان له ولس سره غم شريكي كړيده دپاكستان له حكومت څخه يې  غوښتنه كړيده چې  دبې نظير بوټو په قتل كښې ښكېل كسان دي ونيول شي، او پلټونكو ډلوته دي په خپلواكه توګه دپلټنو اجازه وركړل شي دبريتانوي خبري سرچينې د راپورتر مخه سناتورانو دغه غوښتنه هم كړيده چې په اتلس فبروري كيدونكي انتخابات دي وڅارل شي ټول  بنديان دي خوشي كړل شي، او نظر بند قاِيان دي خوشي كړل شي.