کور / اسلامي / حقوق

حقوق

حقوق  يوه  عربي   كلمه ده او  د  حق  د كلمې  جمع ده. دا كلمه په هر لحاظ    ستره او له مفهوم څخه ډكه كلمه ده.


انساني ټولنه   له   هر ډول زيان او تاوان څخه ژغورلو او دې ټولنې ته  د  فائدې رسولو ته حق وائي .


   مور او پلار ، استاد او شاګرد ، ښځه او خاوند ، حاكم او رعيت ، مالك او مزدور ، امير او غريب  لنډه دا چې د ټولنې ټولې طبقې  په يو بل حقوق لري  . ددې حقوقو ادا كول په هرچا فرض دي او د اسلام مبين دين ددې حقوقو د اداكولو په اړه سخت تاكيد كړى دى


  1-   د ټولو حقوقو په سر كښې د خداى پاك حقوق ځاى لري .  خداى پاك په خپل مخلوق يعنې  خپلو بندګانو باندې     ستر حقوق  لري  يو ستر حق دادى  چې


” د الله بندګان د الله بندګي وكړي  او له خداى سره څوك شريك نه ګړي .”


الله تعالى په قرآن پاك كښې فرمائي :


و اعبدو الله و لا تشركوا به شيا .( النساء : (6


او د خداى بندګي وكړئ  له هغه سره څوك مه شريكوئ .


   -2 دوهم حق د رسول الله (ص) حق دى .  هر مسلمان بنده ته ښائي چې له رسول الله (ص) سره مينه ولري او  د هغه د اوامرو اطاعت وكړي  . د رسول الله (ص) حق له عظيمو حقونو څخه ګڼل كيږي او هر مسلمان بنده ته ښائي چې  ددې حقونو  په ادا كولو كې  غفلت ونكړي.


  3- په اسلام كښې  په اولاد باندې د والدينو حقوق  ډير اهميت لري .


و بالوالدين احسنا


او له مور او پلار سره احسان وكړئ.


د والدينو د حقوقو اداكول كوم آسان كار نه دى . هيڅوك نه شي كولاى چې دا حقوق په سمه مانا  او  په ښه ډول ادا كړي  .


  هر مسلمان بنده ته ښائي چې د لاندنيو خبرو په نظر كښې نيولو او عملي كولو سره  خپل فرض ادا  او خپله غاړه خلاصه كړي.


*    كله چې مور او پلار زاړه شي نو  هغوي ته  د اف د كلمې له ويلو څخه ډډه كول.


*  په والدينو  له قهر او غصې څخه ځان ساتل .


*  له مور او پلار سره په ادب خبرې كول.


* د مور او پلار خدمت او اطاعت كول.


* د مور او پلار په حق كښې دعا كول  .


  دا لاندنئ خبر ې هم  بايد په پام كښې ونيول شي.


* په بنده باندې د مور حق  د پلار د حق په نسبت ډير دى .


* جنت د مور د  قدمونو لاندې دى .


*  كه پلار له اولاد څخه راضي او خوشحال وي نو  خداى به هم ورڅخه خوښ او راضي وي.


* د مور او پلار د خدمت  په نتيجه كښې د خداى په ستر دربار كښې د بنده هره  دعا  منل كيږي .


*   د شرك  څخه پس  ډيره ستر ګناه د مور او پلار نافرماني ده.


نور حقوق    دا دي .


د اولاد حقوق


د خپلوانو حقوق


د ښځې او خاوند حقوق


د حاكم او رعيت حقوق


د مسلمانو حقوق


د خپلوانو حقوق


د كا ونډيانو حقوق


د ميلمنو حقوق


د يتيمانو حقوق


د انساني  ورورولئ حقوق


ښه اخلاق


يادونه : په پورتنيو حقوقو  ليكنې شوي  او په سايټونو كښې محترمو لوستونكو ته   وړاندې شوي دي .


دا ټولې   ليكنې به  سره له څو نويو ليكنو ،  په نژدې راتلونكی كښې د كتاب په شكل  چاپ شي.