کور / کره کتنه / نیوکه

نیوکه

دتفاهم دنهضت دغونډی په اړوندیوه نیوکه

همدا نن مي د www.nahimi.dk/pashto په ويبپاڼه کي يو خبر ولوستی په خبر کی راغلی دی چی: دروانی میاشتی په(۱۹) مه نیټه دډنمارک داغوس په ښارکی یوشمیرروڼ اندودتفاهم دنهضت یولسمه غونډه جوړه کړه. بیله شکه دهیوادپه دننه اوبهرکی دګران افغانستان دولس دسوکالی اودجګړی دپای ته رسیدوهڅی دافغانانو ملی دنده ده. په ځانګړی ډول که داډول هڅی په رښتینی توګه دهیوادودروښان اندوپه ابتکاردټول هیواددقومونو، سیمو، ژبوڅخه بیله توپیره دیوملی سراسری غورزنګ جوړونه وی چی یوازی اویوازی دهیوادلوړی ګټی په پام کی ونیول شی اوزموږجګړه ځپلی هیواددولس دسوکالی لپاره دلارولټون وی، خوداډیره لوړه ملی اوافغانی دنده ده. کله چی دغونډی دبهیرپه هکله لنډخپاره شوی مطالب می ولوستل اودګډون کونکوانځورته چی دخبرتیاسره یوځای خپورشوی وه،ځیر شومه. پوره ډاډه شومه چی دغونډی ګډون کوونکی دهیوادهغه سیاستوال دی چی څو لسیزی به یی په سیاسی ډګرکی یاپه نیغه برخه درلوده اویابه هم لږترلږه د سیاسی نظریاتوخاوندان وه. ددی انځورلیدنه ډیره ناامیده کړمه ځکه چی دیوی میرمنی تصویرمی هم دغونډی دګډون کونکوپه منځ کی ترسترګونه شو.

درنومشرانواومعززووړنو! راشی چی روڼ حقیقت ته سرټیټ کړواودیوځل لپاره په عامیانه اصطلاح ګریوان ته سرټیټ کړو.
لیری به نه ځو،وروستنی څه دپاسه دیرش کاله به وڅیړو.په هیوادکی هرخوځښت که ښی اړخه یاکیڼ اړخه وه. ښځودومره پراخه ونډه درلوده چی برسیره پردی چی دخپلونارینووورځنی تاوتریخوالی اوچوپړته په افغانی زغم اوحوصله تیاری وی، ولی دجګړوپه ډګرکی یی هم ځانونه قربان کړی دی. په دی لاهم بسنه نه ده شوی دمیړونودسیاسی عقایدوملاتړیی(چوپتیا) دخپل خواږه ژوندپه بیه جبران کړی دی. دهیوادتاریخ شاهددی چی په وروستیولسیزوکی دهیواددځینومشرانو ښځی دمیړونوپه ګناه ووژل شوی.دالاڅه کوی بی عزته شوی ځکه میړه اویاد کورنی بل نارینه یی په کوم ټاکلی ګونداویاډلی پوری اړه درلوده. په زړه پوری داده چی دطالبانوترنړیدووروسته هغه ډلی چی په یووخت کی دانجونوپرمخونو تیزاب شیندل اودخپل واک په وخت کی یی ډول ډول بندیزونه دقوانینوپه ډول منظورکړه خوبخت یاری ورسره ونکړه چی واک ته دوام ورکړی اوښځی ډیری وځپی. هغوی ټوله اوس دښځودحقوقوناری تربل هرچاپه لوړاوازوهی اوځانونه دښځودنهضت مخکښان بولی، ځکه دډالرونودپیداکیدوښه لاره ده. دولسش مشری ټول ټاکنی یی ښه بیلګه ده که یی نورڅه نشوای کولای په چادریوکی مظلومی ښځی په پټ مخ په غونډوکی کښینولی وی. عجیبه انسانی نړی ده، پرون یی خپل لوڼی، خویندی خرڅولی. هغه ګټه یی لا بس نه ده اوس دبهرنی انجوګانوڅخه د دوی دازادی په نامه ډالرونه راټولوی. دخلکو حافظه کمزوری نه ده،دتیزابو شیندل یی په یادکی پاته دی.خوبی وسی ده. ددغی لنډی یادونی پربنسټ په ځانګړی ډول دهیواددروښان اندوسیاستولوالوڅخه دزړه له کومی ګیله راته ودریده چی: تاسوحتماً په خپلوکاغذونوکی دښځودرول په هکله به څه ویلی وی. په انځورونو کی داسی ښکاری چی تاسودلوړوزده کړودرلوونکی یاست اوباورلرمه چی په خپلولیکنواویا ویناوکی موپه خپل سیاسی ژوندکی دښځودبرابری په اړوند ډیرځله څه ویلی یالیکلی وی. نوپه دی ونه پوهیدمه چی تاسوولی دسیاست په ډګرکی تر هغو…. اوس هم یوقدم شاته ځی. چی دپرون په هیریدونن دښځو لومړی درجه ملاتړی دی؟ نن هم دښځودزندی کولولپاره رنګانګ قوانین رامنځته کوی ولی بیادښځودحقوقوملاتړی دی؟دهیوادروښان اندودګران افغانستان داستقلال دګټونکی غازی امان الله خان دزمانی څخه ترننه هڅی کړیدی چی ښځوته په ټولنیزژوندکی ځای ورکړی. ولی تاسودپامه غورزولی دی. زه پوره باورلرم چی ستاسودهمدغی غونډی لپاره به ستاسوباعزته میرمنوخواړه درته برابرکړی وی نوولی ددی جوګه نه دی چی ستاسوسره په غونډه کی برخه واخلی. په یوه څه باورولری چی په هیوادکی دسولی راوستل دښځودپراخ ګډون نه پرته شونی چاره نه ده. دښاغلی ایت الله شیخ اصف محسنی هغه خبره درپه زړه کوم چی په یو مسجدکی خلکوته په دی ډول وکړه: « کومی ښځی ته می وویله چی کښینه تاسوښځی ناقص العقله یاست. ښځی په ډیره خوښی داسی راته وویله چی دالله څخه شکرګذاره یمه چی موږناقص العقله یو. په حیرت می وپوښتله چی ولی؟ په جواب کی داسی راته وویله: شکردی چی ستاسونارینووپه شانی لیونی نه یوچی دکابل ښارموپه خرابه بدل کړی. دانارینه وه نه ستاسی په انددغه ناپوهی ښځی!!» هڅه می وکړه چی کټ مټ دهغه خبری ولیکمه.

څوورځی مخکی دهیوادولس مشرپه ډیرویاړسره دکندهاروخلکوته وویله چی دسولی مشورتی جرګی ته می (۳۰۰) تنی ستاسوخویندی هم رابللی وی. نووګوری چی دښځورابلل ویاړدی نه دپیغورچاره. نوځګه کله می چی ستاسودغونډی خبرتیاولوسته، دی ته یی وهڅولمه چی په یوه دوستانه ګیله ستاسوڅخه وپوښتمه چی تاسوپه داسی حال کی چی دښځولپاره برابرحقوق غواړی ولی ستاسوپه غونډوکی په ځانګړی ډول په اروپایی هیوادونوکی ستاسومیرمنی اولوڼی ګډون نلری. باوروکړی چی میرمنی په ډیرهغه څه پوهیږی جه تاسویی تصور نشوای کولای. دادپرون ورځی ناپوهی ښځی نه دی که نالوستی هم وی ، زمانی هرڅه ورته زده کړی دی. که تاسویوه ورځ دنالوستوښځومعمولی خپل مینځی خبری واوری نوبه وپوهیږی چی ډیرڅه یی زده دی ولی دافغانی حیأ له وجی هڅه نه کوی چی ترخپل میړه ځان هوښیاروګڼی. دوخت څخه په ګټه اخیستویومهم ټکی روښانه کول غواړمه:

«ځینی افغانی نارینه دهغومیرمنوڅخه چی یوعمرژوندیی ورسره تیرکړی دی بیاهم په اندیښنه کی دی چی ګواکی اروپاته راغلی دی، کیدای شی ترټاکلی حد پښه اوږده وغځوی. تاسوته به اطمینان درکړمه چی افغانی میرمنی هیڅکله د خپلونارینوشمله پرمځکه نه غورځوی. افغانی ښځی دناخوالودزغم یوه بی ساری بیلګه ده. دا هغه ښځی دی چی تاسوته یی ټول ژوندچوپړکړی دی دشپی په نیمایی کی ستاسومیلمنوته په ډیره خوښی ډوډی جوړی کړی دی. داهغه میرمنی دی چی دمیړونو، پلرونواوحتی دمیړونودخپلوانووهل ټکول یی زغملی دی. بیاهم دمیړه دچوپړڅخه یی دمیړونودناروغتیا، زندانی کیدواونوروستونزوپه وخت کی خپله وفاداری نه ده دریغ کړی. داهغه میرمنی دی چی دهیڅ سیاسی عقیدی سره یی تړاونه درلودی ولی دمیړونو، وړونواوپلرونودسیاسی عقیدوپه خاطریی ژوند قربانی کړی دی. نوځکه بیره اوډارپه کارنه دی. داچی دنړی په هرهیوادکی وی اوهرڅومره خپلواکی ولری بیابه هم هغه سپیڅلی افغانه ښځه ده چی دځان اوکورنی عزت به دخپل ژوندپه بیه ساتی.»

لیکنه نوره بس کومه دومره وایمه چی دادګیلی په ډول وړاندیزوه کوم غرض اودښمنی ورپکی نشته، هرافغان حق لری چی دخپل هیواددچوپړلپاره قدم اوچت کړی. ولی دکورنیودیووالی سمبول، دکورڅراغ اوروښنایی ښځه ده. يوځل فکر وکړی چی یوه ورځ مومیرمن په کورکی نه وی اومیلمانه درسره وی، څومره دځانه سره اودنوروسره په قهرږغیږی. افغانان یو،ځکه په هرڅه سره پوهیږو.

ویاړدی وی دهیوادپرپتمنوښځوچی دژوندپه ټولوشرایطوکی اصیل افغانی کلتورته درناوی کړی دی .