مکرسټال امريکاته وغوښتل شو

65 | جون 23rd, 2010


جنرال سټريلي مکرسټال چې په افغانستان کې دامريکا دمتحده ايالاتونوسفيرپه اړه دوروستيو څرګندونو اودسپينې ماڼۍ دچارواکو ترمنځ دنظرداختلافونو په هکله واشنګټن ته غوښتل شوى دى ترڅو دوروستيوڅرګندونو په اړه ولسمشراوباما اودپنټاګون لوړ پوړو چارواکوته خپل ځواب ووايي .
دسپيڼې ماڼۍ يومهم چارواکى وايي چې په رولنيګ سټون مجلې کې دامريکادمتحده ايالاتونو دحکومت په اړه دمکرسټال له کمزورې قضاوت هغې ته وويل شول ترڅو دنورو مياشتو په خلاف دافغانستان اوپاکستان په اړه دسپينې ماڼۍ مياشتنۍ غوندې ته امريکاته راشي دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې په مکرسټال په دغه غونډه کې دويډيوله لارې ګډون کاوه .
بلخوا دامريکاد دفاع وزير مايک مولن دمکرسټال دوروستيو څرګندونو په اړه نااميدې ښودلې ده .

Copyright Larawbar 2007-2024