فټبال: د جون د ٢٢- مي د لوبو حال
د جون د مياشتي پر ۲۲ مه نيټه څلور لوبي تر سره سوي په دغو څلورو لوبو كښي د سويلي افريقا لوبډلي ، د ارجنټاين ملي لوبډلي ، او د يوروګواي لوبډلو برياوې خپلې كړې.
دوي لوبي د افغانستان په وخت پر ۶ بجي او ۳۰ دقيقي پيل سوي په يوه لوبه كښي د سويلي افريقا ملي لوبډله چي د ۲۰۱۰م كال د نړيوال جام كوربه هم دي د نړيوال جام د يو ځلي تل فرانسي ته ماته وركړه خو له دي ماتي سربيره هم ونه توانيده چي د دغو لوبو دويم پړاو ته لار پيدا كړې د سويلي افريقا ملي لوبډلي خپله لومړي لوبه له مكسيكو سره مساوې كړي وه او دويمه لوبه يي له يوروګواي څخه ۳ د صفر په وړاندي وبايلل خو ددي لوبي په ګټولو سره يي په خپل ګروپ كښي د نمرو د كمښت له امله دويم پړاو ته لاره پيدا نه كړه.
په همدي وخت د يوروګواي ملي لوبډله په خپله دريمه لوبه كښي له مكسيكو ملي لوبډلي سره لوبيده چي د مكسيكو له ماتي وروسته يي دويم پړاو لوبو ته خپل برۍ پريكنده كړ.
د شپي پر ۱۱ بجي د افغانستان پر وخت د مرډونا لوبډله ارجنټاين د يونان په وړاندي د پلوكوان د ښار د پيټر موكابا په لوبغالې كي لوبي ته راودانګل چي كابو ۴۰۰۰۰ زره تنو مينه والو ورڅخه له نژدي ليدنه وكړه د لوبي لومړي نيمايي بيله كوم ګوله پاي ته ورسيدله.
خو په دويمه نيمايي كښي د ارجنټاين ملې لوبډلي د خپل دويم نمبر لوبغاړي ډميچليس لخوا په ۷۷مه دقيقه كښي لومړۍ ګول وكړ.
او په ۸۹مه دقيقه كښي يي دويم ګول د پاليرمو لخوا ووهل سو او د خپلو دريو سياليو له ګټلو او نهه نمرو په ترلاسه كولو وروسته يي په بري سره د نړيوال جام د نيك اوټ سيسټم ته لار ومونده.
پر همدي وخت ۱۱ بجي نايجريا له جنوبي كوريا سره ولوبيده چي لوبه ۲ د دوه په مقابل كښي مساوي پاي ته ورسيده
د يادوني وړده چي تر دامهاله له ائ ګروپ څخه يوروګواي او مكسيكو دويم پړاو ته لار موندلي.
او بي ګروپ څخه ارجنټاين او جنوبي كوريا خپل برۍ پرېكنده كړي.
بايد وويل سي چي د تيري شپې تر مسابقې وروسته د ٢٠٠٦ کال د سياليو دوهم نمبر او د ١٩٩٨ د سياليو اتله لوبډله فرانسه د سږکال په لوبو کي د ٢٠٠٢ کال په څېر په لومړي پړاو کي پاته سوه او دوهم پړاو ته يې لاره ونه موندله.