کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ددې سياسي مذهبی لوبې شاته تورلاسونه وينم

ددې سياسي مذهبی لوبې شاته تورلاسونه وينم

پکتيا والو هوښيار اوسۍ  


زه نه پوهېږم چې ولې هر څوک  په پښتنوخپل کرغېړن لاسونه پاکوي ؟حقيقت خودای پدې شپږوکلو کښې پدې ملک کې  قران کريم ته څو ځله توهين شوی اودسپکاوی په سترگه ورته کتل شوی دي،هغه وخت دا په اصطلاح مذهبی سازمانونه چيرې وه اوولې چوپه خوله وه ؟ ممکن  دليل ئې داوی دا سپکاوی  دهغه چا لخوا کېده چې ددغو اسلامی سوداگرو يازورنه رسېده اويائي دپردې شاته ملگری وه .


په افغانستان کې يو ساده متل دی وايي عالم ته شا خداي ته مخ کړه رښتيا ووايه .داچې دفتبال پر توپونو کليمه ليکل شوې وه ،داچې دهلمند په لوي جامع جومات کې دننه یې دلمانځه پر وخت دهلمند دوالی مرستيال په ځانمرگی بريدکې له منځه يو وړ ايا هلته قران کريم ونه سېځل شو؟ دغه کار دخداي کورته سپکاوی نه و؟داچي په ننگرهار کښي ئې کتابتون ته اورواچاوه هلته دقرانکريم څوکتابونه وسوځول شوه ؟ په لسهاو ښونځيو ته اورواچول شوئ اوپدغه ښونځيو کې په سلهاود قرانکريم کتابونه  داوردلمو قرباني شوه . څوتنه دينی عالمان بې هناه له ژوند څخه محراوم کړل شوه ددغو قتلينودرهبرانو په هکله ولي ټول له ډاره چوپ دی ؟ اوداسی نوري په لسهاو نور سپکاوی ،هلته دامدافعين چيري وه ؟ هلته ولې چوپه خوله وه ،اوسبابه هم چوپه خوله وي .


زما ددې خبرو معنا دانده چې په افغانستان کې دي هر څوک داسلام مقدس دين اويازموږنورومقدساتو سپکاوی وکړی .خوچې کله مې دافغانستان په ملي تلويزيون کې داخبر واورېد چي په پکتيا کې دکوم اسلامي حرکت  چې نوم  ئي مادکاغذ دنشتوالی له امله ونشو ليکلاي ځکه يو ځاي ميلمه وم ، همدا ړډول  دپکتيا دقوی شورا،دپکتيا دمخورو اونورونهادونو نومونه هم واخيستل شوه ،په اوريدو سره ئي هک پک پاته شوم اوسمدلاسه مي بې واره دټولوتر مخ د خولې ووتل ،((الاگله دائي لابله )) دابيادپښتنو پر خلاف  د يوې بلي دسيسې پيل شو .


هغه  پدې دليل :دمعلوماتو له مخی سيد پرويز كامبخش په دې تورن دى چې له اېټنرنيټ پاڼو څخه يې يوه يادوې  مقالې اخيستې او بيا يې ويشلې دي . دغه مقاله پوښتنه کوي چې ولې اسلام نارينه وو ته د څلور ښځو حق ورکړى او ښځې نشې کولى څلورميړونه ولري . له بلې خوا کامبخش بيا بيا د مقالې د اخيستلو يا ويشلو تور رد کړى دى .


بلې ! کيداي شی نوموړی دامقاله را ايستلې وي اويايې د خپلو همزولوسره شريکه کړې وي ،ځکه ځوان دی ځوانان احساسا تی وي ،دامسله به  ورته ډېره جالبه ښکاره شوې وي ،چې ولي داسي کيږي . ددې مسلې په رېښه خو هر ځوان او هغه کسان چې داسلامي علوموپه برخه کې معلومات ونلري نه پوهېږي .


دازموږ اوددولتي چارواکوگناه ده چي ولس مودتعليم اوتحصيل  له نعمت نه محروم  پاته  شوئ  دی .


داسلام خلاقيت پدې کښي دي چې علم ئي پر نر اوښځه فرض گرځولی .رښتيا خوداده يو مجرته د مرگ سزاورکول  ډيره لويه جزاده چې يوه چاته ورکول کېږي ،دشريعت  له مخې يوقاضي  پدي مکلف گڼل شوی چي دهرې جزا خو په ځانگړې توگه دمرگ دسزا په ټاکلوکي بايد له بې حده احتياط اوغورنه کار واخيستل  شی . موږپدې باوريوچې يو انسان له خدايي نعمت يعني ژوندڅخه تر محرو مېدو بله ډيره ښه لار به دا واي چې  دهغه داصلاح اوتربيې لپاره کار وشی . که زموږ په هيوادکې پر هر ه گناه باندي يوڅوک اعدام شی پدې باورلرو چي دولتی محاکم به ئې په ځړېدو ونه رسيږې .


دامقالې چې اخوس ئې  په ويش  يو افغان تورن دی يوه ايرانی ليکوال ليکلې اوپه ايرانی ويب سايټ کې تر اوسه پرتې دي هره ورځ ئې په نړی اوهمدې افغانستان کې  په سلهاوانسانا ن  لولی ،دغه ځوان کومه اختراع اونړيوال کشف نه دی کړی .


که حقيقت  ته ځير شونوتر موږ افغانانو وړاندي بايد ايرانی اخوندان چې  هر شيبه غواړي  تر څوموږته اسلامي قواعد رازده کړی، اودوی تر هرچا ځانونه داسلام مدافعين بولي،هغوي ولې ددې مقالې دليکونکی په مقابل کې  چوپ دی .دوي دسلمان رشدی پر خلاف چې په انگلستان کې اوسېده دکفر فتواصادره کړه اودهغه پر مرگ ئي جايزه کښېښودل ولې دخپلو ايرانی ليکوالو په اړوند خاموشی غوره لار بولي ،هغوي ددې مسلې ننداره کوی اوموږ ته ملي پرابلمونه  جوړوي  .


طالبان  چې تر ټولوپه سرسخته مسلمانانومشهوردی  پدې پوهېږي چې دا دماشومانو لوبه ده ځکه ئې هيڅ نوع غبرگون پدې اړه چاونه ليد.


که چيري دسيد پرويز كامبخش  اشتباه رښتياهم دومره لويه وی چې  جزائې مرگ ده،خودادی دبلخ ابتدائيه محکمې  په خپله پرېګړه کې هغه ته دمرگ سزا واورول ، دمحکمې پرېګړه په ټوله نړئ کي دسالم عقل خاوندا نواودنړيوالوبشری سازمانونو لخوا وغندل شوه . اوډيرو پدې هکله څرگند وويل چي پداسي عجولانه پرېکړو نه بايد داسلام مقدس دين نړيوالوپه ذهنيتونوکې بد معرفی شي . اسلامی حقيقت کې داسی نه دی لکه چې دابتدائيه محکمئ پرېکړه يې منعکسوی .دحضرت محمد (ص) په وخت کې کفار بخښل شوی دي اويا مسلمانانوهم داسي سهوی کړي که يې دغو قاضايانوته پلاس ورکړواي   چپه به ئې حلال کړی واي ،ولې انحضرت ديوه پيغمبر اوعالم شخصيت په توگه هغوي ته حوسله کول اوهغوي ئې پسله نصيحت اولارښودنې بخښل .دحضرت محمد (ص) دغه عالي اومنصفانه صفات برخورد اوله ،هربانی ډک رويش و چې دهرچاپه زړونو کې ئي ځاي درلود . دده دښمنا نوهيڅ وخت داسي اسناد تر لاسه نشوه کړاي چې په هغوي دخداي پيغمبر بدنام کړی . که رښتيا ووايو دحضرت محمد (ص) نيک اخلاق ،نيک کردار ،پراخه حوصله اودبخښنې خصلت ددي لامل شو چې په ډيره چټکی داسلام لمن  په ټوله نړی کې پراخه شوه .


که داسلام  څيره پدغه ډول خلکوته وړاندي شوې واي  لکه چې اوس يوشمير اسلام دښمنه اوداسلام پر نامه سياسي سوداگر له هغه  نه استفاده کوي،پدې پوره ډاډ لرم چې دخداي پيغمبر به داکسان له ځان څخه ليري کړي واي  .


داساسی قانون له مخې يومجرم  په ترتيب سره په ټولومحکمو کې  دخپلې دوسې دڅېړلو اوبياغور کولو حق لري  تر اوسه دده په هکله دبلخ ابتدائيه محکمې  پرېکړه کړېده تر هغه  وروسته  مرافعه ،اوستره محکمه يا استناف  لاپاته دي، دمعلو ماتو له مخې هغه استناف طلبه شوی دی اوس  ئي دوسيه په استناف کې تر څېړنې لاندي ده ،که دغې محکمه هم دهغه کړنه دمرگ دجزالايقه وبولی  داساسي قانو ن له مخې  بايد وروستۍ  پرېکړه جمهور رئيس وکړې .


پدې هکله دفبروری پر ۵ نيټه په يوه خبري کنفرانس کې چې دبلې مسلې لپاره جوړ شوی و،خوژورنالستانو دخپلې مسلکی علاقې له مخې دجمهوررئيس دوياند څخه د سيد پرويز كامبخش   ۲۳ کلن زلمی دبرخليک په هکله هم پوښتنې وکړې ، ترکومه ځايه چې زموږ  ټول چارواکي مهمي خبري په دری کوی اودوياند ئي پښتوهم ممکن زده نه وی ،زه ئې دژباړي څخه قصدأ صرف  نظر کوم دهغه خبري دهغه په ژبه په  راوړم ،هغه ټولوته داسی وويل : ((كرزی روند قضايي خبرنگار افغان محكوم به اعدام را به دقت زيرنظر دارد،رييس‌جمهور افغانستان با ابراز نگراني از حكم اعدام خبرنگار اين كشور كه متهم به توهين به اسلام شده، اعلام كرد كه تا اعلام حكم نهايي دادگاه نمي‌تواند در اين رابطه اظهار نظر كند.


به گزارش ايسنا به نقل از خبرگزاري رويتر، سخنگوي حامد كرزي گفت : حكم خبرنگار افغانستان كه متهم به توهين به اسلام شده صادر گرديده و كرزی تا صدور حكم نهايي نمي تواند در اين رابطه دخالتي داشته باشد.


حكم اعدام كامبخش اعتراضات بين‌المللي را در برداشته و سازمان‌هاي مختلف تغيير اين حكم را خواستار شده‌اند.


همايون حميدزاده گفت : روند قضايي در جريان است . البته رييس‌جمهور از اين موضوع نگران است و روند را از نزديك زيرنظر دارد.


وي افزود: دولت پس از صدور حكم نهايي دادگاه مي تواند وارد عمل شود. هرگونه اقدام در اين راستا براساس قانون اساسي، تعهدات بين‌المللي و احترام به حقوق بشر خواهد بود .)) پدې هيله چي زموږ جمهور ریيس پردې خبره سبا دخپل همېشنی عادت له مخي پښېمان نشي .


گوری داټول قانونی مراجع لاپر خپل ځاي پاته دی ،دادهغوي صلاحيت اومسوليت دی چې په افغانستان کې داسلام ددين اوافغانانودانساني کرامت څخه حفاظت اوحراست وکړی . لکه چي جنگسلاروته وايو، تنظيم سالار اوداسلام دمقدس دين سياسی سوداگرهم  بايد داومنی چې په افغانستان کې دهغه اساسي قانون پر بنياد چې په درېمه ماده  کې ئي  لمر غوندي روښانه نويشته شوی دي چې :په افغانستان كې هېڅ قانون نشي نافذيدلى چې د اسلام د سپېڅلي دين او په دې اساسي قانون كې د راغلو ارزښتونو، مخالف وي. دولت به خپله چاته اجازه ورنکړي  چڅ داسلام دمقدس دين خلاف کړنې تر سره کړي له دې امله نور څوک  حق نلری پر محاکمو سياسي اجتماعی فشارونه رانه وړی ،تر څو محکمې ددوي په خوښه پرېکړي وکړي .


اوس دپورته  مادې تر لوستلو وروسته تاسو فکر وکړی  چې دمحاکموپر پرېکړو نظارت اوياهغوي ته لارښو دنه دچادنده بولۍ ؟


دهمدې اساسي قانون د (( ۲۲  مې  مادې  په دوهم بند)) کې داسي وايي : د افغانستان اتباع دقانون په وړاندې مساوي حقوق او وجايب لري. دقانون  در ويشتمه ماده بياوایی  : ژوند د خداى دى، هېڅوك له قانوني مجوزه پرته له دې حقه لورېينه او د انسان طبيعي حق بې برخې كېداى نشي .


دلته ندي راغلې چې دکوم ولايت جرگه کولاي شی دمحکمې دپرېکړې په هکله پر محاکمو ټولنيز فشارواچوی تر څو محکمه ددغه فشارپر بنياد مجبوره شی ديوه تنظيم دخوښی  مطابق  غيرعادلانه حکم صادر کړي .  ادامه لري ، دا ځای کليک کړئ