افغانستان – ډيورنډ لاين – پښتونستان/ دريمه برخه
ليکنه: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
ح . فلسطين قضيه ، ډيورنډ لاين مسئله ، کشمير لانجه
په دغو بيلابيلو سيمو د انګريزي استعمار لخوا په ويښه ، اختياري او د ظلم نه ډک په خپل سر او خوښه يو اړخيزې په بيل بيل نومونو کرښې ويستل شوې دي .دغه سيمې د نړۍ تر ټولو کړکيچنې لانجمنې ګواښ لرونکي پوست کلونيال سيمې دي .د دغه هيوادونو ولسونه د کولونياليزم او امپيرياليزم په ضد اسلامي جهاد يو برحقه غبرګون پيژندلی دی . د دغې سيمو ولسونو ته کړکيچونه د انګريزانو د استعمار لخوا رامنځته شوې دي . امريکايان بايد د انګريز نړيوال امپاير تيروتنې کړکيچونه په نړيوالو منل شوو نورمونو کې حل او فصل کړي . تر څو چې د خلکو اعتبار پر امريکايانو راشي . دغو زړو کړکيچونو نوي کړکيچونه رامنځته کړي . بايد په سوله ، خبرو اترو ، په اصولي کچه او ګرانټي حل شي . تر څو چې اسلامي ترهګرۍ ته د پای ټکی کيښودل شي . خلک خپلې مايوسي ، سرټيټوالي ، غلامي ، په بدل کې نفرت ، بغاوت ، پاڅون ، په اسلامي جهادي غبرګون کې لټوي .امريکايا که دغه ګرانه جګړه ګټل غواړي او په نړۍ کې نوي سياسي ولسواک نظم له افغان هندوکشه تر مراکشه راوستل او قايمول غواړي . بايد په دې وپوهيږي چې دغه ولسونه په زور د انګريزي کولونيال امپيرياليزم سره ويشلي دي . دلته خلکو ډېر کړکيچونه ، لوږه ليدلې ده . له ناورينو سره مخامخ شوې او قربانۍ يې ورکړې دي . دلته خلک ستړي دي او په ريښتيا سولييز ارامه ژوند او حل غواړي .
فلسطينيانو پس له څلويښتو کلونو قربانيو اوس د غزا په تراړه کې د خپلواکۍ پيل کړی . کشمير د کشميريانو دی بايد د هند ، پاکستان او چين پوځونه له اسيايي سويس څخه ژر تر ژره ووځي . کشمير يوه غير پوځي سيمه اعلان شي . دا لومړی ځل دی چې د زلزله ځپلو د مرستو په وجه د کشمير د کنټرول يا اوربند کرښې ته د مشرف له مخالفت سره سره د ناتو پوځي الوتکې ورسيدلي . بايد د نړۍ پام د کشمير لانجې څخه ونه ګرځي . ايله اوس بيل شويو کشميري کورنيو غړيو له يو بل سره وکتل . د کشميريانو يوه هيله ترسره شوه .
د امريکې پوځي يرغل د افغانستان په طالبانو باندې بې د پاکستان له شنې اشارې څخه ډېر ګران و . پاکستان امريکې ته د دغې سياسي ، نظامي او استخباراتي مرستو ورکولو په بدل کې نه يواځې د پاکستان خپله سياسي او پوځي ستراتيژي د افغانستان ، کشمير او هند په اړه په بنسټ کې دړې وړې کړی شو . بلکې پاکستان يې په خپل جغرافيي بنسټيز موجوديت کې وښوروه او يا ولړزوه . امريکې په سيمه کې يو پخوانی انډول له لاسه ورکړی . له پاکستان څخه د امريکې پوځي اډې افغانستان ته او د پخواني شوروي اتحاد جمهوريتونو نه په وتو دي .
پاکستان خپله راتلونکې د پخواني يوګوسلاويا په څير ګوري . همدا وجه ده چې ډيورنډ کرښې ته د پاکستان په کورني سياست کې له افغانستان څخه ډېر جدي ارزښت ورکول کيږي .
په ١٩٧١ کال کې کله چې له ختيځ پاکستان څخه بنګلديش جوړ شو ، د پاکستان وجود او پايښت ، بهرني او کورني سياست د پنځوسو کلونو راهيسې په څلورو مټو ولاړ دی . د کشمير مسئله ، له افغانستان سره د پښتونستان مسئله ، د اتومي وسلو پروګرام ، د مذهبي بنسټپالو رول ، د پاکستان په کورني امنيت او سياست کې ، د دغې هرې مټې له منځه تلل ، د پاکستان وجود بدلولی شي .
د پاکستان څلور ايالتونه په خپل تاريخ کې يو بل سره نږدې شوي ندي ، بلکې له يو بل څخه په واټن کې روان دي . درې صوبې په پنجاب باندې بې باوره شوې دي .
دوی پاکستان ته پنجاب او پنجاب ته پاکستان وايي .
د پاکستان سياستوال او سياسي ګوندونه په هر سياسي کړکيچ کې د پاکستان ماتيدل ويني . د کالاباغ بند په ټول ملک کې تود بحث راپور ته کړی چې کالاباغ بند به پاکستان ماتوي . دوی وايي ، مشرف به يا پاکستان غواړي يا کالاباغ ډيم .
د بلوچانو مشر اختر منګل وويل ، پنجاب او پنجاب پوځ د پښتنو او بلوچانو پارول غواړي او دغه بند يواځې د پنجاب لپاره دی .
فضل الرحمن وويل . په قبايلي علاقو کې د پوځ کاروايي مقصد قبايل عوام د پاکستان نه جدا کول دي .
امريکايان په پاکستان کې د ISI تر مرۍ لاندې د اسلامي بنسټپالو ترهګرو القاعدې روزنه او فابريکې ويني . القاعده د ازادو قبايلو په پټاره کې بې له کوم ډار او ممانعت څخه د ISI په لارښودنه تګ او راتګ کوي . د قبايلو له ميلمه پالنې او ژور اسلامي احساس څخه ناوړه ګټه اخلي . امريکايان او انګريزان پوهيږي چې پاکستان په پنځوسو کالو کې ونشوای کړی چې ازادي قباييلي سيمې تر خپل کنټرول لاندې راولي . دغه سيمې د قانون تشه لري . يواځې يو د پښتون افغان ملي حکومت په اداري چوکاټ کې دغه سيمې د ترهګرو او بنسټپالو څخه خلاصيدی شي . دغه سيمه تر اوسه د پاکستان په اساسي قانون کې خاص اداري ځای لري . په افغانستان کې د دوی لپاره په اداري سيستم کې يو وزارت بېل کړی شوی دی . دغې سيمې ته ايله اوس پاکستان د نړيوالې ترهګرۍ په ضد جګړې په پلمه خپل اتيا زره کسيزه پوځ ليږلی دی . دغه پوځ په سيمه هيڅ کنټرول نه لري په شمالي وزيرستان او بلوچستان کې د پوځ په ضد د جګړو او نا امنۍ زياتوالی ليدل کيږي .
په امريکا کې د پرويز مشرف وړانديز د ډيورنډ په کرښه او يا په ګډه پوله باندې د اغزي لرونکي تار لګولو هڅه له يو خوا د دۀ سياسي سادګي ، بې تجربګي او د افغانستان په دې نويو سياسي حالاتو کې او دغه راز په دغه لوی نړيوال کړکيچ کې د هغه وارخطا يي څرګندوي . له بلې خوا مشرف د اسرايلو جمهور ريئس شارون څخه په پټو ناستو کې زده کړې چې د افغان ولس په زړه اغزن تار راتاو کړي لکه اسرايلو چې په فلسطين کې دغه کار کړی . دغه اغزن خوب به تر هغه تر سره نشي تر څو چې يو پښتون ژوندی وي . دغه ډول څرګندونې په دغسې حساسو سياسي شيبو کې د افغان پښتون ولس احساسات راپاروي . ځکه د کرښې دواړو خواو ته له پيړيو راهيسې پښتانه اوسيږي . له يو بل سره ژورې کلتوري او ژبنۍ نه شليدونکې اړيکې لري . د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړو ګډې کورنۍ اوسيږي . يو قام ژوند کوي او دا ديوال د ترهګرۍ د له منځه تللو سبب نه کيږي چې د يوه ولس او يوې کورنۍ د غړو تر منځ د تګ او راتګ او اړيکو مخه ونيسي .
د افغانستان او پاکستان پولې معلومې ندي . افغانانو په دې اړه تل احتجاجونه کړي . بل هيڅ څوک يعنې پښتون ضد قوتونه نشي کولی په دغه مسئله خبرې وکړي ، ځکه دا کرښه يواځې او يواځې د پښتنو تر منځه ويستل شوې ده . پاکستان غواړي د پښتونخوا او قبايلو مشرانو نه هيريدونکي نه ماتيدونکي هيلې يعنې د ډيورنډ کرښې په ټولول ، د خپل پلارني هيواد او خپلې مورنۍ خاورې سره يو ځای کيدل د يو ځواکمن پښتون افغان ملي دولت جوړول ، مخه ونيسي . همدا وجه ده چې د پښتنو د هيواد پالنې ، د يووالي پاک احساسات ، ملي او خپلواکي خوښونکي غورځنګونه په اسلامي بې نامه او بې نشانه احساساتي کانالونو کې راټيټ ، ويشل او نستل کيږي . د کرښې په دواړو خواو کې د پښتنو د يووالي ناسيوناليزم ويښتيا وځپي .
پاکستان تل په افغانستان کې په سياسي ، اقتصادي کچه يو کمزور او په کورنيو چارو کې بوخت د دوی پلوی حکومت غوښتی دی . چې له يوې خوا د خپل زورور مشر ورور هند ناارامه وي . له بلې خوا له افغانستان څخه پاکستان په سيمه کې ډېر يواځی دی . پاکستان هڅه کوي چې په يو لاس دوی موخې او دغه کړکيچونه کنټرول کړي . په يو لاس د ډيورنډ کرښې لانجه او د پښتنو بنسټپالو اغيز ، په بل لاس کې د کشمير لانجه او اتومي وسلو کړکيچ له هند سره ، اوس پاکستان ته ډېره ګرانه ده چې بيلانس وساتي . پاکستان نږدي خپل ټول عمر په نظامي حکومتونو کې تېر کړی دی .
افغانستان ، پښتونخوا او سيمې ته امريکايان نه يواځې له پرمخ تللې وسلو سره راغلي بلکې پراخه اقتصادي، سياسي پانګه اچونې اوږد مهاله استراتيژيکي پلانونو سره راغلي دي .
له پاکستان سره د امريکې ملګرتوب د روسانو په ضد و . پاکستان له پيدايښته په نړۍ کې د جبهو او کړکيچو دولت پيژندل شوی دی . د هند سره په پوله د کشمير لانجه له افغانستان سره د ډيورنډ لاين مسئله چې تر اوسه پاکستان ونشوای کړی حل يې کړي . امريکايان د کشمير په لانجه کې د هند او پاکستان لخوا د اتومي وسلو د استعمال ګواښ هم ويني . سيمې ته اتومي جګړې ستر ګواښ دی . همدا اوس د پاکستان په اتومي وسلو د امريکې کنترول شته .
همداسې له سعودي عربستان څخه امريکا يانو نږدې خپلې ټولې اډې عراق ته ويستلې . د بن لادن جهاد د امريکې په ضد د يولسم سپتمبر نږدې ټول هوايي يرغل کوونکي له عربستان څخه وو. طالبان نن هم د سپتمبر په پيښو کې د لاس نه لرلو ادعا کوي . د لندن بمي چاودنو پړه انګلستان په پاکستان کې پر ځينو کړيو واچوله .
خ ، د امريکې متحده ايالات ، ناټو ، افغانستان
امريکايان انګريزان دا ځل د افغان باتوره ولس افغان پوهنې تاريخ ته لږ کتلې راغلي معلوميږي . ناتو ځواکونه اوس په ټول افغانستان کې خوار او پوځي عمليات پيلوي . د ورسا تړون په له منځه تلو کې افغان ولس لوی رول ولوبولو . د ناټو موجوديت يې له ګواښ سره مخماخ کړو ، ځکه د شمالي اتلانتيک تړون د وارا تړون په دفاع کې جوړ شوی و .
ناټو تړون خپلو پوځونو ته اجازه نه ورکوله چې له خپلو پولو څخه بهر پوځي عمليات وکړي . افغانانو د ناټو تړون په بنسټ کې بدلونونه راوستل . امريکايان ، انګريزان ، روسان پوهيږي چې يونيفورم لرونکی پوځ په افغانستان کې نه پاتې کيږي ، ماتيږي .
شمالي اتلانتيک يا ناټو غړو هيواونو هغه پلانونه منلي چې د افغانستان سوئيل ختيځو سيمو ته خپل ځواکونه غځوي . د افغانانو سره د ناټو پوځونه چلند د اتلافي ځواکونو چلند سره بايد توپير ولري .ترڅو چې د ولس روحيه د غو پوځونو په مقابل کې په مسبته بدله شي . امريکايان افغانان په دې پوهول غواړي چې افغانان له نړۍ سره نشي جنګيدلی . ريښتيا هم افغانان نه غواړي او نه شي کولی دا مهال له نړۍ سره وجنګيږي .
د ديرشو کالو جګړو څخه وروسته زمونږ خبره د سولې او امن ده . که امريکايان او د دوی ملګري همداسې يواځې د خپلو موخو او پلانونو عملي کول غواړي ، د افغان ولس راتلونکي حکومت او پر ستونځو باندې سترګې پټوي . خپل پوځي ، اقتصادي عمليات تر سره کوي او خپلې ګټې خوندي کول غواړي . افغان ولس ته د شک په سترګه ګوري نو امريکايان او ناتو پوځونه د افغانانو په خاوره کې ناکامه او په سيمه کې نشي پاتې کېدلی .ځکه پښتانه په افغانستان او سيمه کې د واک ، ځواک ، اوسولې ته لوی فکتور دي . همدا اوس د يوې وړې ماتې شوې ډلې په وجه د افغانستان څخه د ويتنام بوی راځي . ناټو په خپل تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د خپل پايښت پوځي ازموينه ورکوي . زمونږ د ملي هيلو بری به د ناتو بری په نړۍ کې وي .
د امريکې او ناټو هيواونو ملي ګټې تر هغه نشي تر سره کيدای تر څو چې د افغانستان ملي ګټې ورسره په پام کې ونه نيولی شي .
کله د ګونتانمو نه د بشر حقوقو تيري ناوړه خبرونه راځي ، د ټول منل شوي نړيوال قوانينو تر پښو لاندې کول ، بيا په افغانستان کې په ودونو بې رحمه هوايي بريدونه کيږي ، د خلکو کورونو ته په نيمه شپه د القايدې په لټه کې ورننوتل .
بيا کله د طالبانو مړي د نړيوالو منلو شويو قوانينو خلاف سوځول کيږي . په کابل او بګرام کې پټ شخصي زندانونه خلاصول او لا درکه زندانيانو ساتل . د افغانستان سوېلي ختيځې سيمې د پوځ په ژبه د No go Area د پوځي عملياتو سيمې اعلانول . د بيا رغونې پروګرام څخه محرومه له نړۍ څخه په انزوا کې ساتل او د ازاد خبريلانانو ورتګ منع معنا ورکوي . د پوځي عملياتو په ترڅ کې د سيمې له ناروغانو سره د درملنې په بدل کې پوځي استخباراتي معلوماتو لاس ته راوړل . په سوېل کې د بيارغونې چارې د پوځي عملياتو په وجه په ټپه ودرېدل ، دا ټول په ولس کې امريکايي ضد احساسات راپاروي .
له بلې خوا خلک د القاعدې له پاتيشونو څخه ، د دينې علماو ، ښوونکو وژلو او ښونځيو سوځولو او له خپل ورور وژنې او زورولو څخه هم پزې ته راغلي دي .
د . د نوي غښتلي ، خپلواک، ولسواک افغانستان راتلونکې
لنډه دا چې خلک نور صبر له لاسه ورکي . ورکړ شوي وعدې ندي ترسره شوي . افغانستان په خپل تاريخ کې د دومره لوی نړيوال مالي او اقتصادي ملاتړ څخه برخمن نه ولکه نن .
د ډيورنډ کرښې هيڅ وخت دومره د نړيوال سياست پام خپل ځان ته ندی رااړولی ، لکه نن
د دې کرښې د رسمي له منځه تللو ته هيڅ وخت دومره توکي نه وو راټول شوي لکه نن
مونږ لر او بر افغانان يووالي او پيوستون ته ، ملي دولت جوړولو ته هيڅ وخت دومره نږدي او اړ نه وو لکه نن .
نړيواله ټولنه او د ناټو هيوادونه غواړي افغانستان د نړۍ ولسونو ته د ولسواکۍ او سولييز ژوند يوه بېلګه وروپيژني . د دوی ناکامي په افغانستان کې زمونږ تاريخي ناکامي ده .
د افغانستان اوسنی سياست د ډيورنډ کرښې په اړه د يو پوه ، عالم ، منځلاري ، هيوادپال ، په نړيوال سياست کې وارد ، په هوډ کې کلک لکه شهيد محمد داود خان غوندې افغان ولسمشر او مشرانو ته اړتيا لري .
دغاه طلايي جانس چې نن نړيوالې ټولنې افغانستان ته په بيا رغونه کې پس له ديرش کلنې اوږدې جګړې ورکړی دی ، د نړيوالې ټولنې لخوا د افغانانو او د امريکايانو له لاسه وځي . که حقيقتونو ته ، ملي هيلو ته پام ونشي ، سيمه په اور کې ډوبيږي . افغان دښمنه ځواکونه د افغانستان د نورو تباهۍ پلانونه جوړوي .
دا مهال دلته په افغانستان کې نوي سالم ولسيز لوی فکر کولول ته ، چټک پر مختګ او ملي سياست ته د څو ګوتو په شمار ملي ولسواک ګوندونو ته ډېر اړتيا شته . بدلون ، اوږدې مودې ته ، سړی سينې ته ، کلک هوډ ته ، پاک ملي سياستپوهانو ته اړتيا لري .د پښتونستان مسئلې حل لپاره د ټولو پښتنو او د افغان په خاوره کې د ملي يووالي احساس لرونکي اوسيدونکو وګړو ته د يوې ملي جرګې رابللو لاره بايد خلاصه شي .
اتفاق په پښتانه کې پيدا نشو
ګنې ما به د مغل ګريوان پاره کړ
د خيبر دره خو لار د تلو راتلو ده
په کابل او پيښور کې افغان يو دی
پيښور دی او که کوټه زما کور دی
که کابل که کندهار دی زما ورور دی
هر خاين چي دې کې خنډ اچول غواړي
که د لر دی که بر دی مخ يې تور دی