کور / رسنۍ / ولې طالب پلوي زياتيږي !؟

ولې طالب پلوي زياتيږي !؟

ولې طالب پلوي زياتيږي !؟

په يوه ټولنه کې چې وګړي يې دډېروستونزو،تکليفونو او ان دوينواو سر په قربانۍ دهېواد خپلواکي راولي دبل هر وخت لپا ره ديته اماده وي چې د اسلا مي او فرهنګي ضد،نورو تېريو او بې عدالتيو پر وړاند ې چې ددوى حقوق پکې تر پښولاندې کيږې غږپورته کړي ، مخالفت څرګند کړي اوان مبارزه پېل کړي.
په افغانستان کې چې له تېروڅولسيزوجنګ جګړو او بدبختيو راوروسته دروښنفکرانو په وينا ډيموکراسي راغله عاموافغانانوپه دې اړه له تصوره هم زياته تمه لرله چې له دې وروسته به سوکالي راشي ،عدالت به تاءمين او امنيت به ټينګ شي ،پردوى به ظلمونه- نه کيږي ،حق به يې نه خوړل کيږي او هره پريکړه به داسلامي اساسا تو پر بنياد تر سره کيږي ،خودايواځې دخوب لېدل ؤ .
دښاغلي حامد کرزي د لومړنۍ دورې حکومت تر درېو کلونو پورې د- ولس تمه داوه چې دوى سره به د عدالت په ترازو حساب او کتاب کيږي او په تمامه مانا به دوى له خپلو حقوقو څخه برخه مندشي ،
چې همدې تمې او امېدونو په ټولو برخو کې حکومتي چارو ته ډاډ وربخښلى وو، خودلومړۍ دورې تر وروستيو دوو کلونو دخلکودغه انتظار پايې ته ورسېد او ورو ، ورو د- اولس ددغو توقعاتو دنه پوره کېدو په پايله کې نارضايت پېل شو او وده يې و کړه ، کله چې بيا ټاکنې راورسېدې هرکانديد تر خپله وسه دلرلې تجربې په اساس په ماهرانه ډول دجادويې الفاظوڅخه په استفادې او تيرو تېروتنو ته په اشارو دراتلونکې لپاره ژمنې پېل کړې زيات کانديدان دکمپاين پر مهال جدي ښکاريده او دډېرو غټو ستونزو اوچلېنجونوپروړاندې به په تنده لهجه غږېده چې نوربه اولس ته ارامي او سوکالي راوړي ، نتيجه يې دا شوه چې خلکو دنو رو کانديدانو پرځاى يو ځل بيا په ښاغلي حامد کرزي باوروکړ او نوموړي د دويم ځل لپا ره دجمهوري رياست څوکۍ وګټله خو داچې په ولس کې ستونزې ډېرې وې پر ضد يې اولس عملي اقداماتو ته سترګې په لار ؤ خونه يوازې داچې دهغوى غږ په سمه توګه ونه اورېدل شو ،دستونزوحل لا رې يې ونه پلټل شوې او امنيتي ستونزې په بشپړه توګه حل نشوې بلکې لا پسې په هره برخه کې ستونزې زياتې شوې .
بله داچې دطالبانو له خواعقيدوي او سياسي مبارزه هم ګړندۍ شوه،که څه هم طالبانو دامريکا اود هغوى د متحدينوپه مټ يې په هېواد کې ماتې وخوړه خو ريښې يې بيا هم تاندې پاتې شوې اوخپله مبارزه يې جاري وساتله داچې دوى څوک دي دځينو نظرياتو او سياسي وضيعت له مخې دغه ډله په څو برخو وېشلاى شو يوه يې هغه ده چې په عقيد وي لحاظ مبارزه کوي بهرنيان يرغلګر بولي ،دهغوى کړنې ددې ټولنې او اسلامي اساساتو خلاف بولي اودهغوى موجوديت داسلام او شريعت په وړاندې له تو طيو ډک ګڼي ، دويمه ډله طالبان بيا دپاکستان استخباراتي شبکې لخواحمايه کيږي او هڅه کوي چې دځېنوعقيدوي مسايلو په وړاندې کولوسره په اولس کې ځاى ترلاسه او دموجوده نظام ګډوډولوهڅې جاري وساتي ددرېمې ډلې طالبانو په اړه داسې نظر موجوددى چې ديو شمېر بهرنيانو له خوا په غېرمستقيم ډول حمايه کيږي ،هغوى پېسې او وسلې ورکوي چې داکار ښايې دطالبانو اصلي څېرې رابربنډول او يه هم له دې لارې دهغوى مخنيوى وي خوداسې اندېښنې هم شته دطالب مسئله يوه معما ګرزېدلې او داچې څومره بهرني هېوادونه په افغانستان کې دامنيت راوستل په موخه راغلي په خپل منځ کې يې يو بل ته نيتونه ښه نه دي او هر يو يې غواړي چې په سيمه کې خپل اثر رسوخ وساتي چې ښايې دهمدوې له خوايوه ډله تمويل اودنورو په خلاف يې راپورته کړي ، چې ددې کاريو علت زما په اند دامريکا پام اوښتل دپاکستان قبايلي سيموته چې په وينايې د القاعدې ډلې ځېنې مشران پکې پټ دي چې داپاملرنه دبرېتانيا لپا ره هېڅکله هم دمنلو وړ نده ځکه پاکستان له بريتانيې څخه دخپلواکۍ وروسته هم تر اغېزلاندې او نږدې دوست پاتې شوى او پدې کې هم لا شک نشته چې ددغه هېواد استخباراتي شبکه کې دې برېتانېه هم ونډه ولري ، بل علت يې په افغانستان کې دناټو غړيو هېوادونو ترمنځ دنظر يووالي نه موجوديت دى او هريو په خپلو ځانګړو اهدافو پسې لګېدلي دي چې اساسي هدف يې له پامه غورځولى دى داچې نړيواله ټولنه غواړي چې په افغانستان کې امنيت راولي او بياهم دډېرو امکاناتو ،ډالرو او زيات وخت سره يې داکار ونه شو کړاى داچې ولې دې ستونزو ته دپاې ټکى پېدا نه شو زما په اند څو علتونه يې په ګوته کوم :
1- ښاغلي کرزي او ادارې ته يې دچارواکونه وفاداري او عدم مسؤليت چې داهم په خپل ذات کې دوه اساسه لري ،يو يې دښاغلي کرزي فکري او سياسي ډلې نشتوالى چې پلويان يې پرې راټول او پريکړو ته يې وفادار واوسي بله داچې دروابطو نه په ګټې اخستنې کار اهل دکار ته نه سپارل دي.
2- د هېواد په محاکمو کې شرعي پريکړو ته شاکول ،دځينو بهرنيو هغومؤسسوچې دبشر حقوقو شعار ونه ورکوي او دجوړ جاړي له مخې پريکړې کوي.
3- دعدم قانونيت اوبې انصافۍ فضا رامنځته کېدل او دخپل حق په پېسو ترلاسه کول.
4- له ظالم څخه مظلوم ته نجات نه ورکول بلکې دظالم ملاتړکېدل .
5- په حقايقو پرده غوړول او دڅو محدودووګړو لخواشخصي ګټو دخونديتوب لپاره داولس او خلکو په سترګو کې شګې اچول .
6- مرکزي دولت سره موازي محلي استبدادي حکومتونه رامنځته کېدل .
7- په مجموع کې له خداېه ياغيتوب او له اوامرويې په هره برخه کې سرغړونې ځکه که ديوې ټولنې وګړي په خپله عقېده کلک اودالله څخه وېره ولري نو په يوډګر کې به هم ستونزې او دحق تلفي ونه شي .
بايد ووايو چې زمونږځېنوديني علماؤ هم خپل رسالت ته پاملرنه نده کړې دا ځکه چې ډېرى ستونزې شته خو دوى پرې ځان نا خبره ښئ .
خپلې خبرې رالنډوم او وايم چې اوس ددې ستونزو دحل لا ره هم شته که نه او که وي څه ډول او ايا عملي کېداى هم شي که نه؟
هو دحل لار شته دا لاره له خدايه وېره او په دې ايمان لرل چې يوه ورځ به دخدا ى په وړاندې درېږم او را سره به دزرې ،زرې حساب کيږي اوداچې ديوې څوکۍ واک راکړل شوى دډالرو راټولولولپاره نه بلکې ددې لپاره چې دخلکو ترمنځ انصاف رامنځته کړم او همدا په نظر کې نيولو سره په حقه له قاطېعيت او جديت څخه کار واخلي ځکه کله چې اولس ناراضه وي ستونزې هېڅ پاى نه مومي .
خو عمل به يې زور ولري که يې زور نه درلودى نوتردې حده به نه رارسېدې ځکه چې دنن ورځ مسؤليت دهغو چارواکو په غاړه دى چې يواځې دپروژو په لکۍ پسې نښتي دي خپل جېبونه ډکوي او ځانته داخرت توخه زخيره کوي ،خو داولس غم ورسره نشته په ډېرې بې تفاوتۍ سره دهېواد کړکيچن سياسي حالت ته ورګوري او داسې فکر کوي چې دوى ترې بچ او يواځې اولس ته يې زيان رسيږي او په اولس ددوى پروا نشته همدا علت دى چې اولس له دولت څخه فاصله پېداکړې اوداچې حکومت داولس دستونزو ځواب نشي ورکولاى ضرور ده چې په سيمه کې طالب پلوي زيات شي او دحکومت په خلاف ور سره مرسته وکړي .

عـ صادق

تبصره نسته

  1. ولې طالب پلوي زیاتیږي
    کومه لیکنه چې ښاغلي صادق صیب لیکلې وه په رښتیا سره زما خوښه شوه خو زه به هم یو څه پرې امبار کړم چې ولې طالب پلوي زیاتیږي خصوصا په پښتنو سیمو کې !
    داځکه چې پښتون ولس ته په هر ځای کې په سپکه کتل دي ،او دده حق بل چا ته ورکول کیږي، دا پخپله خاوره پخپل حق وژل کیږي ،له ده لوی پښتون څخه دده ځمکه دده کور دده سارا او دده باغ په زوره اخستل کیږي لکه څنګه چې مو دوردګو په ولایت کې ولیدل چې دکرزي لالا معاون خلیلي دخپل قوم لپاره دوه ورځې احتساب کوي هغه هم په ناحقه کرزي لالا باید لس ورځې احتساب کړی وای ،له لوی پښتون څخه دده شړۍ اخستل کیږي او دده په ارمانونو دې خاورې اړول کیږي او دده ځامن ،کورنۍ ،کور او کلی په بمونو ړنګول کیږي او کرزی لالا بیا وروسته یو کمیسون جوړ کړي چې ددې پېښې علت وڅیړي .
    په دې اته کلونو کې کرزي لالا کومه پېښه سپړلې او دهغې لپاره یې دحل لاره هواره کړې ده ،شمالي ټلوالۍ چې څومره هوسونه ،عیشونه ،شهوتونه او ارمانونه دکرزي په دې فاسده اداره کې تر سره کړل په تاریخ څه چې په خوب کې هم نه و لیدلي .
    ټول لوی پښتانه په دې ښه سره پوه دي چې کرزي ولې اول معاون فهیم او بل یې خلیلي وټاکه ،ولې څه په پښتنو کې داسې څوک دسر سړي نه و که څنګه !
    ځکه خو پښتون ولس دعقیدې په بناء او دکرزي له دې بې غیرته کارونو چې دی یې کوي له ده مخ اړوي او دده او دهغه چا په ضد دریږي چې دبل ډول ته نڅا کوي .
    ستاسي ورور حیات الله ستومان

  2. ده هرڅنه مخکی زه ټولو پښتنو ورونو ته سلامونه وایم
    زه خپله خبره فه لنډ ډول کومه
    طالیب پلویی زکه ډیریګې چی وطن ته راغلی یهودان
    او زمونږ ده پیغمبر (ص)دوښمنان فه بی رهمانه ډول
    ده کوچنییو ماشومانو په وینو یی
    ده مکتب دروازیی او کیتابونه ولړل او کرزی لالا ورته
    ده نورو افغانانو فشان ګوته په غاښ دیی
    نو څنګه به بی وځله افغانان ده داسی یو بی وسه
    حکومت ملاتړ وکړیی مڼه