ننګرهار:پنځه ځانمرګې بريدکوونکې وژل شوي

65 | جون 30th, 2010


نن سهارداوه بجوپه شاوخوا کې دننګرهارپه هوايي ډګرباندې وسلوالو طالبانو ځان وژونکى بريد کړى .
دوسلوال طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دبريد مسؤليت پرغاړه اخيستى او ادعايې کړې چې دغه بريد د دوى دشپږتنه ځانمرګې بريدکوونکو لخوا ترسره شوې او په کې دوه ديرش تنه افغان اوبهرنيو ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .
نوموړې ويلي دي چې جګړې ترناوخته پورې دوام درلوده .
خوپه ننګرهارکې دايتلافي ځواکونو ويانددجګړې پخلى کوي او وايي لومړى ځانمرګى بريد دننګرهاردهوايي ډکرپه دروازه ترسره شوي چې له امله يې دايساف يوتن ټپي شوى دى،ايساف وايي چې دوه تنه ځانمرګې بريدکوونکې ددوى لخوا په ډزو ويشتل شوي دي .
بلخوا دهوايي ډګر قومندان ډګروال جهانګير وايي چې جګړه پاى ته رسيدلي او په جګړه کې يوبريدکوونکې ځانته چاودنه ورکړي،دوه تنه يې دايساف ځواکونوله لورې په ډزو ويشتل شوي اودوه نوريې دهوايي ځواک په مرسته وژلي .
نوموړې ويلي چې په دغه پيښه کې يوافغان پوليس هم ټپي شوى دى چې د درملنې لپاره دباګرام روغتون ليږدول شوى دى .

Copyright Larawbar 2007-2024