راپور: ټول طالبان دپاکستان په پنجاب کي دي

65 | جون 30th, 2010


دپاکستان داخله چارو وزارت دپوليسودمعلوماتو اود رسينو دخبرونو پربنسټ دالقاعده ډلې مهم مرکزونه په پنجاب کې دي .
پاکستاني رسنيو دغه رپوټونه وروسته له هغې خپاره کړل چې دپوليسو دمعلوماتو له مخې په پاکستان کې تردې مهال يو زرو اوه سوه پنځه شپيته ترهګر نيول شوي چې په کې اوه سوه ديرش تنه يې دسويلي پنجاب اوسيدونکې دي .
دپاکستان امنيتي چارواکې وايي چې دسريلانکاکرکټ ټيم باندې حمله،مناوه پوليس ټرايننګ سنټر باندې ترهګريزبريد او دقاعدانانو په عبادت خانو باندې حملې دپنجابي طالبانو په پياوړتيا باندې دلالت کوي .
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ په جنوبي وزيرستان کې ديوې حملې په ترڅ کې شپږ وسلوال طالبان وژل شوي وه چې شپږ واړه يې دپنجاب اوسيدونکې وه .
دپاکستان دعوامي نيشنل ګوندمشر شيخ رشيد احمد هم دغه خبرتايدوي چې دترهګرۍ په بريدونوکې زياتره پاکستاني طالبان ککړ دي خو پښتون قوم هسې بدنام کولى شي .
خيبرپختونخوا اوقبايلي سيموکې له تيرو شپږو کلونو راهيسې عمليات روان دي چې زيات قربانيان يې پښتانه دي دشنونکو په اند پاکستاني حکومت ته پکارده چې دترهګرۍ په خلاف عمليات په پنجاب ايالات کې ترسره کړي ځکه چې دغه سيمه ورځ په ورځ طالبان پياوړي کوي اودمهال هم په کې هم زيات شمير وسلوال طالبان روزل کيږي .

Copyright Larawbar 2007-2024