کور / تازه خبرونه / دفاع وزارت:مشهور طالب قوماندان مونيولى

دفاع وزارت:مشهور طالب قوماندان مونيولى

دافغانستان ددفاع وزارت وايي چې دخوست ولايت په يعقوبيو ولسوالي کې دځانګړو عملياتو په ترڅ کې دوسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان نيولى دى . دغه قوماندان نظيم الله نومېږي او په ملا نسيم مشهور دى . ددفاع وزارت له لوري خپره شوې خبر پاڼه وايي چې ملا نسيم دڅړکونو دغاړي په بم ښخونه او ځينو نورو تروريستي پېښو کې لاس درلود او ددوى په وينا دهغه له ولکې څخه ډېر باروت او دوميله وسله هم ترلاسه شوې ده . لراوبر ويپاڼي هڅه وکړه چې ددغه طالب قوماندان په اړوند دطالبانو دويندويانو غبرګون تر لاسه کړي خو ونه توانېدو.