کور / تازه خبرونه / کندهار: نړۍ والو ځواکونو عام وګړي ووژل

کندهار: نړۍ والو ځواکونو عام وګړي ووژل

دکندهار دناارامي ولسوالي پنجوايي اوسېدونکي وايي چې تېره شپه نړۍ والو ځواکونو ديوه کور ټول غړي وژلي دي . دکليوالو په وينا چې په وژل شويو کسانو کې واړه ماشومان او ښځي هم شاملي دي . يوه کليوال چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې په دغه کور کې دوسله والو طالبانو يو ځايي قوماندان هم وژل شوى دى . کليوال دوژل شويو کسانو شمېره لوړه ښيي خو افغان امنيتي ساتونکو او نړۍ والو ځواکونو له تر اوسه په دې اړوند خپل غبرګون نه دى ښودلى.