کور / مرکه / له عبيدالله جان کندهاري سره مرکه

له عبيدالله جان کندهاري سره مرکه

دا مرکه  دشهيد سردار محمد داؤد خان په دوره پوري اړوند له کندهار مجلې څخهرانقل سوې ده  سوېده
دموسيقۍ هغه هنرمندچى په کندهارکى يې په لږعمرکى ډيرشهرگټلۍ دى
شل کلن عبيدالله چى ددې ځاى په خلګوکى په عبيدالله جان سره شهرت لرى دکندهاردموسيقۍ هغوڅوتنوهنرمندانوڅخه دى چى ددې ځاي موسيقى يې ژوندۍ ساتلى اوهميشه دخوښيواوښاديوپه ټولنوکى ليدل کيږى دسندروويلو په وخت کى تل ټيپ ريکارډرونه ورته پراته وى په دالږعمرکى يې دومره اوازونه ثبت سوى دى چى شمير خپله ودوى ته ﻻ معلوم نه دى عبيدالله يولوړ قامتى زلمى دى دموسيقۍ دپاره يې ډيرى خوږى غزلى زده دى چى ډيرى دپښتو اوڅه درى دى دئ وايې چى دځينوغزلوکمپوزپخپله هم کولاى سم. دښاغلى عبيدالله څخه چى دموسيقۍ سره ددوى دارتباط په هکله موږڅه پوښتنى درلودى دوى يې په لاندى ډول جوابونه راکړيدى.
پ:ددې دپاره چى ستاسي علاقه مندان خبروى لطفاًداراته وواياست چى په ښوونځۍ کى مودرس ويلى دى،که موويلى وى ترکومى ټولگۍ پورى؟
ځ- پلى ترنهمى ټولګى پورى مى تعليم کړىدى .
پ- دموسيقۍ دهنرسره موڅه وخت راهيسي علاقه پيداسوه ؟
ځ- زه ډيروړوکى وم چى هغه وخت قطعى اندازه نسم درښودلاى دموسيقۍ سره مى ديره جوړه وه ،دموسيقۍ سره البته ټول انسانان علاقه لرى څوک وڅوک عملاً برخه پکښى واخلى زه په وړکتوب کى په زياته بيا دښوونځۍ په دوره کى همزولو تشوق کولم اوزما آواز يې خوښاوه چى په دى وجه مى په ژوند کى دغه دموسيقۍ لارپسي راواخيستل اوتراوسه لا پررارهى يم.
پ- دموسيقۍ استادلرۍ که يا؟
ودى هنرته ديووبل څخه داوريدودلارى ورروان شوى يم چى خپل ذوق مى استاد بللاى سم .
پ- په راډيوافغانستان کى موآواز ثبت سوىدى ؟
ځ- څلورکاله دمخه مى يوآواز ثبت سوىدى چى شعريې دسيد عبدالخالق شاعردى پدى مطلع پيليږى
اى دلربا دلربا نازنينه.
پ- دهيواددکوموشاعرانوشعرونه په سندروکى واياست ؟
ځ – ډيردسيدعبدالخالق اشعارچى دمخه يې نوم يادسو اومولوى ((بريالى))  اوڅودرى شعرونه مى دمختليفوشاعرانو په ياددى چى کله کله يې په سندروکى وايم.
پ- هغه شعرونه چى تاسي په سندروکى واياست يوازي عشقى اوبزمى وى اوکه نورډول هم وى؟
ځ- اجتماعى ،حماسي،تصوفى چى څه دوطن ترانى په زياته بياد جمهوريت ترانى هم په هغوکى شاملي دى.
 پ- دهيواد دکوم هنرمند آواز ياهنرموخوښ دى؟
ځ-  ټوله هنر ارزښت لرى خودآواز په هکله مى دمهوشى سره جوړه  ده.
پ- دموسيقۍ کومه اله ږغولاى سى؟
ځ- تراوسه مى دموسيقۍ کومه اله نه ده زده کړى دآکوردين او ارمونيې دزدکړى فکرراسره دۍ.
پ- په دې لار کى موڅه انعام ترلاسه کړىدى ؟
ځ- ماچى دکندهار دپوهنى اوڅه نوروکنسرټونو کى گډون کړىدى په وار وار سوغاتونه راکړل سوى دى.
پ- دموسيقۍ په مربوط مو کوم سفرکړىدى ؟
ځ- هيڅ سفرمى نه دى کړى.
پ- موږ چى ستا آوازونه اورېدلى دى اکثره هغه موسيقى ده چى په دې ځاى پورى اړه لرى آيا هيله لرى چى پرته دپلى موسيقۍ دنوروپه موسيقۍ کى هم بلدسۍ؟
ځ- بلي که ممکنه سي بده نه ده چى دلويديځى موسيقۍ سره اشنا سم.
پ- پرته دموسيقۍ دبل څه شى سره مو مينه شته؟
ځ- په ژوند کى پرته دموسيقۍ دپوهوځوانانو دمجلس سره مينه لرم.