کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٧٩ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٧٩ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٧٩ م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

١٥١:- غصه له اور څخه ده په اوبو ئې مړه کړئ.
١٥٢:- طاقت د مټو په زور نه دئ بلکي ستاسو څخه طاقت ور هغه څوک دئ چي د غصې يا غضب په وخت کي خپل ځان په کنټرول کي ولري.
١٥٣:- هغه چا چي د قهر ريښه د زړه له وادي څخه وشکوله له لويو خلکو څخه دئ.
١٥٤:- دوه شيان مي خوښېږي او نه غواړم چي د هغو څخه بېل سم:
لومړى : ښځه
دويم: عطر
١٥٥:- د بې عقله ښځو د مرکې او صحبت څخه پرته بل هيڅ شى خپه کوونکى او ستومانه کوونکى نه دئ.
١٥٦:- زه د هغي ښځي سره دښمني لرم چي د خپل مېړه څخه ګيله کوي او د کور دباندي وزي.
١٥٧:- کورواله وکړئ چي ستاسو په زياتېدو فخر وکړم.
١٥٨:- تر واده مخکي خپله ښځه و ازمويه! چي پر طلاق او فراق يعني جدايي وا نه وړي ځکه زما په وړاندي ډېر بد شى طلاق دئ.
١٥٩:- ښه ملګرى تر يوازي والي ښه دئ او يوازي والى تر بد ملګري ښه دئ.
١٦٠:- تر څو چي بدن د درد زغم ولري د درملو څخه ځان وساته او که تحمل او زغم نه ؤ نو درمل وکړه.
نور بيا………………………….