کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٧٨ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٧٨ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٧٨ م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

١٤٠:- جنت د مندو تر قدمو لاندي دئ.
١٤١:- د برکت څخه ډکه ښځه هغه ده چي مصرف کم کوي.
١٤٢:- هغه څوک نېکمرغه دئ او عمر ئې زياتېږي چي د مور او پلار سره نيکي کوي.
١٤٣:- د پلار اطاعت د الله پاک جل جلاله اطاعت دئ او د پلار نه منل د الله پاک جل جلاله نه منل دي.
١٤٤:- د خپلو پلرو سره نيکي وکړئ چي سبا ستاسو سره ستاسي اولادونه نيکي وکړي او پاک لمني اوسئ چي سبا ستاسو ښځي پاک لمني اوسي.
١٤٥:- بهترين احسان د پلار سره دا دئ چي تر مړيني وروسته ئې د دوستانو سره مينه وکړې.
١٤٦:- څوک چي د مور او پلار سره نيکي وکړي نېکمرغه دئ او الله پاک جل جلاله ئې عمر زياتوي.
١٤٧:- دوه شيان چي بدل ئې په دې نړۍ کي انسان ويني هغه د مور او پلار سره بد سلوک او ظلم دئ.
١٤٨:- ستاسو غوره وروڼه هغه دي چي ستاسو عيبونه ستاسو و خوا ته هديه کړي.
١٤٩:- د چا چي دوې ورځي په يوه ډول وي تاوان ئې کړى دئ.
١٥٠:- هغه څوک نېکمرغه دئ چي خپل عيب و ويني او د نورو عيبونه و نه لټوي.
نور بيا…………………………