کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٧٧ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٧٧ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٧٧ م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

١٣١:- غوره کليمه د حق کليمه ده چي د ظالم باچا په مخکي وويل سي.
١٣٢:- تر څو چي کولاى سى د خواهشاتو او هيلو څخه ځان وساتئ.
١٣٣:- په قناعت کي راحت دئ.
١٣٤:- پر خپلو ګناهو توبه وکاږئ او توبه کوونکى د هغه چا په شان وي لکه هيڅ ګناه چي ئې نه وې کړي.
١٣٥:- ستاسو څخه غوره کس هغه څوک دئ چي ګناه وکړي او بيا توبه ور باندي وکاږي.
١٣٦:- ستاسو څخه غوره څوک هغه دئ چي د ګناه څخه ځان ليري کړي.
١٣٧:- تر ګناه کولو وروسته عبادت وکړه چي هغه له منځه يوسي.
١٣٨:- د درو (٣) عاداتو څخه ځان وساته:
لومړى : د بخل څخه
دويم: د کبر څخه
دريم: دکينې څخه
١٣٩:- په مستحب لمونځ کولو بوخت وې او پلار دي وغواړي چي راسه نو لمونځ مه پرېږده او که دي مور وغواړي چي راسه لمونځ پرېږده او ورسه.
١٤٠:- جنت د مندو تر قدمو لاندي دئ.
نور بيا……………….