لاهور: په زيارت کې ځانمرګو ۳۵ مړه او ۱۷۰ ټپيان کړل

34 | جولای 2nd, 2010


په پنجشنبه د پاکستان د لاهور په يوه زيارت کې درې ځانمرګي بريدونه وشول چې ۳۵ زيارت کوونکي يې ووژل او څه د پاسه ۱۷۰ يې ټپيان کړل.
دا په دې مياشت کې په لاهور کې دويم لوى بريد دى.
د ۱۱ مې پېړۍ د صوفي سيد علي هجويري چې په داتا ګونج بخش هم مشهوره دى، د زيارت لپاره په سلګونو مريدان راغلي وو، دغه زيارت د ښار په زړه کې پروت دى.
ځينو رسنيو د مړو شمېر ۴۱ ښودلى، خبريالانو ويلي چې د زيارت شا او خوا لاښونه او وينې ليدل کيږي، او داسې ويره ښودل شوې چې ګواکې د مړو شمېر به تر دې هم لوړه شي.
په پاکستان کې د زيارت کولو رواج له پخوا را روان دى، او په ځانګړي ډول د جمعې په شپه په زيارتونو کې په سلګونو خلک لېدل کيږي.
د داتا ګونج بخش زيارت د دې هېواد يو له مشهورو هغو څخه دى.
د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني ويلي، چې له دې برېدونو داسې ښکاري چې ترهګر هيڅ يو مذهب، ايمان او ارزښتونه نه لري.
تر دې ګړيه لا د پيښې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

Copyright Larawbar 2007-2024