کور / وېډيوګاني / د کبيرخان او نوروز منګل سره د لراوبر مرکه

د کبيرخان او نوروز منګل سره د لراوبر مرکه

مرکه کوونکی : نذير احمد نذير


عکاسي : عبدالله احسان


دين هاخ – هالنډ

تبصره نسته

  1. زمونږ ګو نګ او کاواکه سياست به مونږ د تبا هۍ په لور بو ځي

    دنړۍ اوسنی سياست دلنډ مهاله او اوږد مهاله ګټو دترلاسه کيدو پر بنياد ايښودل شوی اودنړۍ هر هيواد نن ورځ په سيمه ايزه او نړيواله کچه دخپلو ګټو دخونديتوب په موخه يوه غښتلی ستراتيژی او په مطلوب هيواد د خپل اغيز دپريباسلو لپاره ډير پاخه پا ليسي ميکران لري او دهمدغو دقيقو او غښتلو پاليسيو په درلودو سره يا خپل هدف ته رسيدلی او يايي درسيدا هلی ځلی کوي٠

    اوس راځو ديته چه ايا مونږ افغانان هم په کوم بهرني هيواد کی ګټی لرو او کنه؟ که لرو يی نو مو نږ تر څومره بريده دغه ګټی خوندی سا تلی يا مو دتر لاسه کيدو هڅه کړی ؟ ځواب ډير ساده او اسانه دی او هغه دا چه مونږ اصلا خپلی ګټی لا تعريف کړی نه دی او يا پری نه پوهيږو په بهر کی خو لا دګټو خونديتوب پريږده مونږ په کور دننه نشو کولی دهغو مدا خلو مخه ونيسو چه نن يی موږ تر پوزی راوستی يو ځونږ دحکومت نا روښانه بهرنۍ تګلاره ، يو پر بل نه اعتماد ، ديوه ثابت دريځ نه درلودل ، او يوه کمزوری ديپلو ماسي بيا هغه څه دی چه نن يي نړيوالو او په ځانګړی ډول ځمونږ ګاونډيانو ته دا فرصت په لاس ورکړی چه دخپلو نا مشروع ګټو دلاسته راوړو په خا طر افغانستان دبزکشۍ په ډګر بدل او افغانان دنورو دګټو قرباني شي .

    که چيری مونږ غواړو چه لدغه حالت نه ځان را وباسو نو څو ټکی بايد په پام کې ولرو لمړی بايد ددولت په دننه کې د پاليسی جوړوونکو يوه داسی غښتلی ادره جوړه شی چه پدی وتوانيږی چه دخپلو ملي ګټو دخونديتوب په موخه دلنډ مهاله او اوږد مهاله ستراتيژۍ په جوړيدو سره داسی يو تګلوری خپل کړی چه له مخی يي هر افغان ولسمشر اود هغه دولت پدی مکلف وی ترڅو په هره بيه له دغی ملي ستراتيژۍ څخه پيره وي او دهغی ساتنه دخپل حکومت دبهرني سياست يو مهم اصل وګر ځوی دوهم دغه ستراتيژ ستان بايد داسی ملي او سياسي اشخاص وی چه هيڅکله يی له هغو ډلو ټپلو سره اړيکی نه درلودی چه تل يې دپر دو لپاره کار کاوه او يا اوس هم په دغه ناروغۍ اخته دی دريم داسی قوانين بايد وضع شی چه که هر چا لدغی ملي سترا تيژۍ سرغړونه وکړه او يايي پر ضد کوم ګام پورته کړ داسی مجازات شی چه بيا څوک ددی جرات ونکړی چه ځمونږ ملي ګټو ته تاوان ورسوي او که چيری کومه څرګنده ا و رڼه پاليسي او سياست ونلرو نو لری نده چه ګاونډ يان به مو دخپل ناولی سياست په لومه کې داسی را ونغاړی چه بيابه لاسونه مروړو خو وخت به تيروې .