کور / تازه خبرونه / ايساف : په زابل کي د دوو طالبانو د نيول کېدو ادعا وکړه

ايساف : په زابل کي د دوو طالبانو د نيول کېدو ادعا وکړه

د ايساف ځواکونو په يوه خبر پاڼه کي راغلي چي په زابل ولايت کي يې په يو لړ عملياتو کي دوه تنه طالبان نيولي . نوموړې خبر پاڼه وايي چي ياد طالبان يې زابل ولايت د جلدک او ترنک په ولسواليو کي نيولي . د ايساف ځواکونه د ا خبر په داسي وخت کي ورکوي چي د زابل امنتي چارواکي هم په زابل ولايت کي د دوو طالبانو د وژل کېدو او دوو نورو د ژوبل کېدو خبر ورکوي .