کور / راپور / کندهار : د روهي ادبي بهير د ٢٠٣ غونډي راپور

کندهار : د روهي ادبي بهير د ٢٠٣ غونډي راپور

کندهار ادبي دربار تېره پنجشنبه د تل په څېر بيا هم د يوې شاندارې او پرتمينې غونډي کوربه ؤ.
ياده غونډه چي د روان ١٣٨٩ يم لمريز کال د غبرگولي يا جوزا د مياشتي پر ٢٠ يمه د ماپښين پر پنځه بجې او لس دقيقې پيل سوه چې مشر يې حليم شملزى او مېلمه يې ښاغلى عطاء محمد بېباني ؤ د پيل وينا ستر ليکوال ښاغلي نجيب الله هوتکي وکړه ده ځوانانو ته د برکت د دعا تر څنګ پر دوى ږغ وکړ چي بايد ډېر حساس واوسي ، وېښ پاته سي د خداى جل جلاله د مخلوق خدمتګاران اوسي ځکه چي ځوانان د ملت سترګي دي او د وطن او فرهنګ په وړاندي يې د دوى پر اوږو د عظيمي وظيفې پېټئ پروت وباله ده د دغه مبارک حديث پر بنسټ خبرو ته دوام ورکړ چي ( خَيْرُ النَّاسِ مَنْ يَّنْفَعُ النَّاسَ ) ده ناست کسان دې ټکي ته متوجه کړه چي په دغه حديث شريف کي د (ناس) کليمه ذکر سوې ده نه د مؤمن يا مسلمان ، ځکه نو بايد د قلم په واسطه خلکو ته خير ورسول سي ، ده همدا رنګه وويل چي ، موږ دا مهال له علم ، کتاب او قلم له اشنايي پرته له موجوده مصيبوتونو څخه نسو خلاصېداى .
وروسته ښاغلي هوتکي د ( شاعر ته ) تر سرليک لاندي ادبي ټوټه ولوسته .
تر هغه وروسته د سيد آغا وطنيار له خوا ليکل سوئ ګزارش رحمت الله سمون ولوست ، پر ګزارش د کره کتني پيل عبدالنافع ثناء وکړ، ده وويل، چي د ګزارش اجزاوي بايد منظمي او پرلپسې راسي ، مثلاً ويندويان د ګزارش په آخير کي معرفي سوي وه بايد اول ياد سوي واى او د هغو نومونو يادونه هم بايد وسي چي په يادونه ارزي.
عزت الله اميد بيا دا نيوکه لرله چي د موسيقي د کورس يادونه بايد ضمني نه واى سوې ځکه چي فوق العاده غونډه وه.
د همدې موضوع سره په تړاو حاجي رحمت الله رحماني وويل چي د موسيقي د کورس يادونه بايد په سرليک کي سوې واى .
محمد يار يار بيا وويل چي د بېنوا ټولني يادونه بايد په مبالغه آميزه ډول نه واى سوې ځکه چي د ګزارش د اصولو له مخي بايد ليکوال خپل شخصي نظر ونه وايي.
سيد احمد قانع او عطاء الله محمدي وويل، چي مخکي په ګزارش کي د شاعرانو نومونه ليکل کېده اوس دا کار نه کېږي بايد وسي.
محمد يار يار يې په ځواب کي وويل ، چي د بهير اصل دا ؤ چي د شاعرانو نومونه بايد وليکل سي خو و نه لوستل سي.
د وخت د کمښت له امله د کره کتني دود ونه پالل سو او شلو تنو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل.
په ورستيو کي د غونډي مشر ښاغلي حليم شملزي غونډه وارزوله ، ده وويل چي حالاتو ته په پام سره نوموړې غونډه ډېره غنيمت غونډه وه.
ده وويل چي زموږ په وطن کي حساس خلک سته او دوى په دا ډول غونډو کي راڅرګنديږي،
ده وويل چي دښمن په لوى لاس غواړي چي د خلکو په منځ کي بېره خپره کړي او د بيري په صورت کي عقل له منځه ځي.
ده د پښتنو ترخه ژوند ته په اشاره سره وويل چي پښتانه ژوند نه کوي بلکي يوازي د ژوند تماشه کوي پر دې اساس نو موږ بايد خپل مشهور قلم پرې نږدو او نور کسان هم وهڅوو چي په دغه ډول غنيمت پروګرامونو کي برخه واخلي.
د يادوني وړ ده چي د غونډي ويندويان عزت الله اميد او رحمت الله سمون وه. غونډه ماښام لمانځه مهال د دعا په ويلو سره پاى ته ورسېده.
هغه شاعران چي په دې غونډه کي يې شعرونه ولوستل:
١:- حاجي محمد سعيد
٢:- عطاء محمد بېباني
٣:- انګار
٤:- سيد محمد ديدن
٥:- بلال احمد درانى
٦:- خير محمد هڅاند
٧:- نياز محمد فيضي
٨:- احمد نبي حيدري
٩:- رحمت الله رحماني
١٠:- لايق ځيرک
١١:- مسعود فروتن
١٢:- سيد احمد درانى
١٣:- حزب الله جهاد
١٤:- حبيب الله قلمل
١٥:- عطاء الله تاج
١٦:- نوراحمد قرآنمل
١٧:- حليم شملزى
١٨:-زاهد
١٩:-منصور
٢٠:-ګران الفتيار