کور / تازه خبرونه / زابل : د ٨ تنو د وژل کېدو ادعا سوې

زابل : د ٨ تنو د وژل کېدو ادعا سوې

د زابل ولايت د والي وياند رسوليار په دې ولايت کي د ٨ تنو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ. نوموړي همدا ډول زياته کړه چي د طالبانو د سباوون په نامه يې يو سرګروپ نيولى دئ . نوموړي زياتوي چي ياد کسان يې په شاه جوى او نوبهار ولسواليو کي د ملي اردو او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کي وژلي . د والي وياند زياته کړه چي په دې عملياتو کي د دوى لوري ته کوم زيان نه دئ اوښتى.
خو طالبان يوازي د خپل يوه سرتيري د سرسري ژوبلېدل مني او زياتوي چي په شاه جوى کي يې دوه امريکايان وژلي او درې نور يې ژوبل کړي دي .