کور / شعر / التجا

التجا

د بي سا کالبو ت په شا ني
خپل د روح د اوږو با ر يو
نه خوشحال يو ، نه خوابدي
نه احساس مسْوليت کړو
نه پر مخ ځو نه ورتګ کړو
نه ما يوس يو چي ژړا کړو
نه اميد ته په خندا يو
بس دا يو چي دغه شان يو
د خپل ژوند او وخت زيان يو
ماضي داسي رانه تللي
چي ټوټکه مو يې لاس کي نسته
جاري هم غير محسوسه
رانه درومي رانه ځغلي
دسبا پلان مو نسته
چي به څه کړو او به څه کړو؟؟
د اذر د اور پېلو ځي
که خليل به د ګلزار سو؟
د مادي جهان به خپل کړو؟
که معني ته به اظها ر کړو؟
هغه نور چي زموږ تر پلو
دي دباندي اوښتلي
يا ددي جهان شاهان دي
هرڅه هرڅه يې په واک کښي
يا فاني لار کي د خداي دي
معتصم فاني في الله دي
د راتلونکي جنت خېل دي
دښکلا ددر يا ران دي
لويه ربه!
لويه خدايه!
زړه مو ستا په نور صفا کړي
چي پيدا مو سي په زړو کښي
د مخ لاره مو رڼا کړي
چي راخپل کړو خپلو زړو کي
ستا د ميني مشالونه
ستا د پاک دربار لوريني
ستا خوښۍ رضايتونه