کور / طنز / د سوبې ږغ

د سوبې ږغ

کله چې ناتو د مرجې ولسوالي ونیوله دنیا ته یې اعلان وکړ چې راشي دلته پانګه واچوئ.
د هر خوا تجاران له مالوسر ه مرجې ته ورسیدل .
له انګلستانه د برقي جارو دکمپنی استازي د یو لکو برقی جاروګانو سره مرجې ته و رسیده او استازو یي دبرقي جاروګانو نمونې کور په کور ګرځولې
یو استازی یو کور ته ورغی هلته یې پر غالۍ باندې څه خوشایي وشیندل اودکور خاوند ته يي په ډاډ ویل:
اوس ګوره څنګه هغه اسانه ټولوم!
د کور خاوند نارې کړل : دا څه کوې ؟
هغه ورته په خندا و ویل:
زه تاسو ته آبادي درښيم.
د کور څښتن په غوسه وویل:
داڅنګه آبادي ده خوشایی پاشې کور بې لمانځه کوې او بیا لکه هغه نور تښتې
هغه ورته وویل :
– په ما باور وکړه که دې جادویي ماشین دا ټوله پاک نه کړل زه دا ټوله خورم.
دکور خاوند په اریاني ترې وپوښتل :
ډوډۍ او شولمبې ورسره غواړې؟
استازی وخندل:
– ما تر اوسه دا چالان کړی نه دی، د برق ساکټ چېرې دی؟
– سړې په اریانی وپوښتل : څه شی؟
برق څه شی دی؟!
استازی د خوشایود خوړولو له ویرې برقی جارو پرېښود او وتښتید
د کور څښتن په ډیرې غوسې برقی جاروبهر د برقي جاروګانو په ډیران کې وغورځوی