کور / شعر / خدايه !

خدايه !

خدايه دا تور زړګی مې سپين کړې ته نور
چې نور، ونه وژنم بچی د خپل مور
خدايه دا ګوتې رانه غبرګې واخله
که مې ماشه راښکله بيا پخپل ورور
ربه د مټو زور مې هم اوبه کړه
که ورانه وه مې پرې دا ځل د چا کور
خدايه ما خپله پرې لمبه لمبه کړه
که مې په بل چا بلوه کله اور
خدايه سرتوره کړه لومړی زما خور
که مې واژه کوم ګلالی ورور د خور
که مې پرې بيا کړو څوک په نښه خدايه !
سترګې مې واخله چې انسان شمه نور
د ا جاړه ژبه مې کړې ګونګه خدايه
که مې بيا چا ته ورکاوه پرې پېغور
ربه انسان مې کړه حيوان يمه لا
ښکر رانه واخله چې اوبه مې شي زور