کور / شعر / غزل

غزل

نن مې په زړه مسته هوا راځي
داسې ښکاريږي چې اشنا راځي

د تا يادونو وارخطا کړم داسې
لکه جبريل چې په حرا راځي

د خندنو سترګو بلا دې واخلم
چې درته وګورم ژړا راځي

د زړه دې ياد له کوه طوره ځينې
له هرې خوا نه ستا ندا راځې

دلېونتوب سبب مې مه پوښته دخلکومخکې
ګوره الزام به بيا په تا راځي

جانان راکړې ده وعده دسبا
خدايه چې کله به سبا راځي

ګوهره خير دی ښه وخت به راشي
تل په تيارو پسې رڼا راځي