کور / تازه خبرونه / غزنى : ١١ تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتلو ادعا سوې

غزنى : ١١ تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتلو ادعا سوې

د غزني ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال خيال باز شېرزى وويل چي ناټو ځواکونو دلنډخيلو او بزګو په سيمو کي هوايي بريد کړى دئ چي پکښي يوولسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې . نوموړى وايي چي يادو کسانو د شپې پر يوولس بجې د ماين په ښخولو بوخت ول چي هوايي بريد پر وسو او په پايله کي يې شپږ تنه طالبان ووژل سول او پنځه نور ژوبل سول . او وسلې يې بهرنيو ځواکونو ته په لاس ورغلي دي .
د يادوني وړ ده چي طالبان خپل لوري ته وراوښتى زيان ردوي.