کور / تازه خبرونه / چاودنه دافراسياب خټک دوينا پر مهال وشوه

چاودنه دافراسياب خټک دوينا پر مهال وشوه

په چارسده کې دعوامي نېشنل ګوند په انتخاباتي غونډه کې چاودنه يا ځانمرګى بريد په داسي حال کې وشوه چې دعوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر افراسياب خټک وينا کوله . دپېښي سمدستي وروسته کارکونکي په ښاغلي افراسياب خټک را غونډ شول او په دې دوران کې دا نه ده روښانه چې دافراسياب خټک سرنويشت څه دى . لراوبر ويپاڼه هڅه کوي چې په دې اړوند دقيق مالومات ترلاسه کړي او دعوامي نېشنل ګوند يو مشر يا حکومتي چارواکي سره مرکه وکړي خو دعوامي نېشنل ګوند ددفترونو دتليفون مزي مصروف دي . وروستي مالومات ښيي چې په چاودنه کې اوه7 کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي . چارسده کې وړاندي هم چاودنه شوې وه