کور / تازه خبرونه / چارسده:10وژل شوي 20ټپيان دي

چارسده:10وژل شوي 20ټپيان دي

عيني شاهدان او په چارسده کې مېشت ځايي خبريالان وايي چې دا چاودنه ښهيي يوځانمرګى بريد وي او ټول ټال يې شا وخوا لس کسان وژلي دي او شل نور ټپيان دي . خو پوليس وايي چې په چاودنه کې يوازي ترپنځو زيات کسان وژل شوي دي او دپوليسو په وينا چې ښايي مرګ ژوبله نوره هم ډېره شي . دعوامي نېشنل ګوند ډېرى کارکونکي په چارسده کې ډله ډله کېږي او تردامهاله لا هم دمرګ ژوبلي دقيقه شمېره نه ده څرګنده . ديادولو وړده چې په دې وروستيو کې دعوامي نېشنل ګوند يو ځايي مشر هم په چارسده کې وژل شوى وو.