کور / تازه خبرونه / اې اين پي:16 کارکونکي وژل شوي او 35 ټپيان دي

اې اين پي:16 کارکونکي وژل شوي او 35 ټپيان دي

دعوامي نېشنل ګوند يوه صوبايي مشر ذاهد خان وويل چې په جلسه کې ځانمرګى بريد شوى او 16 کارکونکي وژل شوي دي او د وروستي خبر له مخي 35  نور ټپيان دي .



عوامي نېشنل ګوند وايي چې دامنيت دنشتوالي له کبله يې په غونډه کې ځانمرګى بريدشوى دى .


ذاهد خان وويل چې په دغه غونډه کې دګوند صوبايي مشر افراسياب خټک وينا کوله خو دهغه تر رسېدو وړاندي ځانمرګى بريد وشو ، ده وويل چې په بريد کې افراسياب خټک ته کوم تاوان نه دى اوښتى او هغه روغ رمت دى ، خو دسيمې اوسېدونکو دچاودنې لږ شېبې وړاندي رسنيو ته وويل چې ترځانمګي بريد وړاندي افراسياب خټک هلته موجود وو او بريد دهغه دوينا پر مهال وشو . تراوسه لا هم دمرګ ژوبلي په اړه دقيق مالومات نشته .  



دچارسدې چارواکي وايي چې دعوامي نېشنل ګوند په انتخاباتي غونډه کې ټول ټال 16 کسان وژل شوي او پنځه دېرش 35 نور ټپيان دي خو د کورنيو چارو وزارت وايي چې 14 کسان وژل شوي دي .


پاکستاني چارواکو او دعوامي نېشنل ګوند مشرتابه ويلي چې په غونډه کې ځانمرګى بريد شوى او په ژوبل شويو کسانو کې له چارسدې څخه دعوامي نېشنل ګوند کانديد معصوم شاه هم تپي شوى دى . دعوامي نېشنل ګوند وايي چې مشرتابه يې روغ رمټ دي او کارکونکو ته يې دسر زيان اوښتى دى .


داغونډه انتخاباتي جلسه وه او له اولس خخه درايو دترلاسه کولو غوښتنه کېده . دشمالي پښتونخوا پاکستاني چارواکي وايي چې ښايي په ځانمرګي بريد کې مرګ ژوبله نوره هم ډېره شي . خو دم ګړى د16 کسانو وژنه او د35 نورو ټپي کېدل تاييد شوي دي . پوليس او روغتيايي چارواکي دوژل شويو کسانو شمېره 20 يادوي . ځانمرګى بريد دخبرو او وينا وو پر مهال سټېج يا دريځ ته نيژدې شوى دى .