کور / خبرتیا او پيغامونه / اروپا ته د ملي تلويزيون د خپرونو د راغزېدلو وياړغونډه

اروپا ته د ملي تلويزيون د خپرونو د راغزېدلو وياړغونډه

اروپا ته د افغانستان د ملي تلويزيون د خپرونو د راغزېدلو وياړغونډه



په اروپا کې استوګن افغانان په نظر کې لري چې اروپا ته د افغانستان د ملي تلويزيون د خپرونو د راغزېدلو او د دې تلويزيون د خپرونو د څلرويشت ساعته کېدو په وياړ يوه غونډه جوړه کړي . په دې غونډه کې به د هېواد يو شمېر ژورناليستان ، ليکوال او مينه وال ګډون وکړي . دغه راز به د افغانستان د ملي راديو تلويزيون لوی رييس ښاغلی واحد نظري هم په دې غونډه کې برخه واخلي .


په دغه غونډه کې به د ملي تلويزيون د خپرونو په اړه د نظر د خاوندانو نظرونه  ، انتقادونه او وړانديزونه هم ، د خپرونو د لا ښه کېدلو او پياوړي کېدلو لپاره وړاندې شي او چارواکيو ته به ورسول شي .



وخت : د 2008 کال د فبرورۍ 15


               د جمعې د مازيګر درې بجې



پته :


EVENT PALAST


Max – Planck Str.  9a


50354  Hürth