کور / تازه خبرونه / کندهار: سخته جګړه روانه ده

کندهار: سخته جګړه روانه ده

دميوند ولسوالي پر زاړه زندان او دولسوالاي پر ودانۍ باندي اوس مهال سخته جګړه روانه ده او دټليفون پر ليکه دراکټو او وړو وسلو پرله پسې ډزي اورېدل کېږي . که څه هم دالا روښانه نه ده چې په دغه جګړه کې به څومره تاوان او دسر زيان اوښتى وي خو دميوند ولسوالي ګڼو اوسېدونکو لراوبر ويپاڼي ته وويل چې اوسنۍ جګړه چې يوساعت وړاندي دځايي وخت سره سم دماخوستن پر لس دقيقې کم نهه بجې پېل شوه او تر اوسه دوام لري دډزو داورېدو له عمله ترټولو سخته جګړه بلله کېږي . که څه هم اوس مهال دکندهار امنيتي چارواکي ترډېره هده پېښي خبري رسنيو ته نه وايي خو کېداى سي سهار ته دميوند دجګړې مرګ ژوبله روښانه شي . پر ميوند ولسوالي وړاندي هم ورته بريدونه شوي چې تېره مياشت يې ولسوال هم پکښي ټپي شوى وو.