کور / z_buitenland_news -- 5 / امريکا: اسامه په پاکستان کې دى

امريکا: اسامه په پاکستان کې دى

درويټر خبري اژانس دراپور له مخې دامريکا يوې لوړپوړې سرچينې ويلي چې دالقاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې پټ دى ، رويټردسرچينې  د معلوماتو له مخې ملا عمر او د طالبانو نور لوړ پوړي مشران د پاکستان له کوټې ښار څخه په افغانستان کې د جنګي عملياتو رهبري کوي او بن لادن له خپل مرستيال ايمن الظواهري سره يوځای په قبايلي سيمو کې دی.
منبع وايي چې د امريکا له نظره اوس هم پروېز مشرف د ترهګرۍ پر وړاندې يو ډاډمن ملګری دی او بايد ملاتړ يې وشي له بلي خوا  په پاکستان کې مېشت ځيني سياسي مشران داخبره کوي چې په قبايلي سيمو کې اپرېشن او هم دارنګه ددوى په وينا دالقاعده ډرامه پخپله دپاکستاني جاسوسي ادارو او ځينو نورو پوځي حکمرانانو دهڅو پايله ده .