ذبيح الله مجاهد بي بي سي د بي بي سي پرونی راپور رد کړ
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د بي بي سي راډيو هغه تبيلغات په کلکه رد کړه چي دطالبانو او دولت تر منځ د خبرو اترو په اړه يې پرون يې د مجاهد څرګندوني د دريم کس له خولې خپري کړې وي .
ذبيح الله مجاهد نن په يوه خپره سوې اعلاميه کي ويلي دي ، دی چي هره ورځ د بي بي سي له بېلابېلو خبريالانوسره مستقيمه اړيکه لري نو بيا څه اړتيا ده چي دغسي يوه خبره ددريم ګړي پذريعه بي بي سي ته ورسوي ، نوموړي د اعلاميه په يوه برخه کي داسي ليکلي : حقیقت دادی چې اوس مهال دبي بي سي په شمول زياتره غرب پلوه خبري رسنۍ دامریکایانو ترهغه سخت نشراتي بندیز لاندې دي کوم چې یې داسلامي امارت داړونده پوځي اوسیاسي فعالیتونو دنه خپرولو په هکله په دوئ لګولی دی ؛ هغوئ په اسلامي امارت پوري اړوندیوا ځې هغو خبرونوته ډیره هوا ورکوي کوم چې داسلامي امارت دپالیسي خلاف او د دښمنانو په ګټه وي .
ذبيح الله مجاهد د خارجيانو د وتلو په اړه د اسلامي امارت دريځ ته هم اشاره کړې ده ، هغه وايي : دمذاکراتو په اړه داسلامي امارت دریځ خورا واضح اوبارباراعلان شوی اوس هم دامارت په هماغه دریځ کې هيڅ کوم بدلون ندی را غلی ؛ داچې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي دا کار زمونږله نظره هم دافغانستان اودسیمې په ګټه دی اوهم خپله داشغالګروهیوادو نوپه ګټه .
طالبانو په دې اعلاميه کي بي بي سي راډيو په دې تورنه کړې ده چي ګواکي په افغانستان کي د جګړې اوږدېدو لپاره تبليغات کوي ، ذبيح الله مجاهد وايي : داچې بي بي سي راډیو دبهرنیانو دوتلو اویاهم مهال ویش خبرې زموږ له لوري هغوئ ته دپیغور او تانو په ډول وړاندې کوي داهم ددښمن داستخباراتي کړیو ددسیسو یوه بر خه ده ترڅوهغوئ وهڅوي چې لازیات په افغانستان کې پاته او یا کم تر کمه تر شاتګ مخکي دوتو خبرې ونه کړي.
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد دده په نوم د بي بي سي لخوا پرونۍ څرګندوني ردوي او په اړه يې خپل دريځ داسي ښيي : په دې اړه داسلامي امارت اړوند ویندویان اصولا یواځې دهغواعلامیو اوخبرونو مسؤلیت په غاړه اخلي کوم چې داسلامي امارت له پالیسي سره برابر د هغه دخپلو مطبوعاتي وسائلواومستقیمادپیژندل سویو رسمي ویندو یانو له لارې نشر شوي وي نه دبي بي سي اونورو نړیوالو خبري رسنیو له لوري .