تازه خبر : په کندز کی درې بهرنیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 2nd, 2010


فرانس پریس آژانس په خپل تازه خبر کی لیکی چی نن په کندز ولایت کی درې بهرنیان د یوې انتحاری بمی حملې په ترڅ کی ووژل سول چی یو برتانوﺉ ، بل جرمن او درېیم یې فلیپینی دی . دوه یې د « ډی . اې . آی » مؤسسې کارمندان او جرمن یې امنیتی ګارډ و . په دې چاودنه کی یو افغان ساتونکی او یو پولیس هم وژل سوی دی .
دا پیښه افغانستان ته د جنرال پترس تر رارسېدو لږ شېبه مخکی رامنځته سوه ( چی هغه د شړل سوی جنرال مک کریسټل پر ځای دلته مقرر سوی دی ) .
د یو بل خبر له مخی چی لږ شېبه مخکی پنتاګون ورکړ ، پرون په هلمند کی یو امریکایی عسکر د طالبانو لخوا ووژل سو خو نور وضاحت یې ورنکړ چی څنګه ووژل سو . د جولای په روانو ۲ ورځو کی څلور بهرني پوځیان وژل سوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024