کور / رسنۍ / د لمن جریدې پرله پسې پنځمه ګڼه چاپ شوه

د لمن جریدې پرله پسې پنځمه ګڼه چاپ شوه

د (( لمن)) ادبي او كلتوري مهالنۍجرېدې پرله پسې پنځمه ګڼه په ښكلي ډيزاين، او ښه صحافت له چاپ راووته .


په دغه تازه ګڼه کې دلوستونکودعلاقې وړ بېلابېل ادبي اوکلتوري موضوعات خپاره شوي دي.


په لمن كې د ښاغلو حقمل ستانکزي،لال پاچاه ازمون،سیدامرالله امېد،محمدنعمان دوست،محمدآصف شینواري،فضل ولي ناګار او داسې نورو ليكنې راغلي دي.


د لمن د امتياز څښتن او مسول مدير فضل غني حقمل او مرستيال يې محمد آصف شينوارى دى.


لمن په ۱۲مخونوکې له کابل څخه خپرېږي اولوستونکي کولای شي دغه جریده دانټرنټ له لارې هم وګوري .
درانه ليکوال او لوستونکي کولاى شي چې په (( لمن)) کې د خپلو ليکنو او مطالبو د خپرېدو لپاره په لاندې پته اړیکې ټینګې کړي :


برېښناليك:


laman_kabul@yahoo.com


وېب پاڼه :


www.tolafghan.com/laman