کور / تازه خبرونه / د طالبانو او بهرنيانو په جګړه کي دواړو خواو ته زيان اوښتئ

د طالبانو او بهرنيانو په جګړه کي دواړو خواو ته زيان اوښتئ

خبر:٢٠٠٨اپريل ٢


د هلمند ولايت د موسى قلعه په ولسوالۍ کي د نړيوالو ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د جګړې په پايله کي دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .


د نادعلى په ولسوالۍ کي وسله والو طالبانو د کوکنارو پر مرکزي کمپاين بريد کړي چي د چارواکو په وينا يو پوليس يې وژلى او يو موټر او موټر سيکل يې سوځلي دي .


د هلمند د موسى قلعه په ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو او نړيوالو ځواکونو ترمنځ څو ساعته نښته سوى چي ويل کيږي  پکي دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .


د بريټانوي ځواکونو وياند ساى من ميلر د چهار شنبې په ورځ آريانا ټلوېزيون ته ويل چي وسله والو طالبانو د ددوئ پر ځواکونو د راکټو بريد وکړ وچي وروسته ددواړو لورو تر منځ نښته را منځ ته سوه او د نړيوالو ځواکونو يو پوځي ګاډى پريوه ځاى پرځاى سوى ماين وخوت چي لږ مرګ ژوبله يې ور واړوله .


ميلر که څه هم د مرګ ژوبلي دقيق ارقام ونه ښودل خو د طالبان د زيان په اړه يې ناخبري وښودل .


وسله و ال طالبان د خپلو دريو ملګرو د وژل کېدلو پخلى کوي طالب وياند قاري يوسف احمدي د بريټانوي ځواکونو د پنځو ګاډو او پنځه ويشتو سرتيرو د وژل کېدو ادعا کوي .


د سيمي خلک وايې چي په دغه جګړه  کي دواړو لوريو يو پر بل له خورا درنو وسله څخه کار واخيست چي پکي تر لسو پوري وسله وال طالبان وژل سوي او ټپيان سوي دي .


د غه راز د نادعلي په ولسوالۍ کي وسله والو طالبانو د کوکنار و پر مرکزي کمپاين بريد کړى چي د پوليسو د مشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال په خبره پکي يو پوليس وژل سوي او يو موټر او موټر سيکل سوځول سوي دي .


وسله وال طالبان په دغه بريد کي د پوليسو د لسو رينجر  موټر د ويجاړېدو او درېو پوليسو د وژل کېدو ادعا کوي .


د کوم وخت را هيسي چي  په هلمند کي د کوکنارو د له منځه وړلو کپاين پيل سوى نو دې ته ورته له سترو ننګونو سره مخ سوى چي د چارواکو په خبره زيانونه ور اوښتي دي .