کور / تازه خبرونه / د ANP مخکښ غړي اميرحيدرخان هوتي د وفادارۍ لوړه وکړه

د ANP مخکښ غړي اميرحيدرخان هوتي د وفادارۍ لوړه وکړه

 

د عوامي نيشنل ګوند مخكښ ا وپه سرحد اسمبلۍ كښې دعوامي نيشنل اوپيپلز ګوند ګډ كانديد امير حيدر خان هوتي  دصوبه سرحد ديارلسم وزير اعلى په توګه  دوفادارى  لوړه وكړه  د صوبه سرحد والي اويس احمد غني نوموړي  ته د وفادارى  لوړه وركړه تر دې  وړاندې  په سرحد كښې امير حيدرخان هوتى په خپله وينا كښې وويل  چى دامنيت ستونزي به دپښتنو   ددويزه جرګو دلاري هواري  كړل شي  دخبرو اترو  لاره  به خپله كړل شي  دوزير اعلى ټاكل كيدو وروسته په لومړنۍ وينا كښې  نو موړي وويل  چې  پښتون قوم ترهګرندى پښتانه امن غواړي  مونږ غواړو چي خپلو ماشومانو ته دځانمرګو واستكټونو پرځاى قلم وركړو دسرحد ايالت نوي  وزيراعلى دخپلو خبرو په دوام سره زياته كړه چې دسرحد اسمبلى په خپله يوه لويه جرګه  ده  او دغه جرګه  به دصوبي  دمشكلاتو لپاره كار كوي مونږ ته په يو شميرڅانګو كښې اصلاحاتو ته اړتيا ده دپوليسو په شمول امنيتي ادارو باندې به  دولس اعتماد بحال كړل شي وزير اعلى زياته كړه چي په  جمهوري  پروسه كښې ګڼ  شمير بي ګناه كسان شهيدان شول دوكيلانو مبارزه هم  ديادونې وړ ده.