کور / کیسه / له وريځې ويره

له وريځې ويره

 


د کابل ښار په عيد ګاه جومات کې په سلګونو کسان د خداى حضور ته ليکه ودرېدل ، په ملا مات شول ، ټنډې يې په ځمکه ولګولې  او بيا يې په عاجزۍ له لوى څښتن ج څخه ،  د باران غوښتنه وکړه .


 لږ وروسته په اسمان کې وريځ پيدا شوه خلک خوشحاله شول ، خپله دعا ورته قبوله ښکاره شوه .
 خو د وريځو په ليدو يو نا څاپه  زما په بدن د وېرې يوه لړزه راغله ، ستونى مې وچ شو ، پښې مې سستې شوې او اسمان ته مې له ډاره  نه شو کتلى.
ذهن مې څو زره کاله وړاندې لاړ ، د عاديانو هغه حالت را په ياد شو چې د وريځي په ليدلو خوشحاله وو او ويل چې : (( هذا عارض ممطرنا …. ))
خو هغه د رحمت وريځ نه وه ، د خپلو بدو او ناروا اعمالو سيورى يې وه  ، چې پر سر  ودرېد  او د خداى له حکم سره سم  ترې د اوبو پرځاى ډبرې وورېدې .
د زړه له  سترګو مې  په خپل هېوادکې د خداى ج  پر شهکار ( انسان ) روان ظلمونه يو- يو تېرېده .
 هلته به له يوه انسانه سر پرې شو ، په بل به سرې ګولۍ ونښتې ، بمونو به ماشومان په لنبو کې پورته کړل ،  بل  به د يوه وحشي انسان د جنسي هوسونو قرباني شو او ….
 کله مې د زړه له سترګو دغه حالتونه  د سرفلمي په څېر تېرېدل او کله مې د سر په سترګو په اسمان کې غوټه وريځې ته کتلې .
ټوله شپه له همدې ويرونکي حالت سره مخ وم ، هره شيبه مې دکاڼو د ورېدو په ويره کې تېرېده او تر هغې په ويره کې وم  ترڅو چې مې د  نږدې جومات له منبره د سهار  ملکوتي اذان واوريد .