کور / تازه خبرونه / لرافغانستان:چودري افتخار وايي اوس هم لوی څارنوال يم

لرافغانستان:چودري افتخار وايي اوس هم لوی څارنوال يم


 ( لر افغانستان) کوټه



د سترې محكمې ګوښه كړل شوي  رئيس افتخار محمد چودري دپرويز مشرف  لخوا په دندو ګمارل شوو قاضيانو حيثيت داّئين لخواپه د ندو ګمار ل شوْ قاضيانو حثيت د اّئين خلاف بللى دى او وايي چى  اوس هم دسترې محكمې  رئيس يم په كويټه كښې دوكيلانو كنونشن ته دويناپه ترڅ كښې ښاغلى افتخار وويل چي  په اتلسم اكټوبر باندي پاكستان بدل شو اوس يو عام  وګړى ته هم دخپلو حقو قو په هكله  معلومات شته او د پاكستان هركس پدغه  خبره پوهيدلى دى چي پرهېواد ديواځيني كس واك ندى پكار ښاغلى افتخار په خپلو خبرو كښې  زياته كړه  چي د اّئين  اوقانون په واكمنۍ  كښې  دخوارانو ګټه ده د اّئين او قانون په مخګښي  جوړ خنډونه  دي له منځه يوړل شي چي په كوم هېواد كښې عدليه خپلواكه  نه وي هلته غير ملكيان پانګونه نه كوي ولې چې ترټولودمخه دغه پوښتنه كيږي  چى دلته عدالتى نظام څه ډول دى اوكه چرته هغه پدې خبر شي چي دلته قاضيان زندانيان شويدى نوغير ملكيان به  څه فكر كوي ګوښه كړل شوي لوى رئيس افتخار چودرى  دكويټي  دخلكو سياسي كار كوونكو او مشرانو څخه  مننه وكړه او زياته يي كړه چى  دبلوچستان  خلك امن غواړي او انصاف غواړي تردې وړاندي على احمد كرد په خپلو خبرو كښې د صوبي له خلكو سره دظلم يادونه وكړه  نوموړي د پښتونخواملى عوامي ګونداوټول پښتنو افغانانو دملي اتل خان شهيد عبدالصمدخان اڅكزي اود بلوڅ قام پرست مشر نواب بګټى  په هكله ميلمنو ته يادونه وكړه.