کندهار:خصوصي خيريه روغتون په فعاليت پيل وكړ

د لراوبر اداره | جولای 4th, 2010


نن د كندهار ولايت د دوهمي ناحيې د نورزو شاه برج په سيمه كي د نعمت الله صالون په دوهم منزل كي يو خيريه روغتون په فعاليت پيل وكړ.


 دكندهار ولايت د عامي روغتيا رئېس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د رحمت خيريه روغتون د فعاليت پيليدل د كندهار ښار د بي وزله اوسيدونكو لپاره لويه لاسته راوړنه وبلل او وويل(( د رحمت خيريه روغتون د فعاليت سره سم په كندهار كي د خصوصي روغتونو شمير 57 ته رسيږي خو دا اولين روغتون دى چي په كندهار كي د يو سوداګر حاجي راحمت الله  له لوري جوړيږي چي د بې وزلو  هيواد والو تداوي به په وړيا توګه پكښي كيږي.)) د رحمت خيريه روغتون سرطبيب ډاكټر عبيدالله وويل(( نوموړى روغتون 15  بستريز دى. نوموړى روغتون د سهار د اتو بجو څخه بيا د مازديګر تر څلور بجو پوري د باتجربه ډاكټرانو له لوري به د درې سوه تنه داخله ناروغانو تشخيص او تداوي په وړيا توګه تر سره كړي.))


د رحمت خيريه روغتون مسؤلينو ژمنه وكړه  او وويل((  موږ په دې هڅه كي يو چي د يو كال په اوږدو كي  نوموړى روغتون د پنځلس بستريز څخه 120 بستريز ته ورسو او شته پنځلس بستره به يوازي د ايمر جنسى ناروغان لپاره د پيسو په خاص تخفيف وكارول سي.))دا په داسي حال كي ده چي د رحمت خيريه روغتون د كندهار نور سوداګرو ته دا پيغام وركوي ترڅو په ښار كي دې ته  ورته خيريه روغتونو جوړ كړي چي غريبو هيواد  والو درملنه پكښي په ښه ډول ترسره سي.


که څه هم په کندهار کي د عامي روغتيا رياست په چوکاټ کي د کندهار ښار پولي کلينکي ، ميرويس روغتون او نظامي روغتون تر څنګ يو شمېر نور کوچني روغتونونه کار کوي خو بيا هم ددې ولايت يو شمېر هغه ناروغان چي اقتصادي حالت يې ښه وي د درملني لپاره نوي ډيلي يا کراچي ته سفر کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024