کور / هراړخیز / عثماني امپراطوري او پر خلاف یي د صلیبیانو سازشونه (۲۶مه )

عثماني امپراطوري او پر خلاف یي د صلیبیانو سازشونه (۲۶مه )

مکمل  غیرسیاسي : یو تاریخي په زړه پورې   ناول .
زمونږ د هیواد  ګوډ تیمور څوک  دې ؟
اوس  تاسې ددې تاریخې ناول  شپږ ویشتمه برخه  لولئ :
*****   ۴۵
تیمور لنګ د خپل  زوې  شارخ  او لمسي محمد  نه  علاوه  د بل لمسي  الخ خان او دخپل  سالار نورالدین  سره  په  خیمه کې  ناست و  او په  څه  مسله  یې   خبرې کولې   چې  د هغه  یو  ساتونکې  راغي  او  ورته یې وویل :
اقا! د بایزید د لښکر سره  چې کوم  بندیان مونږ  نیولي  دي  په  هغوې کې یو معمر شخص  برهان الدین هم شامل دی.
ساتونکې تر دې ځایه  خبره وکړه او  بیرته   چپ  شو . تیمور د برهان الدین دنوم  داوریدو سره   ټکان وخوړ او ساتونکي ته یې وویل  چې   هر څه  چې د برهان الدین په هکله وایي  ویې وایه . اوژر  یې  راته ووایه .
ساتونکي  وویل :
اقا ! ما ویل  چې په هغو  بندیانو کې  یو مشر سپین  ږیرې  برهان  الدین نومې  وګړې هم شته ،  دهغه سره نورو  بندیانو ملګرو  یې دا ډاګیزه کړې ده  چې  دا برهان الدین د بایزید  استاد  دی . هغه  ساتونکې  چې په دې بندیانو باندې   ټاکل  شويدي ،وايي  چې د بندیانو دډلې  څخه دغه برهان الدین  له تاسره   لیدل غواړي. اوس دوه  ساتونکو  دغه  برهان الدین  دلته راوړې دې  او د خیمي  نه بیرون ولاړ دي او د  اجازی  غوښتنه کوي.
کله چې ساتونکې چپ شو  نو  تیمورلنګ په   خپلې  خیمي  کې  څو  قدمه مخته ورغې  او ویې ویل : دکوم  برهان الدین  چې تاسې نوم واخیست  هغه  خو د ډیر ستر  عزت او درنښت  وړ  سړې دې . ما دهغه د نیکۍ ، دهغه د  ځان ځارنې ، دهغه  ددیانت  په   هکله ډیرې قصې  اوریدلي دي . هغه په ډیر درنښت   سره دلته خیمي ته راوړئ، زه غواړم  و پوهیږم  چې هغه  څه غواړی .
ساتونکې  دحکم  سره سم  بیرته ووت ،  او ډیر ژر  بیرته  را ستون شو ،کله  چې  بیرته  راستنیده نو  دهغه  سره برهان الدین  هم ملګری و . تیمورلنګ  مخته ورغي او د برهان الدین سره یې ډیره ګرمه  ستړي مشي  وویله . دهغه په راتللو سره  ولي عهد محمد ، الخ  خان ،نورالدین ، او شارخ  ټول  ودریدل .  تیمورلنګ  هغه ته  په   یوه  ځاې کې د کیناستو  اشاره و کړه ، خو برهان الدین حرکت و نه  کړ . اوپه خپل ځاې ولاړ  پاته شو  او بیا یې په  نفي  سره  سر  و خوځاوه او ویي ویل :
 تیمورلنګه  !   زه د ناستې  له پاره  نه یم  راغلي ، په دې کې هیڅ  شک او شبه نه شته ، چې زه ستا بندي یم ، خو کوم  ساتونکي دي  چې په  ما ټاکلي دي  دهغوې   څخه ما ستا سره  د  لیدني غوښتنه وکړه  او دلیدنې  څخه  مقصد  هم یواځې دا و چې زه  ستا په خدمت کې حاضر  شم او درته ووایم  چې ماته  د بایزید  سره د کتلو له پاره  وخت  راکړه . زه تاسې ته  دا ډاګیزه کوم  چې   زه د بروصې  اوسیدونکې یم ، زما نوم برهان الدین دې  او یو وخت د بایزید یلدرم  استاد وم.
تیمورلنګ په  ډیره درنه توګه  برهان  الدین ته وکتل  او   ورته یې وویل:
زما  درونده مشره ! ته کینه  .زه بایزید  را غواړم . بیا چې ته  دهغه سره څه ویل غواړې  نو زما په موجودیت کې یی  یزید ته ووایه .
برهان الدین یوځل  بیا خپل سر  د نفي په توګه  وخوځاوه ، او  ورته  یې وویل :
نه ، تیموره !  هغه څه  چې  زه  هغه ته ویل غواړم  نو هغه  دلته ورته  نشم  ویلې ، که تا  هغه دلته  راوغواړی  هم ، نو هغه  څه  چې  زه  هغه ته ویل   غواړم  ورته یې نه شم ویلي . ما اوریدلي دې  چې تا   هغه  په  اوسپنیزه پنجره کې بند کړي دې ، زه غواړم  په   همغه  پنجره کې بند  بایزید  ووینم او بیا ورسره  خبرې وکړ م.
د برهان الدین  په خبرو باندې  تیمورلنګ  تر یوه وخته  پورې  فکر  وکړ او بیا یې د څه  فکر او سوچ وروسته وویل :
برهان الدینه !  ته زما  له پاره د ډیر  عزت ا و درنښت  ځاې  لرې  زه به   پخپله تا بایزید  یلدرم ته یوسم . بیا هغه را وګرځید اوخپلو لمسو اوسالارانو ته یې وویل : تاسې ټول  همدلته  اوسئ  زه بیرته ژر  راستنیږم . ددې خبرې سره سم  تیمور لنګ  دخپلې خیمي  څخه د برهان الدین سره یو ځاې  بیرون شو.
دبرهان الدین سره یو ځاې  تیمور لنګ  یوې  خیمي ته ور ننوت  د خیمي  په  مخکنۍ برخه کې هغه پنجره  ایښې وه  چې بایزید  یلدرم په کې بندي  و . برهان الدین وکتل  چې بایزید  هملته په پنجره کې ناست دې دهغه سترګې تړلې وې ، سر یې ښکته و ، د پنجري تر مخه د برهان الدین د درولو  سره سم  تیمور لنګ  هغه ته  دا  وښووله  چې هغه د خیمي د بل  اړخه  بیرون  وتلي دې . خو  هغه  د همدې  پنجری  شاته  پټ  ولاړ و .تر څو  ځان خبر کړي  چې  برهان الدین   د بایزید سره  څه  خبرې کوی..
د پنجري تر مخه  ولاړ  برهان الدین  تر ډیره   پورې  بایزید ته کتل اوبیا  یې په ډیر  ناست او ژړه غوني اواز  غږ وکړ چې : بایزیده….بایزیده ،بایزیده  زما  زویه !
دخپل نوم په  اوریدلو سره بایزید  ټکان وخوړ . سترګې  پرانستې  اوکله یې  چې په خپل مخکې  برهان الدین وکوت  نو بایزید  په  پنجره کې  ددریدو هڅه وکړه ، برهان  الدین په ډیر غوره سره  بایزید ته کتل .
تر  لږې  شیبي  پورې  هغوې  دواړو   یو بل ته کتل ، اوبیا داسې   لکه  چې په  چپو  خولو  اوولاړو  ژبو  یو بل ته  څه وایي . بیا برهان الدین  بایزید  ته  وویل :
بایزیده  ! ماتاته  بیا بیا ویلي و  او ته مې خبرکړې هم وې  چې د شرابو د څکلو  کوم  کار  چې تا پیل  کړې و هغه پریږده . ما بیا  بیا تا ته  عذر  وکړ چې  هماغه ډول  بایزید اوسه  لکه  څنګه  چې  د سلطان مراد  زوي  بایزید وې . ما تاته  څو  وارې  یاد ه کړی و ه چې کله چې  ستا  نیکونو  او غورنیکونو  شرابو ته  لاس  هم نه  و  ور وړې  نو تا ولي دا بد عادت دخپلې نوې  ښځې  ډسپنا  د خوشحالۍ له پاره پیل کړ. اوس ګوره  دادې د اوسپنې  په   پنجري  کې  را ګیر   ستا  هغه بې داغه  سفر  تمام  شوې دې . بایزیده  !  ته نه یواځې زما څخه  بلکه د ټول  امت  څخه  جدا شوې ، په  راتولونکي وختو کې به زه  تا په  کومو  ځنګلونو کې ، دغرونو په لمنو کې ،او دجنګ  په  میدانونو کې لټوم . نه یواځې  زه  ،بایزیده ! بلکه ستا ټول  رعیت ، ستا سره  مینه کونکي     به   ټول ستا په لټه کي و ي.
برهان الدین د لږڅه وقفي نه وروسته   بیا  بایزیدیلدرم ته وویل :
اوس  خو ته  په  دریاب کې  ډوبیدونکې  تنکۍ لښتې او یا په لمر کې د سوکه سوکه ویلیدونکی  وازګي  په څیر یې . یادساته ! قدوس  خداې  هغه  قوم په عذاب کې  رانیسي  چې هغوې ته یې  رسول  را لیږلي وې  او خپل  حجت  یې پرې تمام کړي وي ، قدوس  خداې  هر قوم ، اودهر ملت  دلارښوونې  له پاره وسایل  برابروي  او په عذاب دککړیدو  تر مخه  ورته  دخپلو پیغمبرانو په واسطه پیغام رالیږي  تر څو هغوې ته  نیغه لار و ښيي . کله  چې په کوم  قوم  باندې  حجت  تمام  شي او هغوې د خداې په  نیغه  لاره ولاړ  نه شي  نو بیا هغه  قوم د خداې  له اړخه  په  عذاب  ککړیږي.   بایزیده ! اوس  چې تا ماتې خوړلې ، او دا چې ته اوس  د  اوسپنې په  دې  پنجره کې  بند یې  نو دا هم دخپل  خداې  له لورې  یو عذاب  وګڼه ، بایزیده  ! تا دوخت  څخه  ګټه پورته  نه کړاې شوه .  بایزیده  ! په   دې کې هیڅ  شک  نه شته  چې دانسان  اصل کور  همغه  ابدیت  دي ، خو هلته هم د ځان  د تیارولو پرته  ورتګ نه دې  په کار . ما تا ته خبر  درکاوه  ، ته مې پوهه  ولي ، ته مې د شرابو دڅکلو  څخه منه کولې ، او د راتلونکي  عذاب او اذیت   څخه  مې  ویرولي ، خو ستا  غافلو سترګو زما  نصیحتونه  د پخوانیو تیږو اودیوالونو باندې  دلیکلو په څیر  له  یاده  ویستل . ځکه  ته دخپلې نوې  ناوی  په  شونډواو رخسار کې  ډوب  وې ،دخپلو پلرونو او نیکونو  چیغې وهنې  دې  له یاده وویستلې ، بایزیده ! تا د سمندر  دهغې  غاړې  څخه راوړې د خپلې نوې ناوې   په  طلسم کې    ورک  شوې ، اودهغې د هرې  غوښتنې  او د هغې د هر  خواهش  په  پوره کولو کې  اود هغې  دهرې  خبرې په منلو کې دې دریغ و نه کړ .
بایزیده !  کله  چې  د قدوس  خداې  نیول  راشي ، دهغه  عذاب  نازل  شي .اودهغه  له اړخه  دغه ډول  خبردارې  رانازل  شي ، نو بیا  یاد ساته  چې  ستا  د ښځې  په  ځیر  جادو ګران اوطلسمان  هم  په درد نه خوري ، ګوره !  تا خپله  دغه  نوې  ښځه   دخپل  ذهن  د معبودیت  نغمه ، د خپل زړه  صومعه  ګڼله ، خو نن  هغه ستا هیڅ  درد نه دوا کوي ، دا ځکه  چې کله  چې دخداې  له اړخه  نیول  کیږي  نو بیا هر څه دهغه تر مخه  بې وسې  اومجبور شي .
بایزیده !  تا دخپلې همدې  جادوګرې  ښځې  په  خاطر  خپل  ټول  قوم  لوڅ  لپړ کړ ،اوس  چې تا ماته  خوړلې  ده  نو ستا حیثیت  د یوه  بندي په څیر  دې  ، اوس  نه  ستا کوم نوم شته ا و نه کوم  عنوان .   تا دخپل  رعیت  خوشبوي  او خوشحالي  د یتمانو په  اوښکو  تبدیله کړه .
تر دې ځایه  برهان الدین خبرې وکړې  . بیا  لږ څه  تم شو  ، دهغه دسترګو څخه اوښکې را روانې و ې خپلې شونډي یې  چیچلي ،  دهغه تر مخه  ولاړ  بایزید  هم   په  ډیر عجیب  کیفیت کې و ،دهغه د سترګو نه هم  د اوښکو  سیلاب  را روان و ، سلګۍ یې وهلي ،  او دبرهان الدین په  څیر  یې خپلې  شوندي  سره خوړلې ،  د پنجري شاته  پټ  ولاړ تیمور لنګ  هم  ددې  خبرو  څخه  بې اغیزه  پاته  نه شو. هغه د برهان الدین  د خبرو  څخه  د سرنه  تر پښو  پورې  په خولو کې ډوب  شو … برهان الدین یو ځل بیا خبرې پیل کړې او ویي ویل :
بایزیده !  زه دشپود تیارو په  چاودنو کې  دخندا سهار ، اود وطن  د سهار  له پاره د هنر  نوې  اسلو ب  له کومه  راوړم ؟
څوک به اوس  د شهیدانو دخاورو  شفق ، اودقوس قزح  څخه  روښانه ستوری  را وکاږی؟ برهان الدین  تردې  ځایه خبرې و کړي او چپ  شو.
سلطان بایزید یلدرم  ورته  وویل :
برهان الدینه ! زما محترمه ، زما دروند ه اوعزتمنده  استاده !ټول  هغه څه  چې تا وویل   سهي دي ، بې  شکه  چې ما د شرابو څښل  پیل کړي و، ددې نه مخته   زما  نیکونو  اوغور نیکونو  دا  یو زهر  ګڼل اولاس  یې هم نه ورنژدې کاوه ، ما داکار   دهمدې نوې  ناوی  په   راوستلو  سره پیل کړ، زه  ړوند شوي  وم ، او ما په هغه وخت کې ستا په نصیحت  باندې عمل ونه کړ . خو زما درونده !   دا هم  وګوره ، تیمور  لنګ  خو له ما ډیر  شراب  څښې ، هر وخت  د شرابو په  نشې کې  ډوب وي ، نود خداې  عذاب  پر ده  ولي  نه را نازلیږي ؟ ولي  یې خداې نه نیسي ؟ دا  عذاب  ولي یواځي پر مانازل  شوي دې ؟
دسلطان ددې خبرو په  اوریدو سره برهان الدین  تر یوې شیبي  پورې  چپ  پاته شو اوبیا  یې  ورته  وویل :
کیداې شي  د هغه  سره زما په څیر  څوک  پوهونکې او خبر ورکونکي انسان  نه وي . کیداې شی  خداې  پر هغه  باندې کوم حجت  تمامیدونکي  نه وی  درولې ، بیا خو ته دخپل حال  غور  وکړه . ایا ما تاته  نه ویل ؟ ګوره  بایزیده ! ما په خپل ژوند کې  هیڅکله هم  تا ته غلطه  مشوره  نه ده درکړې ، تا دا  فکر  هم ونه کړ  چې  برهان الدین    یوه  د استاد  په  څیر  ستاسې  د سلامتیا له پاره  کار کوي ، نوبیا تا زما په وینا ولي د شرابو  څښل پرې نه  ښوول . یاد  ساته  چې هغه خبره  د خداې  له  اړخه  پر  تا  باندې  د حجت  د تمامیدو  یو ډول و . وګوره  ته  د خداې  له اړخه  د خپلو رعایاو  له پاره یو ډول  د رحمت  سیوری وې .  ستا پلار   او نیکونه  په  ریښتانۍ توګه  دخپل  رعیت  له پاره  د خداې  سیورې (ظل الله ) و. ستا لمړنی کلونه  هم  همداسې وول .خو د ډسپنا سره د واده وروسته ته  ظل الله  پاته نه شوې ، که  چیرې ته زما  د پوهاوی  په واسطه  توبه  کړې  وې  نو تا ته ډاډ درکوم  چې  تا ته به نن دا   ورځ  نه وې په  برخه شوې .
بایزیده !زه دا نه وایم  چې  تیمور لنګ  به شراب  نه خوري ، هغه ددې نه پورته  په نورو  ډیرو بدو  کارونو کې  هم ملوث  دې .ظلم هم کوي ، خو کیداې شي دهغه په مهلت کې څو  ورځي پاته  وی . پر هغې باندې  حجت  نه وي تمام شوي ، خو یاد  ساته  چې  که څه  هم تیمور لنګ په  ډیرو  بدو  فعلونو کې ککړ  دې  نو هغه ورځ  به ډیره   ژر  راشي  چې خوب  د الوتونکو په څیر  په  هوا کې  محوه  اوله منځه ولاړ شي ، ټولې  ارزوګانې د خاورو سره خاورې شي ، هغه  ورځ  به  خامخا راځي .
برهان الدین  لږڅه  تم  شو او بیایې دلږ څه  فکر کولو وروسته  وویل :
زمادوسته ! هغه  څه  چې ما غوښتل ووایم  هغه مي وویل، دلته له تاسره د لیدو تر مخه مې د تیمورلنګ سره  لیدلي و او ستا سره  د کتلو  غوښتنه مې ترې کړې وه. دا دهغه ډیره  مهرباني ده  چې هغه ماته  له تاسره د کتلو دا زمینه برابره کړه  او له  ما سره  پخپله  تر دې  ځایه  راغې . بایزیده !  هغه  څه  چې  ما تا ته  ویل  غوښتل  هغه  مې درته  وویل ، اوس نو  زما سره الفاظ  نه شته  چې  زه تا ته د زمانې  رنګ  و ښیم ، بایزیده ! دهرزمانې  د زمکې او اسمان  رنګ  جدا جدا  وي ، خو دا یاد  ساته ،  چې که  چیرې تیمور لنګ  هم ستا په څیر  په اعمالو  باندې  چلند وکړي نو د قدرت  نیونه  ډیره  سخته  ده او هیڅوک  ترې  خوندې نه شې پاته کیدې .
دبرهان الدین د چپتیا وروسته  بایزید  هغه  ته  په لمدو  سترګو  وکتل او په ډیر  مړ ژواندې  اواز  یې ورته وویل: برهان الدین ، زما ډیر دروند استاد ! هغه څه   چې تا وویل  په  خپله  بلکل  سهي دي ، دا سې و ګڼه  چې دا زما بدقسمتي وه  چې   د څلورو  خواو  څخه  مې  را پریوتونکې  پاڼې  و نه شواې کتلې . یواځې  د تورو شپو  له پاره مې  د ښایست د  سامانو  د تیارولو  کار  کاوه ، زه  په اوبو کې  د ګینګړیو   په شرنګار  خوشحاله کیدم ، خوپه  خپل  وجود  مې  د راتراشل  شووماښامونو  غمونه  و  نه  شو کتلاې ، هاې  افسوس !  هاې  بدقسمتي ! چې زه به  اوس  چیرې د اخلاص  وریځي  لټوم ، هاې  افسوس !  هاې   افسوس ! زه به اوس  چیرې  د خپلو تندو  مداوا  لټوم . ددې  پنجرې  نښې   د عمراذیتونه  زما  ملګرې  او زما  سره  غملړلي دي .
دبایزید  او  برهان الدین تر منځ  دغو خبرو  ، اخوا د پنجري شاته  پټ ولاړ  تیمورلنګ  هم  د سرنه  تر پښو  پورې  په   لړزه کې  راوستي و. کله چې دوې  چپ  شول  نو د پنجري مخې  ته  تیمور لنګ  داسې  را غې  لکه همدا  اوس  چې د شا  له دروازې  را ننوتې وي . دتیمورلنګ په کتلو  سره  بایزید   خپلې سترګې بلې  لورې ته  واړولې ، په همدې وخت کې   برهان الدین تیمورلنګ  ته   وویل :
د تاتار  زویه ! زه ستا  شکرکونکې او ممنون  یم  چې ما ته دې  فرصت  راکړ  تر څو  زه د خپل شاګرد  بایزید  سره  ووینم  ، هغه څه چې ما غوښتل  هغه ته ووایم   ومي ویل ،  خو ګوره  زه برهان الدین  تا ته ډاډ  درکوم چې  ما هغه ته داسې  کومه خبره نه ده کړې  چې ستا پر خلاف  کوم  ساز وباز  وګڼل  شي ، او  نه مې  دهغه سره داسې کومه  خبره کړې  چې ستا پر خلاف ترې د دښمنۍ  بوې   راشي . ما هغه  ته خپل  ماضي  ور په یاد کړې ده  او دهغه د  اعمالو او کړچار  رنګ  مې دهغه مخې ته کیښودې دې  او تر څنګ مې یې دهغو اعمالو اوافعالو  یادونه  ورته وکړه  چې  خداې  پرې  اوس  نیولې  دې ، ما  چې  څه  ویل  غوښتل  هغه مې ورته  وویلې ، اوس  نو ماته د خپلو هغو  ملګرو سره دیو ځاې کیدو  د بیرته ستنیدو  اجازه  راکړه  چې  له ماسره یو ځاې  بندیان دي .
راځه  ، زما سره  یو ځاې  راځه  ، تیمورلنګ  په  مړژواندي  اواز  وویل :
 تیمور لنګ  د خیمي  څخه بیرون  شو ، برهان الدین  د هغه  تر شا  روان و  کله چې دخپلې  خیمي  څنګ ته راغې نو هملته  و درید . او برهان الدین ته یې  مخ کړا و  ورته یې  وویل:
محترم برهان الدینه !  کومې خبرې  چې  تا د بایزید  سره وکړې  ما هغه ټولې  د پنجري تر شا واوریدې  ، تاته  ددې  اړتیا نه شته  چې  خپل  ځان  صفا کړې ، زه پوهیږم  چې تا  زما پر خلاف  هیڅ  خبره  نه ده کړې ، تا هغه ته دهغه  آینه ور وښووله ،برهان الدینه !  په هغې ایني کې ماته  خپل  ځان  هم را څرګند شو . برهان الدینه ! ته اوس  زمونږ  سره  بندي نه یې ،  زه همدا اوس  له تاسره  څه ساتونکې  استوم  هغوې به  تا خپلو  بندیانو ملګرو ته ورسوی، زه  تا  او ستا  ټول ملګري  پریږدم . ته دخپلو  ټولو ملګرو سره بروصې ته ولاړ شه ، پرتاسو  باندې هیڅ  ډول  بندیز  نه شته.
ددې خبرې سره سم تیمور  د خپلې خیمي په خوا کې ولاړ و  ساتونکو ته  اشاره وکړه او هغوې یې د ټولو حالاتو څخه خبر کړ ل ،هغو ساتونکو برهان الدین له ځانه سره  یوړ. لږه  شیبه  وروسته برهان الدین دخپلو نورو ملګرو سره یو ځاې د بروصې  په  لور ولاړ. ځکه چې تیمورلنګ هغوې ازاد کړي و .
*****  ۴۶
لمر پریوتې و ،د بروصې په جوماتونوکې د ماښام اذانونه  کیدل ، قیرات  سرګردانه ، په غورزو  پرزو سره ، ډیره  غمجنه  ، او ناهیلې خپلې  حویلۍ ته را ننوته، حویلي ته د رارسیدو سره  سم هغې د میلمستون په لور مخه کړه  او   د میلمستون دیوال   ته یې  ځان  تکیه  کړ. دهغې  د حال  څخه څرګندیده  چې هغه بلکل  ماته  شوي  ده . ریونا او سریان  په   پخلنځاې کې د  غذا په تیارولو  بوختې وې ،د قیرات  د حال د لیدلو څخه  هغوې هم  خپل کار   پریښود او د خپلې مور په لور یې  چې  دیوال ته  یې تکیه کړې  وه  ، را منډي  کړې ، قیرات  بیچاره  و دریده . ریونا د رارسیدو سره سم  قیرات په خپله  غیږ  کې و نیوله ، او د شا له اړخه  سریان  هغې ته  را غاړې وته ، او په ژړا یې پیل وکړ.  خو قیرات  هڅه وکړهي خپل  ځان  سنبال کړي  ځکه ریونا  هم  ژړل او د سترګو  څخه  یې  اوښکې  را روانې وې، او په  خپل  ژړغوني  اواز سره یې  قیرات   ته وویل :
اې مورجانې !  ایا د  علي پاشا څه درک ولګید؟  مورجانې !  که  ته داسې  شې  نو بیا  به  زما او  دسریان  څه حال  وی ؟پرمونږ به څه تیریږي ؟ مونږ به څنګه ژوندئ  پاته شو . مورجانې !  دکومې ورځې  څخه  چې  جنګ پیل  شوې ته  هره ورځ  قصر ته ورځې ، او دعلي پاشا پوښتنه کوي ، خو نن  چې ته په کوم  حال  بیرته راستنه شوې ېې پخوا  دغه  ډول  نه وې  را ستنه شوې . مورجانې  !  ووایه  چې خبره  څه ده ؟ خو دخداې  له پاره  چې کوم بد خبر  مه  را ته  وایه . اوکه نه  یاد ساته  چې  ریونا  به دلته په ولاړه ولاړه  په زمکه کې  ننوځي ، ریونا ددې څخه نور  زیات  څه و نه ویل  خو خپل سر  یې د قیرات  په اوږې  ایښودې  و او  په  کوکو کوکو یې ژړل .
دریونا د حال په  کتلو سره  قیرات سمدلاسه  خپل  ځان  سنبا ل  کړ، تر لږې شیبي  یې  ریونا دخپله ځانه سره  را ونغاړله ،  بیا یې  په  یوه اړخ کې  ریونا   او په  بل کې سریان  را ونغاړلې ، میلمستون  ته یې  ننویستلې  اوپه  ډیر  غمژن  اواز  سره  یې وویلې .
زه  همدا  نن  ناهیلې  را ستنه شوې یم . څه کسان د جنګ  د میدان څخه را تښتیدلې دي  خو  دهغوې  څخه  چې ماپوښتنه  وکړه  نو هغوې  هم  خبر  نه و  چې  علي پاشا او ولیعهد  محمد  چیرې دي ، خوبیا  هم  زما  لوڼو! دا خبره  څرګنده  ده  چې هغوې ددښمن په  قید کې نه دې  ورغلي . لوڼو! د  ماښام  اذانونه  و شول ، راځئ  چې  د هر څه تر مخه  د ماښام  لمونځونه  ادا  کړو ،بیا به د لمانځه د اداء کولو  وروسته  له تاسې  سره تفصیلي خبره وکړم.
ددې خبرې سره  سم درې واړه  را پورته  شوې ، اودوسونه  یې وکړل او دماښام  دلمانځه په لور  و خوزیدې ، ریونا اوسریان د  لمانځه  وروسته  ډوډۍ  تیاره کړه ، دهغې وروسته  درې واړه  هلته  میلمستون  ته راغلې اوکیناستې  ،قیرات  چې په کوم ځاې کې خبره پری  ایښې و ه  د هماغه   ځایه  یي  بیا وویل :
 کله  چې  راغلي خلک  وایي  چې علي پاشا او  ولیعهد محمد ددښمن په  قید کې  نه دي  نو زما زړه وایي  چې زما زوي او  ولیعهد دواړه  ژوندي دي ، خو زه په دې خبره  باندې ډیره  زیاته خواشیني  او  غمژنه  یم چې  زمونږ  محترم ، زمونږ  محسن ،  زمونږ  مربي  ،او زمونږ سلطان او دسر  سیورې ، زمونږ د هیلو او امیدونو اسمان  سلطان  بایزید یلدرم د تیمور لنګ  په   منګولو کې پریوتې دې ،او  اوس  یې هغه د اوسپنې  په  پنجره کې  بند کړې دې . خو یاد ساتئ  زما لوڼو! ددې   تیمورلنګ   انجام  به هم ډیر  بد  اوسې ، او دې  به هم  تر ډیرې  مودې پورې ددې دینا د عیش  او عشرت  نه  ګټه  پورته نه شي کړاې . نن   چې کوم  خلک  راغلي هغوې هم  دا ډاګیزه  کړېده  چې د سلطان  بایزید یلدرم  سره دهغه زوې  موسې  هم  نیول  شوي دې .
قیرات  لږ شیبه  چپ  شوه او بیا یي  خپلې خبرې  پیل کړې .
دا  ډیر غنیمت و چې د تیمورلنګ  کوم سالار  چې په بروصې باندې  یرغل وکړ  او نوم  یي نورالدین   و  هغه په بروصې  کې  تباهي  جوړه  نه کړه ، ددې  ځاې  خلک د نورالدین  د احوال  نه  خبر دي ، دهغوې  څخه  یو شمیر وایي  چې نورالدین د ډیر نیک  خوې انسان دې ، د لمانځه اوروژی  پابندي کوي  او ددین د  سترو خدمت کونکو  څخه ګڼل کیږي ،  هغه ته تیمورلنګ  په بروصې باندې  د یرغل کولو حکم  کړې و، که  چیرې د نورالدین پر ځاې  بل کوم  جرنیل وای  نو د بروصې  ښختي  به یې  هم  یو دبله سره   له منځه  وړې واې ، ځوانې  نجونې به یې  بندیانې  له ځانو سره وړې واې  او ټول ښار  به یې  لوټلې و .  نو خداې دې نورالدین  ته خیر ورکړي . تا سو  وکتل  چې  هغه د خپل لښکر  زیاته  برخه  د ښاره  بیرون  په  پړاو کې پریښوده ، هغه د یو څو  ډلګیو سره ښار ته را ننوت ، دښار  خزانه  یې  په ولکه کې واخسته ، اود سلطان بایزید یلدرم  دکورنۍ  ټول  غړي  یې  و نیول او له ځانه سره یي یوړل .  نه  یې کوم  اوسیدونکي ته  زیان  ور ساوه  او نه یې په   چا  لاس  پورته کړ . زه  فکر کوم  چې  دا  به  هم د قدوس  خداې  له اړخه  پر مونږ باندې  یو احسان  وي  چې د بروصې  ښار د تباهۍ  اوبر بادۍ  څخه  خوندي  پاته شو .
دقیرات  د چپ  کیدو  سره سم  ریونا خپلې سترګې   د اوښکو څخه  وچې کړې او بیا یې په  ډیره غمژنه توګه وویل.
مورجانې ! که  چیرې   راغلیو دا خبره کړي وي  چې زما خاوند  علي پاشا ددښمن په لاسو کې نه دې ورغلې ،نو زما  زړه  ګواهي ورکوي  چې هغه بیا  ژوندې دې . هغه  به  خامخا  د خپلو  ملګرو اوخپلې  قومندې  لاندې  لښکر سره  را وتلي وې او په  کوم  خوندي  ځاې  کې به  ځاې په  ځاې شوې وې ، هغه  به  په کوم  موزون او مناسب  وخت کې  خپل  ځان  را وکاږی ، کیداې  شې هغه   دا کار  هغه  وخت وکړی  چې تیمورلنګ   ددې  ځایه  څخه د خپل  لښکر  سره یو  ځاې  کوچ وکړی .
دریونا  ددې خبرو  وروسته  قیرات  وویلې :
تیمورلنګ  به  ددې  ځایه څخه په   کوچ  کولو کې  هم  ځنډ وکړي ، په غم  دې ککړ  شي ، دا ډیر ظالم او ددین څخه بې خبره  انسان دې ، د سلطان بایزیدیلدرم  په مقابل کې د سوبې د تر لاسه کولو وروسته  هغه ټولو  هغو  اروپایي  حکمرانانو ته  چې   همدا اوس د قسطنطنیی په  ښار کې  سره  راټول  شوی  دي  بلنه ورکړي  تر څو د هغه  د فتحې په  جشن کې  چې  څو ورځي  روسته  به  تر سره شي  ، ګډون وکړي . زه فکر کوم  چې ددې  جشن  وروسته به  هغه  بیرته  د سمرقند په لور وخوزیږی . کله  چې هغه همداسې وکړي  نو  زما زوي  علي پاشا  اوولیعهد محمد  به هم  خپل ځانونه   را ښکاره  کړي او دبروصې په لور به  راستانه  شي.
زما لوڼو! ما یو  بل  بد خبر  تا سې ته  لانه  دې  ویلې  ، او هغه دا چې  اوریدلې  مې دي  چې  زمونږ محسن ، زمونږ  مربي او زما ورور  برهان الدین  هم  په دغې  جنګ  کې نیول شوې دې ،د لښکر هغه برخه  چې دسلطان بایزید  یلدرم  تر قومندې لاندې وه  دهغوې  ډیره برخه  له منځه  تللې  دی ، او لږه  پاته برخه یې بندیان شوی دي ، په دې  بندیانو کې  زما ورور  برهان الدین هم شامل دې ، زه  دعا کوم  چې زما  ورور  برهان الدین د دښمن د ظلم څخه خلاصون  ومومي .
دقیرات دا خبره  چې  څنګه  خلاصه شوه  نو د میلمستون  څخه بیرون  یو چا  هم پرې  امین وویلې ، ددې اواز په ارویدو سره قیرات ،ریونا اوسریان درې واړو  ټکان وخوړ ، ځکه  چې دا اواز د برهان الدین  اواز  و . بیا درې واړو  د میلمستون  ددروازې  په لور  ورغلل ، چې برهان الدین  هم په  همدې ګړۍ    میلمستون ته ور ننوت . د برهان الدین په کتلو سره  قیرات ، ریونا او سریان درې واړه  ډیرې خوشحاله شوې ، برهان الدین هغوې درې واړو  ته د کیناستو  وویل  ، کله چې هغوې ټول کیناستل نو برهان الدین  ورته  وویل :
قیرات  خورې ، ریونا لوري  ، سریان زما بچۍ ،  زه پوهیږم  چې تاسې  به د  علي پاشا  په اړه  ډیر زیات  غمژن  یاستئ ، خو تاسې ته دهغه په  اړه  اندیښمن  کیږئ  مه ، زه  په  دې پوهیږم  چې تر اوسه پورې  تاسې ته دعلي په  هکله  اودهغه د سلامتیا اوروغتیا په اړه  کوم  خبر نه  دې درکول  شوې ، قیرات خورې  !  زه  د تیمورلنګ  د پړاو  نه نیغ  دلته راغلې  یم . او تاسې  ته  زیرې درکوم  چې  نه یواځې علي پاشا  بلکه  ولیعهد  محمد  هم  ژوندې او سلامت  دي ،او دهغوې  دواړو  لښکر هم دهغوې  سره یو ځاې دي .
تردې ځایه دخبرو  وروسته  برهان الدین  لږه شیبه  تم  شو او بیا یې د خپلو خبرو سلسله  پیل کړه  او ویی ویل :
هغه  دجنګ په  دوران کې په  خپلې  نیونې ،او بیا د تیمورلنګ  تر مخ  د وړاندې کیدو وروسته د اوسپنې په بنجره کې بند سلطان بایزیدیلدرم  سره د  خبروڅخه  هغوې درې واړه خبرې کړې .
کله چې  برهان الدین  خپله خبره  خلاصه کړه ه د  لږی  شیبي  د چپتیا  وروسته  قیرات  په خبرو پیل وکړ او وی ویل :
برهان الدینه  وروره ! دا خو  ډیر ظلم او ستم دې چې تیمور لنګ  زمونږ سلطان بایزید یلدرم د اوسپنې  په  پنجره کې  بند کړې دې ، خو  وروره تا   را ته  دا ونه ویل  چې علي پاشا او ولیعهد محمد  د جنګ  څخه  څنګه خوندی را ووتل ؟
خورې ، واوره !  هغه وخت  چې  جنګ  په پوره  قوت  سره  روان  و . نو د تیمور لنګ د لښکر  یوې برخې غوښتل   چې سلطان  ، علي پاشا او ولیعهد محمد ټول   محاصره کړي ، دا ځکه  چې د سلطان بایزید یلدرم  سره یواځي  یولک  شل زره   عسکر وو ، خو د هغې په  مقابل کې د تیمور لنګ  سره  اته  لکه  لښکر و .
د جنګ په  وخت کې  سلطان  دا  درک  کړې وه چې  د تیمور  لنګ  لښکر  غواړی دوې  د څلورو  خواو  څخه  محاصره  کړي او ټول  له منځه یوسي ، دجنګ  په وخت کې تیمور لنګ  په  خپله په  جنګ  کې  نه و موجود، بلکه دخپل  زوې  شارخ  سره یې د شطرنج  لوبه کوله ،
دسلطا ن ،  علي پاشا او  ولیعهد محمد  دغسې  محاصره کول   ډیر خطرناک  حالات  را منځته کول . نو ددښمن دمخې  څخه   راتلونکې  ځواک  سلطان په ډیر قوت  سره   و دراوه  او علي پاشا و ولیعهد محمد ته یې  قاصد واستاوه  چې    دخپل لښکر سره یو ځاې ددښمن د  قوت په  هغه  برخه  باندې  په  پوره  قوت سره  یرغل وکړي چې  د اړخونو  له   لورې  مخته  راځي ، د هغوې  زور  مات کړئ  او خپل  ځانونه  خوندی  ځایوته  و کاږئ.
برهان الدین ددمې  په خاطر توقف وکړ. سریې  ښکته کړ او  څه  فکر  یې وکړ . او دوپاره یې خپله خبره جاري وساتله ، اوویي ویل :
قیرات  خورې ! داسې وګڼئ  چې سلطان  دا  قدم د علي پاشا او دخپل زوې ولیعهد محمد د سلامتیا په  خاطر پورته کړ . سلطان ، هغه وخت  چې د  جنګ  تنور  سخت ګرم  و ، دا  اندازه  کړې وه  چې دخپل  یو لک شل زره  کسانو  سره د  دښمن  د اته  لکه  فوځونو سره  جنګیدل  که  شوني  نه دی  نو  ستونزمن  خو ضرور دي . بیا خو حالاتو او شرایطو  هم  د سلطان  په  ستونزو کې ډیرښت   راوست . که  چیرې د سلطان  فوځ  تازه دم   واي ،او د خوراک  څښاک  پوره  وسایل  او اسانتیاوي ورته  میسرې واې  نو  زما هیله  به  داوه  چې  لکه  څنګه  چې  د اروپا په  پراخه میدانو کې  دخپل  همدې  عسکرې  ځواک  په   واسطه  هغه د صلیبیانو  شپږ  شپږ، اته  اته  ، لکو  فوځونو ته  ماتې ورکړې وه  نو په همدې ترتیب  به  سلطان  د  تیمور  لنګ فوځونه  هم   لکه د یوه چوپان په څیر تیښتې ته اړ کړې واې . خو دا تیمور لنګ  دې په  غم کې  ککړ  شي  ،  چې  هغه د اته  لکو  فوځونو  سره سره بیا هم د سلطان  څخه دومره ویریدلې و چې  تر څو ورځو پورې  یې مخکې مخکې منډې  وهلې ، هغه  ته د اته  لکو  عسکرو  سره   بیا هم د ا جرأ ت  نه و په برخه   چې په سلطان بایزید  یلدرم  باندې  یرغل وکړی ، هغه لمړۍ د انقري په ښار  باندې  یرغل وکړ  او ددې  مقصد  له پاره  دهغه  عسکر پر دې  بریالي  شوي  و چې د رسیو او  پاتخو په واسطه  په   دیوالونو  ور و خیژي  ، د انقری ښاروال  ډیره  هڅه وکړه  چې هغوې  په دیوالو  باندې د را ختلو  څخه  دفع کړي ، خو هغه  بریالي نه شو . خو کله  چې تیمور لنګ  ته خبر ورسید  چې  سلطان دهغې په تعقیب کې  را روان دې  او ډیر ژر  به انقرې  ته  راورسیږي ، نو تیمور لنګ د انقری د نیولو  هڅه  پریښوده  او د خپل اته لکه  فوځونو سره یو ځاې دهغې  ځایه  و تښتید. او هلته  لري په   ازادو  میدانونو کې یې  پړاو وکړ . دهغې د ویرې او ډار  اندازه  دددې  څخه  اخستلي شئ  چې  هغه خپلو اته   لکو  فوځونو  ته حکم وکړ  چې  د پړاو  نه  چار چاپیر  خندقونه  و کاږی ، تر څو  سلطان بایزید  د شپې  له اړخه  پرې  یرغل را نه وړی او دوې  دشپې  دشپي  له منځه  یونه سې.
تیمورلنګ  چې  بل  ډیر  بد کار وکړ  هغه داو  چې څه وخت  چې هغه د خپل  فوځ  سره یو ځاې د سلطان  څخه  په تیښته  کې و نو په لاره کې  چې  د اوبو  څومره  زیرمي او  سر چیني وې  هغه  یې ټولې  په  زهرو  و لړلې ، که څه د بایزید  جاسوسانو  دهرې پیښې  خبر ورکاوه   چې په لاره کې  ټولې اوبه په  زهرو  ککړې دې ، نوسلطان  د ډیر احتیاط  څخه  کار  اخست ، خو په  لاره کې  د اوبو  د نه پیدا کیدو  په اساس ،سلطان بایزید یلدرم او دهغه  لښکر د تندې او لوږې  څخه  بې حاله  شوې و. بس د تیمورلنګ د بریالیتوب  یو علت  همدا  دې  چې کله  چې جنګ  پیل  شو  نو هغه وخت  د بایزید  لښکر ې  وږې  تږې  وې  او  دهغوې دجنګ  کومه  طریقه  چې وه  نو هغوې  دهغې  په مطابق  خپل  کار ونه کړاې شو.
زما خورې ! ما ویل  چې  د جنګ  په  تودوخه  کې سلطان  بایزید  ، علي پاشا او  خپل زوې  ولیعهد محمد  ته حکم وکړ  چې ددښمن په  اړخ  باندې  ضرب  ولګوي ،او خپل ځانونه  او خپل لښکر خوندي  ځاې ته  یوسي. ددې  حکم  سره  سم  علي پاشا او  ولیعهد محمد  په  خپلو  اړخونوکې  را خپریدونکې دښمن  تر سختي  ضربي  لاندې ونیو  ، هغوې یې و ځپول  او  خپل ځانونه اوخپلې لښکری  یې  خوندي  ځایوته  وویستلې . خو ددې  کار څخه یوه ډیره  بده پایله   زمونږ  مخته  راغله ، څرنګه  چې  سلطا ن د پوره  میړانې او بهادرۍ  په  واسطه  ددښمن  مخه  نیولی وه تر څو  علي پاشا او  ولیعهد  محمد خپل ځانونه او خپلې لښکرې   خوندې  ځایو ته یوسي ، نو دهغوې د  وتلو سره  سم  دښمن   د څلورو خواو  څخه  سلطان او د هغه  لښکر  په   محاصره کې واخست ، سلطان په شا ولاړ   او په  یوې غونډۍ وخوت   ، او بیایې د یوې  خوا  باندې په پوره  ځواک  سره  یرغل  راوست تر څو  علي پاشا او ولیعهد محمد  د دښمن  د محاصرې  څخه  خوندي کړي ، خو سلطان  په  خپله ددښمن په  جال کې  را ونغښت  ، او  ان  د سترګو  تر دیده  پورې  یې  په   څلورو خواو کې دښمن  را ټول شوې و.نو په دې اساس سلطان ددښمن د محاصرې  څخه په  وتلو بریالي نه شو . د سلطان سره   موجود  لښکر  ټول   دښمن  له تیغه تیر کړل، څه یې و  نیول ، اوسلطان بایزیدیلدرم  هم دتیمور لنګ  په  پنجه کې  ولوید  اوهغه  هم  هغه په  اوسپنیزه  پنجره کې  بند کړ . زه هم په  همدې  بندیانو کې وم . خو وروسته تیمور  زه او زما سره  ټول  ملګري  بندیان ازاد کړ ل . قیرات خورې ! زه دجنګ د میدان  څخه نیغ  ستاسې کور ته راغلم  ، زه پوهیدم  چې تاسې به دعلي پاشا  په  اړه  اندیښمن یاست . نو ما غوښتل تاسې دعلي پاشا  څخه  خبر کړم .
خو بیا هم  قیرات خورې ! د اندیښنې او  پریشانې   ته  لار  مه  ورکوئ ، زه پوهیږم  چې  په دغه ډول دمیدان  څخه د علي پاشا وتل  او بیا د هغه په  اړه  هیچاته  دا  خبر  نه ر سیدل  چې هغه چیرې دې ، تاسې ته به دا خبره د اذیت  سبب وي .  دا ځکه  چې تا د دې  څخه د مخه  خپل میړه  او دوه  زامن  له لاسه ورکړي دي ، خو زه تاته ډاډ  درکوم  چې علي پاشا  به  ضرور دخپل دښمن پر  خلاف  څه کوي . ستا د تسلۍ  له پاره  دا هم  وایم چې د جنګ د میدان  څخه د وتلو  په وخت کې  علي پاشا او ولیعهد  محمد  دواړو خپلې لښکرې دهیلس  ددریاب  څخه  را تیرې کړې  او ددریاب  دې غاړې  ته  په غرنیو سیموکې   پټ  شوي دي .
د برهان الدین په دې خبرو او  څرګندونو  باندې  قیرات ، ریونا  او سریان  درې  واړه  تر یوه  ځایه پورې  تکیه شولې  او لږ څه  تسلي ورته  پیدا  شوه . په  دې وخت کې ریونا برهان الدین ته وویلې :
محترم برهان الدین !  هسې نه چې  په  هغه  غرنیو سلسلو کې  چې زما میړه  علي پاشا او  ولیعهد محمد  دواړه دخپلو لښکرو سره پټ  شويدې  تیمور لنګ  هم هلته  ور ننوځي  اوعلي پاشا ، ولیعهد محمد او  د هغوې  لښکرو ته زیان ورسوي.
دریونا په دې پوښتنو  باندې  برهان الدین  داسې مسکې شو چې په  هغه کې  تمسخر هم و او  طنز  هم . بیا هغه ریونا ته وویل :
ریونا لورې !  داسې  شونې   نه ده ، زه تا ته   ډاډ  درکوم  چې تیمورلنګ به هیڅکله هم  د هیلس  ددریاب  څخه را تیر  نه  شي  او  نه  به دهغو  غرنیو سیمو  محاصره وکړي  او دعلي پاشا او ولیعهد محمد لښکرو ته به تاوان ورسوی، ځکه هغه وخت  چې  سلطان  بایزید د خپلو لښکرو سره دبروصې  څخه  حرکت  کاوه  نوسلطان دهیلس ددریاب  څخه د تیریدو وروسته ، همدې   غرنیو  سلسلو کې  ور ننوتې واوهملته  یې دخپل لښکر سره یو ځاې پړاو کړې و .
زما لوري! تیمور لنګ ته  هم  خبر ورکړل  شوې و  چې سلطان بایزید   دخپلو  لښکرو  سره په دې  غرنیو سیموکې پړاو کړي دې . اوهغه ته  دا  هم  ډاګیزه وه چې  د سلطان  سره  ټول  ټال  یولک  شل زره  عسکر دي . خو هغه  ته  څرګنده وه  چې  سلطان بایزید  په  میداني او  غرنیو دواړو  جنګونو کې په  تیمور باندي  لوړتیا  لري . هغه  په دې هم پوهیده  چې هغه د خپل  لښکر تر شا  په  پاته کیدو سره خپل  لښکر  جنګوي ، په داسې حال کې  چې سلطان بایزید  دخپل  اس  په  شا باندې ناست د خپل لښکر  نه مخکې دخپل دښمن سره مقابل کوي . تیمور  په  همدې خاطر د جنګ  نه  ځان  ویسته ،او د  انقري پراخو میدانونو ته  ورغې او بیا یې هلته پړاو وکړ. او اوس هم زه  تاسې ته  ډاډ  درکوم  چې تیمور لنګ  به  په هیڅ  صورت  د هیلس  له دریابه تیر نه شې  او نه به په دې غرنیو سلسلو کې د  علي پاشا او ولیعهد محمد  د  فوځونو  تعاقب  وکړې  شي . بلکه  زه هیله لرم  چې  علي پاشا او ولیعهدمحمد  به ډیر ژر  ددې  غرنیو  سیمو څخه  را ووزي  او داسې کوم  کار  به وکړي  چې د خپلې ماتې دغه داغ   به پریمنځي  او  خپل  تیر  تاریخ بیرته  را تازه کړي .   
دبرهان الدین په دې خبرو باندې  قیرات ، ریونا او سریان درې واړه ډاډمنې شوې وې او بیا قیرات دخپله ځایه پورته  شوه  او وي ویل:
برهان الدینه  وروره ! تر هغې  چې علي پاشا نه وې  راستون شوې ته به همدلته اوسیږي ، اوس  ته کینه  چې زه  ډوډۍ  راوړم . بیا به یې ټول  سره یو ځاې  وخورو .
خو برهان الدین ورته  وویلې : زما خورې ! زه  به  دلته د تل  له پاره  تم  نه شم ، د بایزید، ولي  عهدمحمد نه علاوه  د علي پاشا په  نه موجودیت کې دلته په بروصې کې  زما په اوږو  ډیر  دروند بار پروت دې  ، زه  ستاسې ددرې واړو  سره یو ځاې د ډوډۍ  خوړلو وروسته  رخصتیږم . خو ژمنه کوم  چې هره  ورځ  به ستاسې دکتلو له پاره  دلته یوځل  راځم . اوکه چیرې  جنګ  بیا  پيښ  شو نو زه به دعلي پاشا  او لیعهد محمد  د کړچار په  هکله تاسې ته  خبر درکړم .
 په  دې وخت کې ریونا دخپله  ځایه پورته شوه ، قیرات  یې د لاسه  و نیوله ، او په  خپل  هغه ځاې یې بیرته  کنیوله  چې ترې  را پورته شوې وه  ،اوبیا یې ورته وویل :
مورې !ته کینه ،  زه او سریان  به ډوډۍ  راوړو ، تا ته  د زحمت د ویستلو اړتیا نه شته . ددې خبرې  سره سم ریونا او سریان د میلمستون  ددروازې څخه ووتلې ،  لږه شیبه وروسته هغوې  دواړو    میلمستون ته  ډوډۍ راوړه ، څلورو واړو  یو ځاې  ډوډۍ  وخوړله ، اوبیا  برهان الدین  بیرته  ولاړ.
پرلپسې لري ……..