کور / راپور / چارصده: د ANP له سکرتر سره د لراوبر ټيلفوني مرکه

چارصده: د ANP له سکرتر سره د لراوبر ټيلفوني مرکه

 


په چارسده کې دنني ځانمرګي بريد په پېښه کې دعوامي نېشنل ګوند دوژل شويو ملګرو په اړه لا اوس هم ضد او نقيض راپورونه ترلاسه کېږي .


دعوامي نېشنل ګوند يوه ځايي مشر ذاهد خان وايي چې په بريد کې 20 ملګري وژل شوي دي . دچارسدې ځايي چارواکي داشمېره 16 يادوي او وايي چې تول ټال 16 کسان وژل شوي دي .


دپاکستان دکورنيو چارو وزارت داشمېره 14 ښيي او وايي چې په ځانمرګي بريد کې 14 کسان وژل شوي دي خو دپا کستان دروغتيا وزارت وايي چې په دغه ځانمرګي بريد کې تردامهاله 25 کسان وژل شوي چې 23 يې داې ، اين ، پي ملګري او دوه 2 يې ځايي پوليس دي . دروغتيا وزير وويل چې په ټپي  شويو کسانو کې د11 روغتيايي حالت داندېښنې وړدى او ښايي دوژل شويو کسانو شمېره لانوره جګه شي . دټپي شويو کسانو په اړوند هم له 25 څخه تر35 پوري کسان يا دېږي خو سيمه ييز خبريالان او ځايي خلګ د35 ټپيانو تاييد کوي چې بېلا بېلو روغتونو نو  ته وړل شوي دي .


ديا دولو وړده چې په چارسده کې دعوامي نېشنل ګوند په انتخاباتي غونډه کې دشوي ځانمرګي بريد په اړه لا اوس هم ځيني کسان او حکومتي چارواکي داخبره کوي چې ښايي دايوه بمي چاودنه وي . له بله لوري عيني شاهدان وايي چې ننى ځانمرګى بريد خورا زورور وو او دم ګړى دا مالو مه ول ګران دي چې په دغه پېښه کې څومره کسان وژل شوي دي .  


لراوبر ويبپاڼي د پېښي په اړه د نيشنل عوامي پارټۍ د شمالي پښتونخوا د سيمه ايز جنرل سکرټر ښاغلي ميا افتخار سره د نننۍ پېښي په اړه مفصله مرکه کړې ، اوريدلو ته يې د اوريدلو  ( پلې ) کيلي ووهئ .که تاسو ته پليير نه ښکاري د ډاونلوډ لپاره دا ځای کليک کړئ



Url=www.larawbar.com