کور / راپور / د پكتيا قومي مشران: په مورنۍ ژبه زده كړې غواړو

د پكتيا قومي مشران: په مورنۍ ژبه زده كړې غواړو

 


د تيرې جمعې په ورځ د لويې پکتيا کابل مېشته قومي شورا ، قومي مشرانو او په ملي شورا کې د لويې پکتيا استازو د شاه شهيد د ځاځي بابا په جومات کې يوه لويه غونډه وکړه او د هغې په تر څ کې يې له دولت څخه په کلکه غوښتنه وکړه ، چې د اساسي قانون له مخې د افغانستان ټولو خلکو په تېره بيا په کابل کې مېشته پښتنو ته د دوی په مورنۍ ژبه د زده کړې امکانات برابر کړي .
غونډه د جمعې لمانځه وروسته د ماسپښين په دوه بجو د قران پاک د سپېڅلو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه او بيا د لويې پکتيا د بېلا بېلو قومونو استازو خپلې ويناوې واورولې .
په پيل کې د لويې پکتيا د کابل مېشتو قومونو شورا انتخابي مشر او د مهاجرينو پخوانی وزير الحاج ميراجان سحيقي خپله عالمانه وينا واوروله . سحيقي صاحب د قراني آيتونوپه رڼا کې د مورنۍ ژبې په ارزښت رڼا واچوله او د پوهنې پر وزارت يې نيوکه وکړه ، چې د هېوادوالو د بيا بيا غوښتنو او عريضو باوجود يې دې برخې ته توجه نه ده کړې او اوس هم په سلګونو زره پښتانه ماشومان او ځوانان  اړ دي په نامورنۍ ژبه زده کړې تر سره کړي .
ورپسې په وارسره د ځاځيو قومي مشر الحاج بهادر ځاځی ، د لويې پکتيا د شورا منشي الحاج مير سردار ځدراڼ ، د منګلو قومي مشر حکم جان منګل ، د احمد زيو  د قوم استازي محتر م مامور سپر ، د توتا خېلو د شورا رييس پاچا صاحب ( صاحب ګل ) ، د څمکنيو د قوم استازي  حی ګل سليمانخېل ، د ګردېز د شورا رييس جمعه محمد روان ، د خوست استازي ښاغلي اکبر جان پولاد ،د تڼيو قومي مشر ښاغلي همت ،  په ملي شورا کې د کابل د خلکو استازي الحاج بېدار ځاځي ، په ملي شورا کې د خوست خلکو استازې محقق ساهره شريف او د کابل په ولايتي شورا کې د کابل د خلکو استازي الحاج امرالدين حقپناه هر يو په وار سره  خبرې وکړې . ويناوالو د افغانستان د اساسي قانون ،نړيوالو قوانينو او دښوونې اوروزنې د پوهنو په رڼا کې په مورنۍ ژبه د زده کړې پر اهميت او ګټو هر اړخيزې خبرې وکړې او  ټينګار يې وکړ ، چې دولت پايد ژرترژره په دې برخه کې خپل قانوني مکلفيت ترسره کړي او که نه په کابل کې  به د لويې پکتيا اوسېدونکي له نورو هېوادوالو سره په ګډه پر لاريونونو لاس پورې کړي .
د غونډې په پای کې دغه لاندې ټکي د پرېکړه ليک په توګه تصويب او اعلان شول :
1 ـ د پوهنې له وزارت څخه غواړو ، چې د 1386 ز کال په سلواغه او کب مياشت کې ، د ښوونځيو له پيل څخه مخکې د کابل ښار په 191 ښوونځيو کې د يو مسلکي او بې طرفه هيأت له خوا کره او باوري احصايه واخېستل شي ، تحليل او وڅېړل شي ، پايلې دې اعلان شي او له هغو سره سم دې د هېواد د بېلا بېلو ژبو ويونکو بچيانو ته په خپله مورنۍ ژبه ليک او لوست برابر کړای شي .
2 ـ د1386 کال د پرېکړو له مخې دې په  27 ښوونځيو کې د مورنۍ ژبې په اړه پيل شوې پروسه بشپړ ه  شي او هرڅوک دې د اساسي قانون له حکم سره سم په خپل ښوونځي کې په خپله مورنۍ ژبه کتاب ، ښوونکی او تعليمی نصاب ولري .
 3 ـ د کابل ښار په پوهنتونونو کې د 1387 کال له پيل سره سم دې  لکچر په پښتو او لکچر نوټ په دري او يا د دې برعکس ورکړل  شي .
4 ـ هر څوک چې علمي کادر ته راځي په پښتو او دري ژبو پوهېدل دې د يو شرط په توګه ورته وټاکل شي