کور / ترخې خبري / زموږ ښوونځي څوک سوځوي ؟ قرارداديان که . . .

زموږ ښوونځي څوک سوځوي ؟ قرارداديان که . . .

تېره پنجشنبه د خوست ولايت د ګربزو ولسوالۍ د ليسې د کمپيټرونو خونې ته اور واچول شو
او په بشپړ ډول له منځه ولاړه.
له هغې ستونزې څخه وړاندې چې دا کمپيټرونه ولې وسوزېدل اول ددې خونې موقعيت او امنيتي
څرانګوالی بايد په پام کې ونيول شي.د ګربزو د ليسې له ټولې ودانۍ او ظروري اطاقونو څخه لوړ ديوالونه
چې اغزن سيمان يې هم په سر کارول شوي راتاو دي.دغه څلورديوالي يوه لويه دروازه لري چې موټر دننوتو اجازه نلري يواځې زده کوونکي او ښوونکي کولای شي چې موټر سايکل او سايکل له ځانه سره دننه بوځي.
دغه عامه دروازه د پوليسو له خوا کنتروليږي او دوی د  همدې دروازې په سر باندې مورچې لري چې شپه او ورځ پکې ناست وي او بل دغه د کمپيټرونو خونه د پوليسو له همدې نظام قراول څخه يواځې پينځه او يا لس متر ه فاصله لري دلته له سړي سره شک پيدا کيږي چې په رڼا ورځ پداسې حال کې چې پوليس د ساعت له مخې په نظام قراول پيره لري څنګه داسې يوې خونې ته چې په اغزو لرونکو سيمانو سمبال څلور ديوالي کې دننه موقيعت لري اور اچول کيږي.


اوس به راشو د همدې کمپيټرونو اصلي موضوع ته :
دغه لس پايې کمپيټرونه چې د (ايکوېپ) لخوا يې مالي لګښت په غاړه اخيستل شوی وو دهمدې ليسې د زده کوونکو د شورا د ريس ضياالدين لښکر په وينا نوموړي ليسې ته له ورتسليمولو څخه وړاندې د يوه تن سرښوونکي ګل صيب لخوا بېرته بدل شوي او په ځای يې داسې کمپيټرونه راوړل شوی چې د (افېس) د پروګرامونو د چلولو وړتيا يې هم نه درلوده.
ځکه نو د دريو مياشتو وړاندې راوړل شويو کمپيوټرونو په رسمي ډول نوموړي ښوونځي ته د ورسپارلو مخه
د همدې ليسې د زده کوونکو د شورا لخوا نيول شوي وه او له ده څخه يې غوښتنه کوله چې دوی ته بېرته
هغه نوي کمپيوټرونه چې د پاکستان د لاهور له ښاره راوړل شوي وسپاري.
تېره پنجشنبه کله چې زده کوونکو د نوموړي ليسې په مدير باندې خپله عارضه  د خوست د ښوونې او روزنې رياست ته راجع کړه نو مخکې له دې چې رياست ته ولاړ شي په رياست کې يې يوه تن کارکونکي ته زنګ وواهه چې موږ کولای شو اوس د غرمې تر يوې بجې پورې ريس او نور اداري کسان پيدا کړو که نه؟
هغه کارمند ورته په جواب کې وويل چې اوس رياست رخصت دی او د شنبې په ورځ مراجعه وکړی.
کله چې ښوونځئ رخصت شو نو په دوو بجو دغه پېښه رامنځ ته شوه. اوس ددغه ليسې د زده کوونکو  شورا د ريس په وينا چې دوی به اول د کمپيټرونو د بدلولو مسله له ولايتي لوړ پوړو چارواکو سره سپينوی او وروسته به يې د سوځولو لامل او همدا شان د سوځونکي په پيدا کولو پسې به هڅه کوي.
زه ددې ليکنې ليکوال دومره بايد ووايم چې دغه سوځونه هېڅ سياسي وجه نلری خبره د ښوونکو اوزده کوونکو تر منځ ده او ددې خبرې اصلی کوچ به هغه وخت راووځي کله چې د ښوونځي شورا په رسمي ډول د دغو کمپيټرونو مسله په څارنوالۍ کې راپورته کړي.
نو په دې بنياد هره هغه رسنۍ چې نوموړي پېښه اخلي او علاقه لري سياسي لورئ دې نه ورکوي او نه دې هم کومه سياسي ډله د دغې پيښې پړه په غاړه اخلي.
ځکه چې بيا به يې د ګربزو د ليسې خوار او بې سرپرسته يو زر او پينځه سوه زده کوونکي چې يواځې د پوهنې د ډېوې په رڼا  غواړي ژوند تېر کړي دوی کله هم ونه بښي.


جلال خپلواک-خوست
0797940225
yarwak@gmsail.com  

تبصره نسته

  1. چی مدیران غله شی د شاګردانونه څه ګیله

  2. هیله ده چي پړه يي په وسله والوطالبانوواچول شي،ترڅوخدای مه دغه په وطن اودین مدیران خجله نشي

  3. دافسس خبره خوده

  4. توله دوکه ده او تول چل دی خپلی وسی پوری
    ودطن هر یو سری غل دی خپلی وسی پوری

    ریشتیا یی ویلی دی دو مره خیانت چه په دی ملک کی روان دی سری نا امیده شی چه دا وطن به هیسکله هم جور نه شی .

  5. د افغانانومصیبتونه نه ختمیدونکی دي .