کور / کیسه / زما دپلاروطن ،عجب وطن دی

زما دپلاروطن ،عجب وطن دی

زمونږ دشعبی پوره نهه ویښت تنه مامورین د دری زره افغانی تنخوا اود اوزګاری له کبله، شعبه یی دځینو تلویزیونونوپه شان دسیاسی بنډارپه ډګر اړولی دی .زمونږمامورینواوس داپتیلی دی ،هغه څه یی چی،له ماموریت څخه ندی ترلاسه کړی اوس دکارپوه اوکارشناس له لاری وګټی .نن خوپه کار شناسی کی غریب پاتی دی اوبس . کله چی،انتخابات تیر شول نو په میاشتو میاشتوبه هره ورځ دتورچای پیالوسره یوځای دانتخاباتوپه اړه خبری اتری په خرپ اوترپ روانی وی . زمونږدشعبی پیاده سحرګل به هم په خبروکی ورګډشواونوی موندل شوی دتقلب ګسترده خبره به یی په وار وار یادوله .بس ټول تیرپاتی کال مود ګسترده اوګسترده په خبروسره تیرکړه.د خوارې تولسی اودنوروسریالونوخبره کوټه شوی وه.یوه ورځ مدیرصاحب ګل محمد په خبروکی پرمامورینو ږغ وکړ:
یره ،مامورصاحبانوله تاسوپه خدای که دصادری او واردی بل څه جوړشی .دکارشناسی دپاره لوړو زده کړه ضرورت دی .خدای موخوارکړه په خپله موتقلب کړی اود ډاکتراوماستراسنادموچیری چیری جوړکړیدی .
ویل یی :ستاسو یی پدا لویوخبروڅه؟خدای موخوارکړه ، دډوډی پیسی نه لری خوخبری موټولې ګسترده دي .نه شپه په کور کی لدی ګسترده خبروڅخه فارغ یو او نه په شعبه کی.زه حیران یم دا زمونږ خلک ولی پدی چل ول نه پوهیږی ؟په خدای ددی ورځ ارمان به هم درشۍ.
دهاپ اوټاپ ارمان راغی.څه په کی وایی ؟ بس همدا څوتنه یی موندلی دی اودګسترده بنډار پری ودان دی .
د ځینوخووالله که په خبره پوه شی چی،کومه ژبه کوی.بوبولالی یی ورزده کړیدی.یوی میرمن دی ،ته به وایی زمونږله غمه په سکروټوناسته دی خو که لاسونه یی وګوری د ټول طلا بازار بنګړی یی اچولی دی .د نارینوو مېله میراته دی .
یوه ورځ دګسترده خبروکی مدیر صاحب شندی ګل پری وردانګل :مامورصاحب ګل محمد خان، دا یی لاڅه کوی ،زما وراره آرین چی،په یوه قندولک ملک کی پیدا اولوی شویدی ، وروربه می تل په تلیفون کی راته ویل ، وراره دی ډیره هیله لری چی، زما پلرنی وطن ووینی په رخصتیو کی یی درولیږم .
ما ورته وویل د پلرنی ټاټوبی به باره کی د ورته لاتراوسه څه ندی ویلی؟ بس دڅّه مودی وروسته یی راته تلیفون وکړاوویی ویل وراره دی درغلو اوټینګ یی ساته اوګوذاره ورسره کوه .ما ویل لکه دزولانو خبره په کی راووتله که څنګه؟په اندیښنومی سر شو. ورور می ویل ،دلته خوڅوک خپل اولاد ته څه نشی ویلی چی، دا مه کوه او یا هغه مه کوه . یوځل خویی نږدی له ملکه شړلی وم .پولیسوراته ویل ، دا ته چی،دومره افغانی دود درباندی ګران دی نو خپل افغان دود خاوری ته ورځه دلته ستاسوغوندی خلکوځای ندی له هغی راهیسی ته سکندرته څه ویلی شم او نه څانګی اونه ګل څانګی ته .حقوق مساوی دی.لنډه داچی،هواېې ډګرته په منډه داتل زوی سره ولاړو.څه ټیل ماټیل ؤ.مه کوه پوښتنه .نه د ناستې ځای شته او نه د ولاړي .ټوله ورځ مو تیره کړه .کله به یی ویل :طېاره لس بجی راځی اوکله به یی ویل دولس اوکله دوه بجې .ماښام تپه تیاره وه ، نوم یی دی نړیوال هوایی ډګر.دډیرانتظاروروسته می په تیاره کی په یوه هلک سترګی ولګیدی .ورلنډ شوم اتل زوی ته می وویل لکه چی، همدا دی ،دنګه ونه یی د عجب خان دی .زه خو یی په خبرو نه پوهیدم خو اتل په انګریزی ورسره ډزاوډوزپیل کړل.اوله خبره یی دا وه،جالبه هوا دی .پلارمی ویل دکابل هوا دنیا کی نشته .یووخت دانډین ناروغان کابل ته راتلل .ما ورته وویل ،اوس خوناروغان انډیا ته روان دی .ویل عجب .کله چی،دکورپه لورروان ؤپه لوړږغ یی ویل واو،پدادومره کم وخت کی دومره لوړې لوړې وداني؟داموټران ولی دومره زاړه دی .ماورزیاته کړه :دشپی زاړه موټړان ګرځی ،سبا به ووینی دخلکوڅخه کروزینونه ډیردی.
کله چی کورته ورسیدونوپه تیاره کی دکوڅی په خټوکی کیوت او ونښت،ایله تری راوت ،ویل یی ،عجب ؟دا یی لا څه کوی ،کله چی،سهار له خوبه راپورته شو نوهری لوری ته یی کتل تا به ویل چی، څه تری ورک دی. اتل ته می وویل دا سړی بیا څه لټوی ؟ هغه تری وپوښتل ،نو یی وویل: پرون شپه کله چی، راتلو نولوړیی لوړی ودانی وی .دهغوخواوس څرک نشته ،هغه څه شوی ؟خواره پدا پوری غرونویی دآسمان خراشونوګمان کړی ؤ.څه به درته وایم هره ورځ به یی تودی اوبه غوښتی ، ویښتان به یی په رنګ رنګ تیلو لړل. یوه ورځ چی، له بازارڅخه راستون شوی ؤ نوټوله شپه یی همدا ویل یی ،دا هم امکان لری ؟دا دومره خځلی ؟دا دومره چټلی ؟دوړی ،لوګی .دا تاسو څنګه ژوندکوی ؟بله ورځ له یوه بلندمنزل څخه تیریدو نویی راڅخه وپوښتل دا به یی په څه موده کی جوړه کړی وی ؟ ماورته وویل: په دوومیاشتوکی.هغه زیاته کړه ، واو،پدا دومره لږه موده کی ؟ما ورته وویل : دلته د ښپی کارونه کوی ولی چی، دورځی ښاروالی شته او دشپی بیا نشته .واو.عجب ،دشپی چیری ځی؟ ما ویل،غرونو ته خیږی .واو،عجب ؟عجبه دی .د ورځی ښاروالی شته او د شپی نشته واو.ماورته ویل د عجایبو وطن دی .زمونږپه قندولک وطن کی خوهم دشپی او هم دورځی ښاروالی وی اوهیڅوک غیر کار نشی کولی.ماورزیاته کړه عجیبه یی په همدی کی دی .سکندرویل انکل : داانجنیران دلته څومره معاش لری ؟ ورته می وویل:دلته مونږخپله ټول انجنیران یو.سکندروویل ،عجب .هلته خو اعلان کوی چی، د افغانستان ودانولو دپاره انجنیران پکار دی اوزما دپاپا یوملګری ټکسی وان هم د انجنیر په نوم راغلی ، او ښه بیزنس یی وکړ.عجب ،هلته یوڅه وایی دلته بل څه کوی .
بله ورځ یی وویل ، انکل دا ستاسوکورولی دومره زوړ دی ؟ ما ورته وویل پیسی نلرو.هغه وویل واو،هلته خو وایی شل ملیارده اودیرش ملیارده موورکزی .تاسو یی ندی درکړی ؟ماورته وویل،هغه دنورو دپاره دی ،پرمونږیی یوه ټینګه حرام دی . ما اتل ته وویل ،اتله بچیه نوریی درخپل کړه ګینی کور به ورخوشی کړم .که اتل نه وای مونږ به لدی سره څه کول ؟
یوه ورځ یی وویل:دبلند منزلونودکاردکوالتی ولی پوښتنه څوک نه کوی ؟ ماویل چی،که پوښتنه وای نوبیاڅه خواری وه ؟ آخریی زما زړه بوټ راوخیږاوه ورته می وویل هسی مو هم زړونه خوړین دی ، ولی مو په زړه مالګه دوړوی ؟عجب،عجب .دعجب زوی ورځه مونږ پریږده خپل عجب وطن اوعجیبه کارونوته .لنډه داچی،سکندرخان دپلارپه ټاټوبی کی یوه اونی هم ټینګ نشواوکله چی،بیرته تللو نو یی راته وویل ،انکل عجب وطن دی. ټول انجنیران دی . څوک پوښتنه نه کوی .ښاروالی دورځی کارکوی او دشپی غروته خیږی .پوښتنه نشته .عجب وطن دی .ټولو ملګروته به ووایم چی، زما دپلاروطن ،عجب وطن دی .ځکه خویی زما دپلارنوم هم عجب خان ایښی دی .