کور / اسلامي / حجاب په اسلام، عیسایت، یهودیت اوساینس کی

حجاب په اسلام، عیسایت، یهودیت اوساینس کی

له موثقوکتابونه

لومړی څپرکی
نن سباپه ټوله نړۍ کې داموضوع درسنیولومړې ټکی ګرځېدلی دی، چی اسلامی حجاب دې بندکړل شی، اوپه دې بې شرمانه، غیربشری اوغیرانساني اوغیرقانونی عمل باندی څه کفری اوداسلام ضدعناصرپه دې باندی کامیابه هم شول دفرانسې په شان هیوادکی چی د ټولواروپایی هیوادونوپه پرتله پکښې مسلمانان ډېردی، اسلامی حجاب په رسمی ډول سره منع اعلان کړددې سره جوخت په بلجیم کی هم داسلامی حجاب دمنع اعلان ورسره وشواودااعلان وشوکه چاحجاب وکړهغه به (15ـ25) ایروپوری جرمانه شی اودزندان توری شپې لاهم ورته ګوری، وبل لورته الحمدلله دترکې په شان سیکولرهیوادبیاچی مخکی اسلامی حجاب پکښې بندوواوس ورته اجازه وشوه اودابندیزدجمهوریس اولومړی وزیرپه حکم سره لری شو چی دلومړی وزیرخپله مېرمن هم په اسلامی حجاب کی ګرځی، اواوس نورکفری هیوادونه هم داتکل لری چی دظلم څخه په استفادې سره دمسلمانانولږکیوحقوق ترپښولاندی کړی، هغه مجازات کړی، کړاوونه ورته پیداکاندی، اودمقدساتوتوهین ئې وکی؛ ټول لویدیځ دبشری حقوقو، دیموکراسۍ اوپه ځانګړې ډول سره دښځودحقوقونارې وهی اودخپل ژوندشعارئې ګرځولی دی، خوداصرف دخلکودغولولواوددوی پردماغونودخاوروشیندولوپه معنی دی، داڅنګه انسانی، معقول اودیموکراتیک دولتونه دی چی دمیږی څخه ترزمری پوری دټولوحقوق ورکوی خو!!! دمیلونهاوومسلمانانوبشری اومذهبی حقوق اوکړنلارې ترپښولاندی کوی۔ که یوه غیرمسلمانه ښځه دبې حیایی، عریانۍ، فحاشۍ اوعیاشۍ حقوق طلب کړی هغه ټول حقوق په خوښۍ سره دولت ورکوی اوڅه امتیاز هم وربښی، البته که یوه مسلمانه میرمن دپورڼی دپرسرکېدواوحجاب کولوخواهش وکی، اوحال داچی دامسلمانه مېرمن داخپل حق بولی، فریضه ئې ګڼی، نوبیاولی ددې معصومی مسلمانې ښځې ځواب په څاپیړه، زندان، ظلم، انکاراوتشددسره کیږی؟؟؟ داتش په نامه په بشری حقوقو، دښځوپه ازادۍ اوپه دې بدخونده دیموکراسۍ نورنوداولسونه نشی غولېدلای؛ دادلویځووالولپاره ددوی دافعالواوکړونوپایلی ده چی ودوی ته هرځای جهنم ګرځېدلی دی، اوحتی دوی اوس پخپلوهیوادونوکی لاهم په امن سره شپې اوورځې نشی سباکولای، اوس ددې دجبران دپوره کولوپه منظورغواړی چی کسات دهغولږکیومسلمانانوڅخه واخلی چی ددوی ترتسلط لاندی دی، داهم واسلامی امت ته یوروحی تکان اوپراسلامی اُمت باندی یوفشاردی، چی دوی پخپلوهیوادونوکی شرعی حجاب بندکړ۔ دایومنلی حقیقت دی چی هرعمل عکس العمل لری، اودادووی داټولی ناوړې کړنې اونفرت به ډېرژردخاوروسره خاوری شی دوی دډېرلاروڅخه کاراخلی کله حجاب بندوی، کله دقرانکریم سپکاوی کوی، کله دوی دنورواسلامی مقدساتوتوهین کوی، کله بیاپه اسلامی نړۍ کی دعیسایت برملاتبلیغ کوی، اوپه اخرکی دوی په زورسره هیوادونه مستعمره کوی اوداسی نور۔۔۔
اوس زه غواړم چی پرحجاب باندی یوه دډاډوړڅیړنه چی ماپیل کړیده، پراستدلال اومنطق باندی ولاړه ده، ټول ماخذونه ورسره شتون لری اوکره ده، وړاندی کړم، اونورنوقضاوت ستاسوپه لاس کی دی، اوحجاب داسلام څخه مخکی په عیسایت کی هم وو، دعیسایت څخه مخکی په یهودیت کی هم وو، چی وروسته به ئې په تفصیل سره بیان وکړم؛ چی حجاب په مذهبی کتابونوکی څومره ارزښت لری، اواوسني ساینس په دې اړه څه فیصله کوی اوپرحجاب ئې څومره ټینګارکړیدی۔
حجاب عربی لفظ دی چی (پرده اوپوښ) ته وایی حجاب کول دیوې مسلمانې ښځې فریضه ده، حجاب هغه پرده ده چی دزنا، فحاشۍ، اوناوړوافعالودتمایل دیوال ړنګوی، داحجاب په طبعی ډول سره لوی څښتن تعالی جل جلاله وډېروشیانوته ورکړیدی، خوزه یواځی په یوڅوبېلګواکتفاکوم:
کیله چی یوه ډېرښکلی اوزړۀ وړونکی میوه ده پرخپل بدن باندی حجاب (پوښ) لری، که دکیلې حجاب لیرې شی نوددې ښکلی مېوې ورنګ، خوند، ارزښت اواصلیت ترپښتنی لاندی راځی اوبدلون مومی۔ دکېلې په شان کوپړه، اوداسی په زرهاوومېوې اوسبزېجات شتون لری چی حجاب لری اودنه حجاب په صورت کی ئې هرڅه له مینځه ځی۔
داملغلره ولی دومره ارزښت لری؟؟؟
ملغلره په یوه کلک زیږحجاب کی ، ددریاب په تل کی موقعیت لری، هغه ملغلره ډېره ارزښت په دې لری چی په حجاب کی نغښتې ده، اوهغه ملغلره چی پوښ ئې مات شوی، یا ئې درځ کړی وی، دهغې یواب دی چی وهغه ته زیان رسیږی، رنګ ئې بدلون مومی، اوهغه ملغلره هیڅ ارزښت نلری، اوصرف دیوې ډبرې اندازه قیمت لری اوبس۔ لوی څښتن تعالی جل جلاله هرشی پخپل پوښ کی خوندی کړیدی، دهغه هرڅه ارزښت ئې په حجاب کی نغښتی دی، لکه انار، کوپره اوداسی نور۔
ښځه هم په اسلام کی دیوې ملغلرې په شان ده، نوددې پرځای چی دښځې وعفت، عصمت، ارزښت اوحیثیت ته زیان ونه رسیږی نوالله جل جلاله ورته دحجاب امرکړیدی اوبې پردې ګې په اسلام کی حرامه دی، چی بدې پایلې لری۔ چی رڼابه پرې واچول شی۔
دزنا، عیاشۍ، عریانۍ اوشیطانی افعالوته دکولو، دتمایل کول اوجلبولوله کبله الله جل جلاله دحجاب امرکړیدی، چی داحجاب دښځې لپاره دحیاجامه ده، دادښځې لپاره دعزت اوویاړسمبول دی، کله چی ښځه په حجاب کی وی داطبعی ده چی کله سړی اوښځه سره یوځای کیږی، یاپه ښاریابل ځای نودښځې په صرف لیدوسره دنرسره دافکرپیداشی چی ورته و ګوری، نودکتلوپرمهال دخلکونظرپرپردې لګیږی چی پرده دلته دسړی اوښځې ترمینځ ددیوال رول لوبوی، اودښځې بدن اویانوره ښکلانشی لیدلای۔ په اروپا اوامریکاکی په کوموځایونوکی مسلمانان وی، اویاحجاب وی نسبتا ترهغوځایوچی هلته حجاب نه وی، دښځوتښتول، غلا،زنا، غیرمشروع جنسی اړیکې، وژل اونورجرمونه اوناوړه کارونه ډېرکم دی، اوهرڅوک په امن سره شپې سباکوی؛ اوداچی لویځ ولی اسلامی حجاب بندوی، ددې یوه وجه داده چی دښځوبې حجابه کول پرټولنې باندی ډېره اغیزه لری، داوفحاشۍ، عیاشۍ، ناوړوکړونوته لاره خلاصول دی، اودښځوبې پردې کول په ټولنه کې ډېرښه دهرقسم فساد، اوزنالپاره ښه وسیله ده، دنارینه وووښه ګمراه کولوته ښه مناسبه لاره ده؛ خومسلمان امت به په دې ونه غولیږی، اوبې لارې به نشی داځکه چی مسلمانې میرمنې په دې لاره کی خپل مرګ منی اوبې حجابې نه قبلوی، اوخپل مرګ شهادت بولی، لکه چی په فرانسه کی دېوې مسلمانې، معصومې ، عفتناکې خوردفرانسې دوحشې پولیسودموټرڅخه راکوزه کړ ه، حجاب ئې ورڅخه ایسته کړ، اوهغې مسلمانې مېرمنې دنیولوپرمهاوخپل مرګ ته ښه راغلاست ووایه، کوځناورودزندان ترتورکړکیوشاته مجازات کړل؛ خوبیاهم لویځ داهوډکړیدی، چی ځوان مسلمان اُمت دتباهۍ، ګمراهۍ، اوفحاشۍ وکندې ته وغورځوی، اوددوی داارمان به پوره نشی، اوددوی داهلې ځلې چی دوی ئې دقرانکریم خلاف، داسلام خلاف، دخوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم خلاف اوبشردوښمنه کړنې اوتوطې تړی دابه ډېرژردخاوروسره خاورې شی۔

حجاب په اسلام کی
حجاب داسلام دخوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم دمبارکوبیبیانو(دمسلمانانودمیندو) څخه پیل شو، دحجاب ترټولولومړی حکم په (5) هجری کال کی نازل شو، داهغه وخت ووچی بنی کریم صلی الله علیه وسلم دمسلمانانودموربې بی زینب رضي الله عنهاسره نکاح وکړل؛ اوحکم داسی وشوچی مومنان بایددخوږپیغمبرصلی الله علیه وسلم وکورته بې له اجازې داخل نشی۔
چی په دې ترڅ کی بنی کریم صلی الله علیه وسلم دټولوبیبیانوپردروازوباندی پردې وځړولې، اودټولوغیرمحرموراتګ بندکړل شو، اوپه یوه روایت کی داسی راغلی دی چی بنی کریم صلی الله علیه دحضرت بې بې عایشې رضی الله عنهاداکازوی طلحه بن عبیدالله رضی الله عنه دبې بې عایشې رضی الله عنهاسره ملاقات بندکړ۔۔۔
له دې څخه داجوته شوه چی دپردې حکم دلومړی ځل لپاره دمسلمانانوومندوته وشو۔
داسلام څخه مخکی هم حجاب ډېرارزښت درلودی، دهجرت د (3) کال څخه مخکی یویهودی چی دبنی قینقاع دیهودوڅخه دمدېنې منورې څخه په څه واټن باندی پخپل زرګرۍ(دزرو په پلورنځې) کی ناست وو، چی یوه ښځه تېرېدله اومخ ئې پټ وو، دې یهودې ډېرورته وویل چی مخ لوڅ کی، اواخرئې په یوچم سره دهغې حجاب ایستی کی؛ هغې چیغې کړې، اونارې ئې دمدېنې منورې په ښارکی یومسلمان واورېدې، چی هغه راغی اوددې یهودې کارئې وکی، نوریهودراغلل اودامسلمان ئې شهیدکړ، داخبروبنی کریم صلی الله علیه وسلم ته ورسېدې؛ څوسوه یهودراغلل اوبنی کریم صلی الله علیه وسلم ئې محاصره کړ، نبی کریم صلی الله علیه وسلم هغه یهودی مړنکړ اوهغه دده ټول سامان ئې دغنیمت په توګه ووېشی اوڅه وخت وروسته دایهودې وشام ته ولاړی اوډېرژرهغه مړشو، چی داکیسه مکلمله په (سیرة ابن هشام، تاریخ کامل ابن اثیر) کی راغلی ده۔
ددې څخه دامعلومه شوه چی داسلام څخه مخکی حجاب شتون درلودی اوپوره ارزښت ئې درلودی، چی پردې باندی به زه انشاء په راتلونکوڅپرکوکی پوره رڼاواچوم۔
الله جل جلاله دبشریت سترلارښودته فرمایی:
یآیُّهالبنیُّ قُل لازواجک وبنتک ونسآء المومنین یدنین علیهن من جلابیبهنّ ذلک ادنىٰ ان یعرفن فلایُوءذین وکان الله غفورًارحیمًا۔
ای نبی ووایه ښځوته دې اولوڼوته دی، اوښځو(دنورو) مومنانوته چی خواره دی کاندی پرټولوځانونوخپلوله ټکریو(پورڼو)خپلوڅخه دغه (پټول دبدن) نژدې دی دې ته چی وبه پېژندی شی دوی (چی اصیلی دی) په تکلیف به ونشی رسولی دوی ته (په ګمان دوینځو) اودی الله ښه بښونکی (دخطیاتو) ډېررحم والا(په انعام داجراوثواب سره) سورت الاحزاب 59)۔
یعنی وروسته دټول بدن له پوټولوڅخه دټکری (پورڼی) څه برخه پرسراوڅه برخه ئې له سرځنی راښکته کی پرخپله څیره باندی ئې وځړوی، په روایاتوکی راغلی دی چی وروسته ددې ایت له نزوله مسلمانانوښځوبه خپلې څیرې اوټول بدنونه په خپلوټکریو(پورڼو) سره پوټول اوبیابه دباندی داسی وتلی چی یواځی به ددوی یوه سترګه ښکاردیه چی په هغه سره لاره ومومی، له دی نه معلومه اوثابته شوه چی دفتنې اوفسادپه وخت کی ښایی چی ازادې اصیلې ښځې خپله څیره هم پټه کړی، اووینځې دشدیدضرورت که کبله نه دی مکلفې؛ حضرت شاه صاحب رحمة الله علیه لیکی: چی ((ښه وپېژندله شی چی داوینځه نه بلکه بی بی ده، دننګ اوناموس مېرمن ده بدبخته اوبدناموسه نه دی، بدذاته نه دی، بلکه دانیکې بی بی اونیکبخته ده، نوځکه بدنیته خلک هغوی ته لاس نه غځوی اوحجاب ئې نښه ده، چی داحجاب دبهترۍ حکم دی، اودحیاسمبول دی۔ (تفسیر عثمانی، دوهم ټوک، 705 صفحه)۔
جلابیب په اصل کی د((جلباب) جمع ده، چی دعام پورڼی څخه غټ اوښځ خپل سرونه اوسېنې په پوټوی، ځینی علماء لیکی چی جلباب وملحفې ته وایی یعنی هغه پورڼی چی ټول بدن پکښې پټ شی۔
(لسان العرب ماده، جلب، ج 1، ص 272)
ملحفه دهغه ټوکرڅخه عبارت ده، چی دژمی په ډېریخ کی ئې سړی پرځان اچوی، اوخپل ټول بدن ئې په پټ کړی وی، ودې ته لحاف وایی۔
(لسان العرب ماده، لحف، ج9، ص 214)
علامه ابن منظوررحمته الله علیه وایی : چی جلب اوجلباب په لغت کی له اره(اصل) څخه وپوټیدوته وایی، چی دلته هرهغه رخت ورڅخه مراددی چی ښځه پکښې ځان پوټوی۔
علامه الوسی رحمة الله علیه لیکی:
چی دحضرت ابن عباس رضی الله عنه دوینا مطابق جلباب وهغه پورڼی ته ویل کیږی چی ښځه ئې دپورته څخه ترکښته پوری پرځان اچوی۔
(روح المعانی ج22، ص 88)
دجاهلیت په وخت کی فاحشو،مینځواونوروحجاب نه کاوه، اوبې له حجابه به هرځای تلې اوګرځیدې، نوالله جل جلاله ددې لپاره چی ددې ښځوڅخه دمسلمانوښځوامتیازوشی نودحجاب امرئې وکی، اوپه دې کی دوه هدفونه نغښتی دی:
1: داچی کومی ښځې چی په حجاب کی ګرځی ددې مطلب داچی داشریفه ښځه دی، اوداحجاب وفاحش سړی ته داپه ګوته کوی چی دافاحشه نه ده، اوورپسې منډې مه وهه۔
2: داچی دهغه بدکاره سړی په ذهن کی داراځی چی خپل ځان دومره پټ کړیدی، نوخپل عورت به څنګه لوڅ کړی، اوددې بدوکارواوزناخوهیڅ سوال نشته داځکه داپرده لرونکی ښځه ده۔
(تفسیر ابن کثیر، ج25، ص 230)
دجاهلیت په زمانه کی ښځې بې پردې ګرځیدې، اوکوم حجاب ئې نه استعمالاوه، اونارینه به په دې ډېرخوښ وه، اودخپل ځان لپاره ئې یوڅوک کتل اودابه ددوی دنده وه، نوالله جل جلاله وخپل رسول ته امروکی چی کله مسلمانې ښځې دضرورت پرمهال وزی نوپرده دی کوی۔
(تفسیر قرطبی، ج 14، ص 243)
علامه ابن جوزی رحمة الله علیه لیکی:
چی دامام قتیبه رحمة الله علیه په قول ددې ایات مطلب دادی:
چی مسلمانې ښځې بایدغټ پورڼی پرسرکړی چی ټوله بدن ئې پټ وی اودامعلوم نشی چی داځوانه ده، بوډاده، شتمنه دی، مسکینه اوکه بل څه؟؟؟
(زادالمیسر ج 6، ص 422)
بل ځای الله جل جلاله فرمایی:
واذاسالتموهنّ متاعًافسئلوهنّ من وّرآء حجاب ذٰلکم اطهرلقلوبکم وقُلوبهنّ
اوکله چی غواړی تاسی له دغو(مطهراتوازواجو) څخه دکوم متاع کارکوم څیزپس غواړی هغه له دوی نه دباندی دپردې دغه(غوښتل دباندی دپردې)د تاسی ډېرپاک ساتونکی دی دزړونوستاسی او(ډېرپاک ساتونکی دی) دزړونوددوی۔ (الاحزاب 53)۔
سوال نه پیداکیږی چی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په صحابه کی ددې توهم شوی وای چی دوی دی وازواج مطهراتوته په یوه بڼه سره وګوری، مګربیاهم الله جل جلاله وټولوصحابه ووته چی تاسی چی څه پوښتنه کوی دمسلمانانودمیندوڅخه نودپردې داخواڅخه ئې غوښتنه وکی، اوبل داچی دا دټول امت مسلمه دتعلیم په خاطردپردې اوصول وضعه شول چی بیاالله جل جلاله په دې حکم سره پر زرهاوونیکمرغې پکښې نغښتی دی، چی په راتلونکی کی به پرې پوره بحث وشی۔

الله جل جلاله فرمایی:
وقل للمؤمنت یغضضن من ابصارهنّ ویحفظن فروجهنّ ولایبدین زینهنّ الاماظهرمنهاولیضربن بخمرهنّ علی جیوبهنّ ولایبدین زینتهنّ الالبعولتهنّ اوابآئهنّ اوابآء بعولتهنّ اوابنآئهنّ اوابنآءبعولتهنّ اواخوانهنّ اوبنی اخوانهنّ اوبنی اخواتهنّ اونسآئهنّ اوماملکت ایمانهنّ اوالتبعین غیراولی الاربة من الرجال اوالطفل الذین لم یظهرواعلی عورت النسآء ولایضربن بارجلهنّ لیُعلم مایخفین من زینتهنّ وتُوبُوآالی الله جمیعًا ایُّه المومنون لعلکم تُفلحون
اوووایه (ای محمده) ایمانداروښځوته چی پټې دی کړی له (نامحرموڅخه) سترګې خپلې اوښه ټینګ دی وساتی فرجونه سترونه خپل (دمحرماتوپه مقابل کښې) اونه دی ښکاره کوی زینت اوښایست (اوځای دښایست) خپل مګرهغه چی ښکاریږی له دغه (زینت څخه په وخت دکسب اوکارکښې) اووادی چوی ټکری(پورڼی) خپل پرګریوانونوخپلو(چی سینه ئ ښکاره نشی) اونه دی ښکاره کوی زینت ، ښایست (اوځای دښایست) خپل هیچاته مګردپاره دمړونو(خاوندانو)خپلوته یازامنواولمسیوخپلوته، یازامنودمړونوخپلوته، یاوروڼوخپلوته یاهغه چاته چی مالک شویدی (دهغه) ښې لاسونه ددوی یاهغوتابعانوته چی نه وی خاوندان دحاجت ښځوته له سړیونه یاهلکانوهغه ته چی نه وی خبر(دوی) پراسرارودښځواونه دی وهی (داښځې) پښې خپلې دپاره ددې چی معلوم کړشی هغه څیزونه چی پټوی ئې دوی له زینت، ښایست (ګاڼې) خپلې اوراجع شی توبه وباسی تاسی الله ته ټول ای مومنانو!!!دپاره ددې چی تاسی ښېګڼه اوخلاصی ومومی( په دارینوکی)۔ (سورت النور 30 ایات)۔
((خمر))دخمارجمع ده، اووهغه ټوکرته ویل کیږی چی ښځه خُان په پوټوی دبېلګې په ډول (پورڼي، نقاب، برقعه اوداسی نور۔۔۔) کله چی وښځې ته داامروشوچی خپلې سینې پټې کړې نومخ خوپکښې په طریق اولی سره پکښې شامل شو، کله چی دسینې پوټول فرض شو نودمخ پوټول هم پکښې راغلل۔

نوربیا۔۔۔