له بشرمل ناصر سره د خواخوږۍ پيغام
حبيب تاثير - کوټه
غم كه له غمه شرمېدلى
په ما به نه راتله ګېډۍ ګېډۍ غمونه
د پښتو ژبي له ځوان شاعر او ليكوال ښاغلي بشرمل ناصر سره د ده د تره د زوى حاجي ښايسته خان چي په دوبۍ كې په يوه ټرافيكي پېښه كې شهيد سوى او د بشرمل د ځوان وراره نظرخان چي تېره ورځ د ورپېښي ناروغۍ له امله يې په كوټه كې ساه وركړه د لر او بر اداره له بشرمل ناصر سره په دې غم او درد كې ځان شريك برابر بولي.
خداى پاك دي بشرمل ناصر او د ده درنې كورنۍ ته د زړه صبر او مرحومينو ته جنت فردوس ورنصيب كړي. (امين)