ناټو پنځه افغانی عسکر او طالبانو درې امریکایی عسکر ووژل

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 7th, 2010


اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی نن د ناټو الوتکو په غزنی کی هغه مهال پنځه افغانی پوځیانن په بم وریو سره ووژل او دون نور یې زخمیان کړل چی هغوی طالبانو ته کمین نیولی و . ناټو وایی چی زموږ څخه اشتباه وسوه او پر هغوی مو د طالبانو ګومان وکړ .
خبر زیاتوی چی طالبانو بیا د هېواد په جنوب کی درې امریکایی پوځیان په ماینونو سره والوزول خو د پیښی ځایونه او د زخمیانو تعداد یې ذکر نه کړ .

Copyright Larawbar 2007-2024