کور / اسلامي / دتقليدحقيقت (۱۵) اووروستۍ برخه

دتقليدحقيقت (۱۵) اووروستۍ برخه

  ليکنه : محمودالحسن الجميري

   ژباړه : مومن مهاجر


   Muhajir222@yahoo.com


   درنولوستونکو! په تېره برخه کي تاسوولوستل چي دمذهبي کړیوترمنځ دافضل اوغیر افضل اختلاف دی که دحلال اوحرام؟ که یوسړی دحنفي فقهې له مسئلې سره سم اودس کوي نواودس یې شوی خودشافعي فقهې له نظره دهغه اودس نه دی صحیح . یعني که داسړی لمونځ وکړي نوداحنافوپه انددهغه لمونځ صحیح دی خودشوافعوپه انددهغه لمونځ نه دی صحیح،ځکه داسړی دهغوئ له نظره بې ادوسه دی لنډه داچي دشافعي لمونځ په حنفي اودحنفي لمونځ په شافعي پسي نه کېږي .


   (ب) اوس راشئ دلمانځه مسائلوته :


   حنفي مذهب :


   ۱ ــ په الله اعظم،الله اجل،الله الرحمن اولااله الاالله سره هم لمونځ شروع کېدای شي .


   ۲ ــ دفاتحې له ویلوپرته لمونځ صحیح دی .


   ۳ ــ دقهقهې په کولواودس ماتېږي . ۴ په لمانځه کي تعدیل ارکان فرض نه دی .


   ۵ ـــ دتشهدپه اندازه کښېنستوسره لمونځ صحیح دی که څه هم تشهداودرود ونه ویل شي .۶ ــ دسلام ویلوپرځای په خوراک اوڅښاک کولواویاهواایستلولمونځ صحیح کېږي .


   شافعي مذهب :


   ۱ ــ له الله اکبرپرته په بل لفظ لمونځ شروع کول صحیح نه دي که نه لمونځ باطل دی .


   ۲ ــ  له سورة الفاتحې پرته لمونځ نه شته .۳ ــ په قهقهه سره یوازي لمونځ فاسدېږي اودس پرخپل حال پاتي دی . ۴ ــ دارکانوله تعدیل پرته لمونځ نه کېږي . ۵ ــ څوچي تشهد اودرودونه ویل شي لمونځ نه کېږي . ۶ ــ له سلام پرته په بل شي لمونځ پای ته نه رسېږي . بلکي لمونځ باطل دی .


   اوس تاسوپه خپله پرېکړه کولای شئ چي ایاددې مذهبونوترمنځ دروااوناروااختلاف دی که دافضل اوغیرافضل؟


   ج ــ تاسوپه نکاح کي هم ځینومسائلوته پام وکړئ


   حنفي مذهب :


   ۱ ــ دبیعې اوهبې په لفظ سره نکاح تړل کېږي . ۲ ــ  له ولي پرته نکاح صحیح ده .


   ۳ ـــ په زورسره طلاق واقع کېږي . ۴ ـــ دڅلورمې ښځې په عده کي دننه دهغې له خورسره نکاح نه شي کېدای . ۵ ـــ په شهوت دیوې ښځې په لمسولودهغې موروخوردواړه حرامېږي .


   شافعي مذهب :


   ۱ ـــ دنکاح اوزواج له لفظ پرته نکاح نه صحیح کېږي .۲ ــ له ولي پرته نکاح باطله ده .


   ۳ ـــ په زورطلاق نه واقع کېږی بلکي نکاح پرځای پاتي ده . ۴ ــ دڅلورمې ښځې په عده کي دننه دهغې له خورسره نکاح کېدای شي . ۵ ـــ په شهوت سره دښځې لمسول نه دهغې خور حراموي نه موربلکي هغه سړی له هرې یوې سره نکاح کولای شي .


   درنولوستونکو! ایادادوه اسلامه نه دي؟ ایاداشیان امت اتحادته رابولي که ډلو ډلبازیوته،دخپل منځي مینې بلنه ورکوي که دکرکې؟ همداوجه ده چي نن اسلامي امت پر ډلوټپلووېشل شوی اویوپربل نیوکي کوي . له همدي کبله موږدټولې نړۍ له مقلدینوهماغه هیله کووچي الله جل جلاله څورالس سوه کاله وړاندي دهغه وخت له مسلمانانوکړې وه :


   فان تنازعتم فی شئ فروده الی الله والرسول . یعني که موپه یوشي کي اختلاف راغی نو الله اورسول ته یې وسپارئ .


   څومثالونه دخوراک څښاک په شیانوکي :


   حنفي مذهب :


   ۱ ــ په سمندري حیواناتوکي له ماهي پرته نورټول حرام دي .۲ ــ له شرابوپرته دبل نشيي شي پرخوړلوحدنه شته . ۳ ــ دپسه یاغوايي ترحلالووروسته که یې له نسه مړبچي راووزي نودهغه خوراک حرام دی .۴ ــ که ذبحه کوونکي په قصدبسم الله پرېږدي نوحلال شوی حیوان مرداردی . ۵ ــ


   شافعي مذهب :


   ۱ ـ په سمندرکي چي هرڅه دي دهغوټولوخوراک حلال دی . ۲ ـــ هرنشيي شی حرام دی اوپه خوړلویې حدلازمېږي . ۳ ـــ دحیوان په نس کي بچی دهغه په حلالېدوحلالېږي او خوراک یې صحیح دی . ۴ ــ که دحیوان حلالوونکی په قصدبسم الله پرېږدي اوکه په هیره په دواړوصورتونوکي هغه حیوان حلال دی .


     دلته موپه لنډېزددې دوومذهبونوترمنځ داختلاف یوڅوبېلګې راوړې کنه داختلافاتو سمندرخوراژوراوپراخ دی . هدف موداووچي دمذهبونوترمنځ دحلال وحرام،روااوناروا اوباطل وحق اختلاف دی نه دافضل اوغیرافضل . فافهم ولاتکن من الغافلین . الله جل جلاله ویلي دي :


   ومن یطع الله ورسوله فقدفازفوزاعظیما. یعني چاچي دالله اودهغه درسول اطاعت وکړ هغه لویه بریاومونده .


   له تاسویوڅوپوښتنې :


   ۱ ـــ په قرآن کریم،صحیح حدیث اوپه څلوروامامانوکي دیوه په قول تقلیدثابت کړئ . ګورئ په یادلرئ چي شخصي تقلیدبه ثابتوئ،ځکه ستاسودعوه همداده .


   ۲ ــ ستاسوپه فکرداجتهاددروازه بنده شوې ده اوس نه څوک مجتهدکېدای شي اونه داجتهاداړتیاشته . نوستاسوپه اندچي کله عیسی علیه السلام ځمکې ته راشي نوهغه به په کوم مذهب وي حنفي،مالکي،شافعي اوکه حنبلي؟


   ۳ ــ امام ابوحنیفه رحمه الله ترمجتهدکېدووړاندي مقلدووکه غیرمقلد؟ که مقلدوونو دچاتقلیدیې کاوی؟اوکه نه وونوخومعلومه شوه چي غیرمقلدوو.


   ۴ ـــ دامام ابوحنیفه رحمه الله دمذهب ترخپرېدوړاندي خلکودچاتقلیدکاوی؟ که یې نه کاوی نوبیاخوهغوئ غیرمقلدین شول . همدارنګه دمالکي،شافعي اوحنبلي مذهب تر حپرېدووړاندي ددې مذهبونوپلویانودچاتقلیدکاوی؟


   فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ وَلَن تَفْعَلُواْ فَاتَّقُواْ النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ .


   لنډه داچي تقلیدیونوی شی دی چي وروورویې دخلکوپه زړونوکي ځای پیداکړان هغوئ یې په قرآن کریم اونبوي صحیحواحادیثوکي لاس وهنې اوتحریف ته اړایستل .


   اعاذالله جمیع المسلمن منه