کور / اسلامي / دتوحیداحکام اومسائل

دتوحیداحکام اومسائل


ژباړه : مؤمن مهاجر
لومړۍ برخه :
 سریزه :

 

 دتوحیدعقیده دخلاصون کیلي اودهرې نېکمرغۍ بنسټ ده . دقیامت په ورځ که دالله جل جلاله خوښه شي نوهره ګنابه معاف کړي خوشرک به هیڅکله معاف نه کړي . همداوجه ده چي ټول انبیاء کرام علیهم السلام دتوحیدي عقیدې له دعوت سره رالېږل شوي دي . محمدصلی الله علیه وسلم هم ټول ژونددتوحیددعوت وکړاوخلکوته یې وویل چي داسلام لومړی رکن اولومړی دعوت توحیددی .دتوحیددمنکرپرخلاف به په دنیاکي جګړه کېږي اوپه اخرت کي به دوزخي وي .توحیدهغه عقیده ده چي دهغې لپاره بلال رضی الله عنه داورپه څېرګرمو شګوکي شکنجې وزغملې،سمیې رضی الله عنهاشهادت غوره کړاو مصعب بن عمیررضی الله عنه خپل خوشاله اوله خوښیووسوکالیوډک ژوندپرېښود.



   دتوحیدپه وجه داسلام اوکفرترمنځ وسلوالې نښتې وشوې اولاروانې دي،غزاوې وشوې،وینې وبهول شوې، هجرت وشواودمال،ځان،قریبانواوخپلوانوقربانۍ وړاندي شوې . له شرکه دمسلمان ملت دژغورنې په موخه رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یوازي شرک وغاندی بلکي دهغه هرډول اسباب اوعوامل یې هم بندکړل . دتوحیدله دومره ارزښت اوشرک له دومره ناولتوب اوبندیزسره سره نن موږوینوچي په اسلامي نړۍ کي شرک یوځل بیاپه بېلابېلوډولونوخپل سرراپورته کړی اومسلمانان دناپوهۍ له کبله پرې اخته دي . په مشکلاتواوسختیوکي دیوه الله جل جلاله په پرېښودودیارسول الله!یاعلي مدد!یاغوث اعظم! اواې شیخ عبدالقادره جیلاني! مرسته وکړه ناري وهي  . اصحاب القبوراومړي کومک ته راغواړي . له الله جل جلاله پرته دنوروپه نوم څاروي حلالوي اونذرونه مني . له نجومیانواوجادوګرودخپل قسمت حال معلوموي . اوليا‌ء کرام دسپارښ کوونکوپه توګه وسیله کوي . پرمزارونومېلې جوړول،خوښۍ کول،ډېوې اوڅراغونه بلول،هلته خیراتونه کول،عبادت کول،دعاوې غوښتل اوپه حکومتي کچه ددې کارونوملاتړټول دشرک وسائل اواسباب دي  .


   زموږله معلوماتوسره سم دشرک دپورتنيواوځینونورودودیزوشکلونولوی عامل له دینه ناخبري اوجهل دی . یعني داوسنۍ عصرډېرمسلماناپه اکثرودنیوي علومواوفنونو لکه : کیما،طب،تعمیراتو،انجینري،ریاضی،سائنس،جغرافیه اونوروخبردي خوددینیاتو، عقائدو،ایمانیاتو،توحیداوشرک په اړه معلومات نه لري اوسره له دې چي داخرت نجات پرهمدي علوموموقوف دی .


   همداوجه ده چي په اوسني وخت کي بت ماتوونکي نه بلکي له عصرسره سم نوي نوي بت جوړوونکي پیداکېږي . که څه هم عصري زده کړې دوخت یوه مهمه اړتیااوغوښتنه ده خوله دې سره سره داهم اړینه ده چي ددین بنسټیزمعلومات لکه : دشرک اوتوحیدپېژندنه، دهغواحکام،اقسام اونورتفصیلات هم په بشپړډول وپېژندل شي څوانسان دالله رښتنی موحدشي اوپه اخرت کي بریاومومي .په دې کتاب کي دتوحیداوشرک همدامهم معلومات رایوځای شوي اودهمدې شدیدضرورت پربنسټ خپرېږي . دعاکووچي الله جل جلاله زموږ داوړوکي هڅه قبوله اوداکتاب دمسلمانانولپاره دهدایت سرچینه وګرزوي .آمین!  


   يادونه :-


   ښاغلی عبدالله احسان! السلام عليکم


   هيله ده جوړاوروغ ياست .


   غواړم دتوحيداوشرک په اړه په سلسلوارډول په څوبرخوکي يومضمون راوژباړم اوستاسودسايټ له لارې يې خپورکړم که تاسودې  کارته چمتوياست نوزه يې بل چاته نه استوم ، که نه شئ کولای نولطفاًځواب راکړئ چي بل ځای ورته دخپرېدوسرچينه پيداکړو. داپورته يې لومړنۍ برخه ده .


   ورورمو


   مومن مهاجر